او وویل دوی ته پیغمبر د دوی: بېشکه الله تعالی ستاسو لپاره طالوت پادشاه مقرر کړی دی، چې تاسو د هغه تر بیرغ او قومندې لاندې جهاد وکړئ، وویل مشرانو د هغوی په داسې حال کې چې ناآشنا ګڼوونکي وو دې اختیار ته او اعتراض کوونکي وو: پر مونږه به څنګه د هغه پادشاهي وي، او مونږ له هغه نه د پادشاهۍ ډېر حقدار یو؛ ځکه چې طالوت د پادشاهانو له نسل څخه نه ؤ، او ډېر مال هم ورسره نه ؤ چې پادشاهي پرې وکړي؟! د دوی پیغمبر ورته وویل: بېشکه الله تعالی دا په تاسو غوره کړی دی، او له تاسو څخه یې پراخه علم او ډېر بدني قوت ورکړی دی، او الله تعالی چا ته چې وغواړي په خپل حکمت او رحمت سره پادشاهي ورکوي، او الله تعالی پراخه فضل والا دی ورکوي چا ته چې وغواړي، پوهه دی په هغه چا چې مستحق یې وي له خپلو بندګانو څخه.
• إرشاد من يتولى قيادة الناس إلى ألا يغتر بأقوالهم حتى يبلوهم، ويختبر أفعالهم بعد أقوالهم.
هغه چاته چې د خلکو مشري پر غاړه لري لارښوونه کول، چې د خلکو په خبرو دوکه نشي تر څو یې چې ازمایلي نه وي، او د هغوی کارونه د هغوی له خبرو وروسته وازمایي.
• أن الاعتبارات التي قد تشتهر بين الناس في وزن الآخرين والحكم عليهم قد لا تكون هي الموازين الصحيحة عند الله تعالى، بل هو سبحانه يصطفي من يشاء من خلقه بحكمته وعلمه.
هغه معیارونه چې د خلکو په منځ کې د نورو د تللو او پر هغوي د حکم کولو په اړه چې مشهور وي، کیدای شي د الله تعالی په نزد هغه سمه موازنه نه وي، بلکې الله تعالی په خپل حکمت او پوهې سره له خپلو بندګانو څخه چې څوک وغواړي هغه غوره کوي.