سودي شتمنۍ الله تعالی تباه کوي او له منځه یې وړي، یا په حسي ډول سره چې برباد شي او داسې نور، او یا په معنوي ډول چې برکت ترې وباسي، او خیراتونه زیاتوي او وده ورکوي په څو چنده ثواب سره، ځکه نېکي د لس چنده څخه تر اوه سوه چنده تر دې هم زیات چنده زیاتېږي، او د خیرات ورکوونکو په شتمنیو کې برکت اچوي، او الله تعالی هر سر کښه کافر، د سود روا بلونکی، په ګناهونو کې ننوتونکی نه خوښوي.
او که چېرې هغه څه مو ونکړل چې تاسو ته یې امر شوی و نو پوه شئ او د الله او د هغه د رسول لخوا د جنګ باور ولرئ، او که چېرې مو الله تعالی ته توبه وویستله او سود مو پرېښود نو ستاسو حق هماغه اندازه دی کوم رأس مال چې تاسو په پور ورکړی دی له مالونو ستاسو څخه، تاسو به له هیچا سره په زیات مال اخیستلو ظلم نه کوئ او نه به تاسو سره د مال په کمولو ظلم کېږي.
ووېرېږئ د هغې ورځې له عذاب څخه چې تاسو ټول به پکې الله تعالی ته ورګرځئ، او د هغه پر وړاندې به ودرېږئ، بیا به هر نفس ته د هغه د کړنې که ښه وي او که بده وي بدله ورکول کېږي، ظلم به ورسره نه کېږي چې د نیکیو ثواب یې کم شي، او نه به ورسره د ګناهونو په بدل کې د سزا زیاتوالی وشي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• من أعظم الكبائر أكل الربا، ولهذا توعد الله تعالى آكله بالحرب وبالمحق في الدنيا والتخبط في الآخرة.
سود خوړل د لویو ګناهونو څخه دي، له دې کبله الله تعالی سود خوړونکی د ده سره په جنګ او په دنیا کې د تباه کېدو څخه او په آخرت کې ګډ وډ کیدو څخه وېروي.
• الالتزام بأحكام الشرع في المعاملات المالية ينزل البركة والنماء فيها.