بېشکه له دې امت څخه چې کومو کسانو ایمان راوړی او همدا راز هغه کسان چې له پخوانیو امتونو څخه ایمان راوړی او د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه وړاندې وو، لکه یهودیان، عیسویان او صابئین -چې دا د ځینو پېغمبرانو د پېروانو یو ډله ده چا کې چې په الله تعالی او د آخرت پر ورځ ایمان شتون درلود- نو دوی لپاره د الله تعالی په نزد ثواب دی او نه به پر دوی د آخرت په اړه وېره وي او نه به دوی په پاتې شوې دنیا پسې غمجن وي.
پس ستاسو غبرګون دا ؤ چې د کلکې ژمنې له اخیستلو وروسته مو مخ واړولو او نا فرماني مو وکړه، نو که چېرې د الله تعالی فضل پر تاسو نه وای، چې ستاسو ګناهونه یې وبښل او رحمت یې نه وای چې ستاسې توبه یې قبوله کړه؛ نو خامخا به تاسو د دې مخ اړولو او نافرمانۍ له کبله له زیانکارانو ځنې وئ.
دوی موسی علیه السلام ته وویل: له الله تعالی څخه وغواړه چې د هغې غوا پوره صفات مونږ ته بیان کړي د کومې غوا د حلالولو امر یې چې مونږ ته کړی دی، پس هغه ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: دا داسې غوا ده چې نه د ډېر عمر ده او نه وړه ده، بلکې د دې دواړو تر منځ ده، پس د خپل رب امر منلو کې بېړه وکړئ.
پس دوی خپلې جګړې او سرکشۍ ته ادامه ورکړه او موسی علیه السلام ته یې وویل: له خپل رب څخه وغواړه چې مونږ ته د غوا رنګ وښایي، نو موسی علیه السلام ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: بېشکه چې دا زېړه غوا ده، تېز زېړوالی لري، چې هر لېدونکی حېرانوي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الحُكم المذكور في الآية الأولى لِمَا قبل بعثة النبي صلى الله عليه وسلم، وأما بعد بعثته فإن الدين المَرْضِيَّ عند الله هو الإسلام، لا يقبل غيره، كما قال الله تعالى: ﴿ وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْه ﴾ (آل عمران: 85).
په لومړي آیت کې یاد شوی حکم د نبي علیه السلام له بعثت څخه تر مخه پورې اړه لري او د هغه له بعثت څخه وروسته بیا نو د الله تعالی پر وړاندې خوښ دین اسلام دی، له هغه پرته بل دین نه مني، لکه چې الله تعالی فرمایي: (څوک چې له اسلام څخه پرته بل دین غواړي نو هېڅکله به ترې ونه منل شي). آل عمران: ۸۵
• قد يُعَجِّلُ الله العقوبة على بعض المعاصي في الدنيا قبل الآخرة؛ لتكون تذكرة يتعظ بها الناس فيحذروا مخالفة أمر الله تعالى.
کله نا کله الله تعالی په چټکتیا سره د ځینو ګناهونو سزا له آخرت څخه وړاندې په دنیا کې ورکوي، د دې لپاره چې خلک پند واخلي او د الله تعالی د امر له مخالفت څخه ځانونه وساتي.
• أنّ من ضيَّق على نفسه وشدّد عليها فيما ورد موسَّعًا في الشريعة، قد يُعاقَبُ بالتشديد عليه.