هغه څه چې تاسو یې د الله د رضا لپاره خرڅ کوئ که لږ وي یا ډیر، او یا یو طاعت د الله لپاره پر ځان لازموئ چې په هغه مکلف نه یاست؛ پس بیشکه الله تعالی په دې ټولو پوه دی، د الله تعالی سره هیڅ شی نه ضایع کیږي، او زر دی چې الله تعالی به تاسو ته د دې لویه بدله درکړي، اونه به وي د ظالمانو لپاره مرستیالان چې منع کوونکي وي واجبو صدقو لره او زیاتی کوونکي وي د الله دحدودو څخه، تر څو لرې کړي له دوی څخه دقیامت د ورځې عذاب.
نه دي لازم په تا ای پیغمبره حق قبلول او غاړه ایښودل د دوی حق ته او دوی حق ته مجبورول، بلکه پر تا لازم ده چې حق ته یې لارښونه وکړې او ور ويې پېژنې، ځکه د حق او هدایت وس یوازې د الله په لاس کې دی، او هماغه لارښونه کوي چا ته چې وغواړي، او د خیر هغه څه چې تاسو يې خرڅ کوئ نو ګټه یې تاسو ته رسي؛ ځکه الله تعالی ترې بې پروا دی، نو ستاسو خرڅ دې یوازې د الله لپاره شي. نو حقیقي مؤمنان خرڅ نه کوي مګر د الله د رضا لپاره، او د خیر هغه څه چې تاسو یې خرڅ کوئ که لږ وي او که ډېر نو تاسو ته به یې بشپړ ثواب درکول شي، ځکه الله تعالی په هیچا ظلم نه کوي.
دا خیراتونه د هغو فقیرانو لپاره وګرځوئ چې د الله په لار کې د جهاد له کبله د سفر او روزۍ ګټلو څخه بند شوي وي، د دوی په حال نا خبره خلک به پرې د شتمنو ګومان کوي له دې کبله چې دوی سوال نه کوي، او پېژني به یې هغه خلک چې د دوی پر نښانونو خبر وي، چې د دوی په ځانونو او کالیو به د نیستۍ ښکاره نښې وي، او د دوی له صفتونو څخه دا دي چې دوی د نورو نیستمنو په څېر نه دي کوم چې د خلکو پسې نښتي سوال کوي، او هغه مال یا نور څه چې تاسو خرڅ کوئ نو الله تعالی پرې پوه دی، او زر دی چې تاسو ته به یې لویه بدله درکړي.
هغه کسان چې خپل مالونه شپه او ورځ د الله تعالی د رضا لپاره لګوي، په پټه او ښکاره بې له ځان ښوونې او اورونې، نو دوی لره د الله تعالی په وړاندې د قیامت په ورځ د دوی ثواب دی، او نه به پر دوی ډار وي په را روانو کارونو کې، او نه به غمجن شي په هغه څه چې له دوی څخه په دنیا کې پاتې شوې دي، دا پر دوی د الله تعالی فضل او نعمت دی.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• إذا أخلص المؤمن في نفقاته وصدقاته فلا حرج عليه في إظهارها وإخفائها بحسب المصلحة، وإن كان الإخفاء أعظم أجرًا وثوابًا لأنها أقرب للإخلاص.