نو څوک چې له وصیت کوونکي نه په وصیت کې د حق څخه په کوږوالی پوهه شو او یا په وصیت کې په ظلم باندې پوهه شو؛ نو په خپل نصیحت سره یې دغه فساد او کوږوالی برابر کړ او په وصیت یې د خلکو اختلاف ختم کړ، نو پر ده هیڅ ګناه نشته، بلکې هغه ته به په دې اصلاح او برابروالی ثواب او اجر ورکول کېږي، بېشکه الله تعالی د هغو بنده ګانو بښونکی دی چې الله ته توبه وباسي او پر هغوی رحم کوونکی دی.
فرض کړل شوې روژه پر تاسو دا ده چې له کال څخه لږې ورځې روژه ونیسئ، څوک چې له تاسو څخه داسې ناروغ وي چې روژه ورته سخته وي او يا مسافر وي؛ نو د هغه لپاره روا ده چې روژه ونه نيسي، بيا څومره ورځې يې چې نده نيولې د هغو قضايي راوګرځوي، او څوک چې د روژې نيولو توان لري، خو ويې نه نيوله پر هغه فديه لازمه ده چې د هرې نه نيول شوې ورځې په بدل کې به بېوزله ته ډوډۍ ورکوي، خو که تر يو زیات بېوزله ته ډوډۍ ورکړي او يا له روژې سربېره فديه ورکړي دا ورته غوره ده، ستاسو روژه نيول ستاسو لپاره تر خوړولو او فديه ورکولو غوره دي که تاسو پر هغه غوراوي پوه شئ چې په روژه نيولو کې دی، دا حکم د روژې د لومړي مشروعيت په زمانه کې و، نو د چا چې خوښه وه روژه به يې نيوله او که به يې خوښه وه نه به يې نيوله او بېوزله ته به يې ډوډۍ ورکوله، بيا الله له دغه وروسته روژه واجب کړه او پر هر بالغ توان لرونکي يې فرض کړه.
-اې پیغمبره- کله چې زما بنده ګان له تا څخه زما د نږدې والي او دعا قبلولو په هکله پوښتنه وکړي، نو زه هغوی ته نږدې یم، د هغوی په حالاتو خبر او د هغوی دعاګانو اورېدونکی یم، نو هغوی نو هغوی واسطو ته اړتیا نه لري او نه د آواز اوچتولو ته ضرورت لري، زه د هغه دعاګو انسان دعا اورم چې په اخلاص سره له ما څخه دعا وغواړي، نو دوی دې هم زما اوامرو ته غاړه کېږدي او په خپلو ایمانونو دې ټینګ شي؛ ځکه چې همدغه د دوی د دعا د قبلېدو غوره وسیله ده، کېدای شي چې دوی په دې سره په خپلو دیني او دنیوي کارونو کې سمه لاره غوره کړي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• فَضَّلَ الله شهر رمضان بجعله شهر الصوم وبإنزال القرآن فيه، فهو شهر القرآن؛ ولهذا كان النبي صلى الله عليه وسلم يتدارس القرآن مع جبريل في رمضان، ويجتهد فيه ما لا يجتهد في غيره.
الله د رمضان مياشتې ته د روژې په مياشت ګرځولو او په هغې کې د قران په نازلولو سره غوراوی ورکړ، نو هغه د قرآن میاشت ده، ځکه خو نبي صلی الله عليه وسلم له جبرئيل عليه السلام سره په رمضان کې قرآن تېراوه او هغې کې به یې د نورو په پرتله زياته هڅه کوله.
• شريعة الإسلام قامت في أصولها وفروعها على التيسير ورفع الحرج، فما جعل الله علينا في الدين من حرج.
اسلامي شریعت په خپلو اصولو او فروعو کې په اسانتیا بنا دی، نو ځکه خو الله تعالی په مونږ باندې په دین کې څه حرج او مشقت نه دی اچولی.
• قُرْب الله تعالى من عباده، وإحاطته بهم، وعلمه التام بأحوالهم؛ ولهذا فهو يسمع دعاءهم ويجيب سؤالهم.
الله تعالی خپلو بندګانو ته نږدې دی او هغوی یې په احاطه کې دي او د هغوی په ټولو احوالو پوهه دي؛ نو ځکه الله تعالی د هغوی دعا اوري او سوالونه یې قبلوي.