او زمونږ له نعمتونو څخه له موسی علیه السلام سره د څلویښتو ورځو ژمنه (نېټه ټاکل) هم یاده کړئ چې د لارښوونې او روښنايي کتاب تورات درته بشپړ نازل شي، بیا په دغه موده کې پرته له دې چې تاسي د خوسي عبادت وکړئ بل څه مو ونه کړل، او تاسو په دې کار سره له زیاتي کوونکو څخه شوئ.
او له هغو نعمتونو څخه دا هم په یاد ولرئ چې مونږ موسی علیه السلام ته تورات ورکړ چې د حق او باطل تر منځ بېلونکی او د لارښوونې (هدایت) او ګمراهۍ تر منځ جلا کوونکی کتاب دی، ښایي د دې پر مټ حق لارې ته لاړ شئ.
او پر تاسو باندې زمونږ له نعمتونو څخه دا هم دي چې مونږ ورېځ (ددې لپاره) راولېږله تر څو له سوځونوکي لمو څخه پر تاسې سیوری شي، کله چې په زمکه کې ورک شوي وئ (لاره مو ورکه کړې وه) او مونږ له خپلو نعمتونو څخه پر تاسو د شاتو په څېر خواږه څښاک او واړه مرغان پاکې غوښې لرونکي چې د مړزانو په څېر دي نازل کړل، او تاسو ته مو وویل: وخورئ له هغه پاکو شیانو څخه چې مونږ تاسو ته درکړي دي. او دوی د دې نعمتونو په انکار او نا شکرۍ سره له مونږ څخه هېڅ کم نه کړل، لیکن دوی په خپلو ځانونو تېری وکړ چې د نېکۍ نصیب یې کم شو او عذاب ته یې ځانونه وړاندې کړل.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• عِظَمُ نعم الله وكثرتها على بني إسرائيل، ومع هذا لم تزدهم إلا تكبُّرًا وعنادًا.
پر بني اسرائیلو د الله تعالی د نعمتونو لویوالی او ډېروالی، چې سره له دې هم د دوی لویي او سرکشي لا زیاته شوه.
• سَعَةُ حِلم الله تعالى ورحمته بعباده، وإن عظمت ذنوبهم.
د الله تعالی د صبر او رحم پراخوالی پر بندګانو باندې، که څه هم چې د دوی ګناهونه ډېر وي.