او د الله تعالی له نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې مونږ تاسو ته وویل: بیت المقدس ته ننوځئ او له هغو پاکو شیانو څخه چې هلته دي وخورئ ، له هر ځایه مو چې خوښه وي خوندور او پراخه، او د ننوتلو پر مهال په رکوع او عاجزئ سره ننوځئ او له الله تعالی څخه غوښتنه وکړئ او داسې ووایئ: اې زمونږه ربه! زمونږ تېروتنې وبښه؛ مونږ به ستاسو دعاګانې قبولې کړو او زر ده چې د نېکي کوونکو په کړنو کې به د هغوی د نېکیو برابر ثواب ور زیات کړو.
ياد کړئ کله مو چې د خپل پالونکي له نعمت نټه وکړه؛ نو کوم من او سلوی چې الله درباندې را نازل کړي و له هغو ستړي شوئ او ومو ويل موږ هيڅکله په يوډول نه بدلېدونکي خوړو صبر نشو کولای، نو له موسی - عليه السلام - مو وغوښتل ترڅو له الله ستاسو لپاره وغواړي چې د ځمکې له لوبيا، سبزۍ، ترې چې بادرنګ ته ورته دي خو غټې دي او دانې، عدس او پياز د خوړو په ډول را وباسي؛ نو موسی - عليه السلام - ستاسو د غوښتنې د نه خوښولو په توګه وويل: آيا من او سلوی پر هغه څه بدلوئ چې ترې لږ او ټيټ دي په داسې حال کې چې هغه غوره او ډېر ښه وو او پرته له ستړيا او ستونزې درته راتلل او له همدغې ځمکې هر کلي ته را نازلېدل، نو تاسو په خپلو کښتونو او بازارونو کې موندل، د هغوی د خپلو نفسي غوښتنو او څه چې الله د هغوی لپاره غوره کړي و له هغو څخه د تکراري مخ اړونې له امله پر هغوی سپکاوی, بې وزلي او بې وسي راغله، او د الله له غضب سره را وګرځېدل د هغه له دينه د مخ اړولو او د هغه پر آيتونو د کفر کولو او په تېري او له بريده اوښتلو سره د هغه د نبيانو د وژلو له امله، دا ټول له دې امله چې هغوی له الله سرغړونه وکړه او د هغه له پولو اوښتل.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• كل من يتلاعب بنصوص الشرع ويحرّفها فيه شَبَهٌ من اليهود، وهو مُتوعَّد بعقوبة الله تعالى.
هر هغه څوک چې د شریعت په نصوصو لوبي کوي او هغه بدلوي نو د یهودیانو سره ورته والی لري او الله تعالی ورسره د عذاب ژمنه کړې ده.
• عِظَمُ فضل الله تعالى على بني إسرائيل، وفي مقابل ذلك شدة جحودهم وعنادهم وإعراضهم عن الله وشرعه.
په بني اسرائیلو باندې د الله تعالی د فضل لویوالی او د دې په مقابل کې د هغوی انکار او سرکشي او مخ اړول له الله تعالی او د هغه له شریعت څخه.
• أن من شؤم المعاصي وتجاوز حدود الله تعالى ما ينزل بالمرء من الذل والهوان، وتسلط الأعداء عليه.
د ګناهونو او د الله تعالی له حدودو څخه د تېري کولو سپېره والی دادی چې انسان په ذلت او خواري اخته کوي او دښمنان پرې مسلط کېږي.