دوی وویل -په داسې حال کې چې د خپل نقص او کمي اعتراف کوونکي وو او ټول فضل یې الله تعالی ته وروګرځولو-: ای ربه! مونږ ستا پاکي او لویي بیانوو له دې څخه چې ستا په فیصله او شریعت نیوکه وکړو، پس مونږ په هېڅ نه پوهېږو پرته له هغه څه چې تا یې مونږ ته علم راکړی دی، بېشکه همدا ته په هر څه داسې پوه یې چې هېڅ هم له تا پټ نه دي، د حکمت څښتن یې چې د خپل تقدیر او شریعت ټول کارونه په خپل ځای کې ږدې.
پس شیطان به تل وسوسې ور اچولې او بد عمل به یې ورته ښایسته کولو؛ تر دې چې ویې ښویول او په ګناه يې اخته کړل او د هغې ونې څخه یې خوراک وکړ چې الله تعالی ترې منع کړي وو، پس سزا یې دا شوه چې د هغه جنت څخه وویستل شول کوم کې چې دوی پکې اوسېدل او الله تعالی دوی دواړو او شیطان ته وویل: زمکې ته ښکته شئ، یو له بل سره به دښمنان یئ، او ستاسې لپاره پر زمکه کې پاتې کېدل او له خیر څخه يې خوند اخیستل دي، تر دې چې ستاسو اجل پوره شي او قیامت راشي.
پس آدم علیه السلام هغه ټکي واخیستل، کوم چې الله تعالی ده ته ورکړل، او الله تعالی ورته په زړه کې همدا ټکي ورواچول، او دا هغه ټکي دي چې په دې وینا د الله تعالی کې یاد شوي دي: (دواړو وویل: ای زمونږ پالونکیه! مونږ په خپلو نفسونو باندې تېری کړی دی او که چېرې ته مونږ ته بښنه ونه کړې او پر مونږ رحم ونه کړې نو خامخا به مونږ له زیانمو څخه شو). (الاعراف: ۲۳) پس الله تعالی یې توبه قبوله کړه او بښنه یې ورته وکړه، پس الله تعالی د خپلو بندګانو خورا ډېر توبه قبلونکی او پر دوی رحم کوونکی دی.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الواجب على المؤمن إذا خفيت عليه حكمة الله في بعض خلقه وأَمْرِهِ أن يسلِّم لله في خلقه وأَمْرِهِ.
کله چې له یو مؤمن څخه د الله تعالی د ځینو مخلوقاتو او کارونو حکمت پټ شي نو پرې واجب ده چې الله تعالی ته په خلق او کارونو کې غاړه کېږدي.
• رَفَعَ القرآن الكريم منزلة العلم، وجعله سببًا للتفضيل بين الخلق.
قرآن کریم د علم منزلت لوړ کړی دی او همدا علم یې د مخلوقاتو ترمینځ د غوراوي (اوچتوالي) لامل ګرځولی دی.
• الكِبْرُ هو رأس المعاصي، وأساس كل بلاء ينزل بالخلق، وهو أول معصية عُصِيَ الله بها.
کبر (لویي کول) د ګناهونو سر دی او پر مخلوقاتو د هر قسم مصیبت نازلېدلو بنسټ دی او همدا لویي لومړۍ ګناه ده چې د الله تعالی نافرماني پرې شوې ده.