ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: که چېرې جنت په آخرت کې یوازې ستاسو لپاره وي او بل څوک له تاسو پرته نه شي ورتللای؛ نو بیا خو تاسو د مرګ غوښتنه وکړئ؛ چې دا ستره درجه په بېړه ترلاسه کړئ او د دنیا له ستړیاوو او غمونو آرام شئ، که چېرې تاسو په خپلو دې دعوه کې رښتوني یاست.
او کله به هم دوی د مرګ هیله ونه کړي؛ له دې کبله چې دوی په ژوند کې پر الله تعالی کفر کړی دی، د هغه پیغمبران يې درواغجن ګڼلي، کتابونه یې تحریف کړي دي او الله تعالی پر دوی او نورو ظالمانو ښه پوه دی، او زر دی چې هر چا ته د هغې د کړنې بدله ورکړي.
اې پیغمبره! ته به هرومرو یهودیان په ژوند باندې تر نورو خلکو زیات حریصان بیامومې که هر څومره یې سپک ژوند هم وي، بلکې د هغو مشرکانو څخه هم دوی پر ژوند ډېر حریصان دي چې په قیامت او حساب باور نه لري، او حال دا چې دوی په قیامت او حساب باور هم لري؛ خو دوی هر یو خوښوي چې زرو کالو ته یې عمر ورسي او دا اوږد عمر دوی د الله تعالی له عذاب څخه لرې کولای نه شي که هر څومره وي او الله تعالی د دوی د کړنو څارونکی او لیدونکی دی، هیڅ هم ترې پټ نه دي او د ټولو سزا به ورکړي.
ای پیغمبره! مونږ تا ته ښکاره نښې در لیږلي دي چې ستا د نبوت او تا ته د راغلې وحې په رښتېنولی دلالت کوي او په دې ښکاره او واضحو دلائلو نه کافر کېږي مګر هغه خلک چې د الله تعالی له دین څخه وتلي وي.
او د یهودیانو له بدو حالاتو څخه دا دی چې کله هم دوی د محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت د ایمان لرلو ژمنه وکړي -چې تورات هم په دې دلالت کوي- نو یوه ډله له دوی څخه ژمنه ماتوي، بلکې زیات یهودیان د الله تعالی لخوا پر رالېږل شوي کتاب رښتونی باور نه لري؛ ځکه چې ایمان په ژمنه وفا کولو ته سړی هڅوي.
او کله چې دوی ته محمد صلی الله علیه وسلم د الله له لوري د پیغمبر په توګه راغی او له تورات سره سم یې د پېغمبر صفات وړاندې کړل، نو یوې ډلې ترې مخ واړولو او بې پرواهۍ سره یې شاګانو ته وغورځولو، د هغه جاهل د حالت په څېر چې د حق او هدایت څخه ګټه نه پورته کوي او نه پرې پروا لري.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• المؤمن الحق يرجو ما عند الله من النعيم المقيم، ولهذا يفرح بلقاء الله ولا يخشى الموت.
رښتینۍ مؤمن د الله تعالی تل پاتې نعمتونو هیله لري، نو ځکه د الله تعالی ملاقات ته خوشالېږي او له مرګ څخه نه وېرېږي.
• حِرص اليهود على الحياة الدنيا حتى لو كانت حياة حقيرة مهينة غير كريمة.
د دنیا پر ژوند د یهودیانو حرص، که څه هم ډېر سپک، ذلیل او بې عزته ژوند وي.
• أنّ من عادى أولياء الله المقربين منه فقد عادى الله تعالى.
څوک چې د الله تعالی نږدې دوستانو سره دښمني کوي، نو (داسې ده) لکه چې له الله تعالی سره دښمني کوي.
• إعراض اليهود عن نبوة محمد صلى الله عليه وسلم بعدما عرفوا تصديقه لما في أيديهم من التوراة.
د محمد - صلی الله عليه وسلم - له نبوت څخه د يهودو مخ اړول وروسته له هغه و چې د هغه تصديق يې له هغوی سره په شته تورات کې وپېژانده.
• أنَّ من لم ينتفع بعلمه صح أن يوصف بالجهل؛ لأنه شابه الجاهل في جهله.
څوک چې له خپل علم څخه ګټه نه پورته کوي، نو سمه ده چې جاهل (ناپوهه) وبلل شي؛ ځکه چې دا کس په نا پوهۍ کې جاهل ته ورته دی.