او کوم کسان چې مړه شي او شاته (داسې) ښځې ترې پاتي شی چې حاملې (بارداره) نه وي؛ نو په دې ښځو لازمه ده چې څلور میاشتې او لس ورځې به انتظار کوي او په دې ورځو کې به نه د خاوند له کوره وځي، نه به ډول او سنګار کوي او نه به له بل چا سره نکاح کوي، کله چې دا موده ختمه شي، نو په تاسو باندې څه ګناه نشته -اې ولیانو- په هغه څه کې چې دا ښځې یې د خپلو ځانونو په اړه کوې، هغه کارونه چې د عدت په موده کې ورباندې حرام وو، په ښې طریقه چې د شرعې او رواج خلاف نه وي، او الله تعالی خبردار دی ستاسو هیڅ یو پټ او ښکاره کار ترې نه شي پټېدلی، او خامخا به د هغو جزا درکوي.