الله خپل نبي په متوجه کولو او وېرولو سره مخاطب ګرځوي ورته وايي: هيڅکله به له تا څخه يهود او نصارا خوښ نشي، ترڅو اسلام پرې نږدې، او د هغه څه پيروي ونه کړې چې هغوی پرې دي، ووايه پرته له شکه د الله کتاب او د هغه بيان په حقه لارښوونه ده، نه هغه باطل چې هغوی پرې دي، که چېرې ستا يا ستا له پيروانو څخه د يو تن له لوري د هغوی پيروي وشي وروسته تردې چې څرګند حق درته راغلی؛ نو هيڅلکه به د الله لخوا مرسته او همکاري ونه مومې، او دغه د حق پرېښولو او باطل ته نېږدې کېدلو د خطر بيان دی.
ای بني اسرائیلو! زما هغه دیني او دنیوي نعمتونه یاد کړئ چې پر تاسو مې لورولی وو، او یاد کړئ چې ما تاسو ته د خپلې زمانې په خلکو کې په پېغمبرۍ او پاچاهۍ غوره والی درکړی ؤ.
د الله تعالی په پیروئ او د هغه د نواهیو څخه په ځان ژغورلو د خپلو ځانونو او د قیامت ورځې د عذاب تر منځ ډال وګرځوئ، ځکه په دغه ورځ هیڅ نفس بل نفس ته هیڅ ګټه نه شي رسولی او نه ورڅخه بدله منل کېږې که هر څه ډېره هم وي او نه ورته د چا سپارښتنه ګټه رسوي که هر څومره د لوړې رتبې څښتن وي او نه به ورسره مرستندوی وي چې د الله تعالی په وړاندې یې مرسته وکړي.
اې پیغمبره! یاد کړه هغه وخت چې ابراهیم علیه السلام له خپل رب څخه د دعا غوښتلو پر مهال وویل: اې زما پالونکیه! مکه د امن ښار وګرځوه، چې هیچا ته پکې زیان نه رسي او اوسېدونکو ته یې هر ډول مېوې ورکړه، او دا روزې پر تا او د آخرت په ورځ باور لرونکو ته ځانګړې کړه، نو الله تعالی ورته وویل: څوک چې له دوی څخه کافر شول، نو زه به ورته په دنیا کې د لږې ګټې پورته کولو روزي ورکړم، بیا به یې په آخرت کې په زوره د دوزخ اور ته را کش کړم، او د قیامت په ورځ د ور ګرځېدو بد ځای دی.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• أن المسلمين مهما فعلوا من خير لليهود والنصارى؛ فلن يرضوا حتى يُخرجوهم من دينهم، ويتابعوهم على ضلالهم.
که مسلمانان له د یهودیانو او عیسویانو سره هر څومره نیکې وکړي نو هیڅکله به هم دوی ترې خوشاله نه شي، تر څو یې د خپل دین څخه ونه باسي او په ګمراهۍ کې یې پیروي و نه کړي.
• الإمامة في الدين لا تُنَال إلا بصحة اليقين والصبر على القيام بأمر الله تعالى.
په دین کې امامت نه شي تر لاسه کېدی، مګر په سم باور لرلو او د الله تعالی اوامرو منلو کې په صبر کولو سره تر لاسه کېږي.
• بركة دعوة إبراهيم عليه السلام للبلد الحرام، حيث جعله الله مكانًا آمنًا للناس، وتفضّل على أهله بأنواع الأرزاق.
د ابراهیم علیه السلام د دعا برکت چې د مکې ښار ته یې کړې وه، او الله تعالی خلکو ته د امن ښار وګرځوله، او پر اوسېدونکو یې د هر ډول روزۍ لورینه وکړه.