یاده کړه ای پیغمبره دا خبره کله چې ویلي و ابراهیم -علیه السلام- ای زما ربه په سترګو را وښایه چې د مړو ژوندي کول څرنګه وي؟ الله تعالی ورته وفرمایل: آیا ته په دې کار باور نلرې؟ ابراهیم -علیه السلام- وفرمایل: ولې نه په تحقیق سره باور لرم، لیکن دزړه ډاډ پرې زیاتوم، الله تعالی ورته امر وکړ او ورته یې وویل: څلور مرغان ونیسه او ځان ته یې نږدې او ټوټه ټوټه یې کړه، او بیا یې پر شاوخوا غرونو ټوټې کیږده، بیا ورته آواز وکړه، را به شي تا ته په تېزه منډه په داسې حال کې چې بېرته به ژوندي شوي وي. او پوه شه ای ابراهیمه چې بیشکه الله تعالی زورور دی پخپله پاچاهۍ کې او حکمت والا دی پخپل کار، او پخپله شرعه، او پخپل مخلوق کې.
عزتمنده وینا چې د يو مومن زړه ته خوشحالي بخښي، او هغه چا ته بخښنه کول چې له تا سره یې بد کړې وي غوره دي له هغه خیرات څخه چې ورپسې ځورونه وي په زبان سره په هغه چا چې خیرات ورکوې، او الله بې پروا دی له خپلو بنده ګانو څخه، او صبرناک دی سمدلاسه چا ته سزا نه ورکوي.
ای هغه کسانو چې په الله مو ایمان راوړی او د هغه د پېغمبر پېروي مو کړې ده، د خپلو خیراتونو ثواب په خیرات خورو باندې په احسان كولو مه بربادوئ او مه یې ځوروئ، د داسې کار کوونکو خلکو مثال د هغه چا په شان دی چې خپل مال دې لپاره لګوي چې خلک یې وویني او صفت یې وکړي، په داسې حال کې چې دې په الله او د قیامت په ورځ هم کافر دی، او د دې ورځې له ثواب او سزا هم منکر دی، نو د داسې کس مثال د ښویه ډبرې په شان دی چې خاوره پرې پرته وي، نو دې ډبرې ته ډېر باران ورسي او خاوره ترې یوسې او ښویه یې پرېږدي چې هېڅ پرې نه وي، نو همدا راز ریا کاران هم دي چې ثواب د کړنو او خیراتونو یې ځي، او د الله تعالی سره یې هېڅ نه پاتې کېږي، او الله تعالی کافرانو ته د هغه څه لارښوونه نه کوي چې دی پرې راضي کېږي او دوی ته د دوی په کړنو او خیراتونو کې ګټه ورسوي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• مراتب الإيمان بالله ومنازل اليقين به متفاوتة لا حد لها، وكلما ازداد العبد نظرًا في آيات الله الشرعية والكونية زاد إيمانًا ويقينًا.
پر الله تعالی د ایمان او یقین مرتبې مختلفې دي چې حد یې نشته څومره چې د یو بنده نظر د الله تعالی په کوني او شرعي آیتونو (نښو) کې زیاتیږي همدومره یې ایمان او یقین هم زیاتیږي.
• بَعْثُ الله تعالى للخلق بعد موتهم دليل ظاهر على كمال قدرته وتمام عظمته سبحانه.
له مرګ وروسته د مخلوقاتو ژوندي کول د الله تعالی په بشپړ توان او پوره لویۍ ښکاره دلیل دی.
• فضل الإنفاق في سبيل الله وعظم ثوابه، إذا صاحبته النية الصالحة، ولم يلحقه أذى ولا مِنّة محبطة للعمل.
د الله تعالی په لار کې د مال لګولو فضیلت او د هغې لویه بدله کله چې ورسره ښه نیت ملګری وي، او ځورونه او زبات ورپورې ونه تړل شي کوم چې کړنه بربادوي.
• من أحسن ما يقدمه المرء للناس حُسن الخلق من قول وفعل حَسَن، وعفو عن مسيء.
د ډیرو ښو کارونو څخه چې یو کس یې خلکو ته وړاندې کوي ښه اخلاق دي چې ښه خبره او ښه کردار دی، او د بد کار څخه بخښنه کول دي.