ياد کړه اې نبي کله چې ابراهيم او اسماعيل د کعبې بنسټونه پورته کول او دواړو په عاجزۍ او خوارۍ ويل: اې زموږ پالونکيه! زموږ کړنې را څخه ومنه چې يوه ورڅخه دغه د بيت الله ودانول دي، پرته له شکه ته زموږ د دعاوو اورېدونکی او زموږ پر نيتونو او اعمالو ښه پوه يې.
اې پالونکیه! دوی کې یو پیغمبر را پیدا کړه، چې د اسماعیل علیه السلام له اولادې څخه وي، دوی ته ستا له خوا نازل شوي آیاتونه لولي او ورته د قرآن او سنت ښودنه کوي او له شرک او پلیتیو څخه یې پاکوي؛ بېشکه ته قوي، برلاسی یې او په کړنو او احکامو کې د حکمت څښتن یې.
او هیڅوک د ابراهیم علیه السلام له دین څخه بل دین ته نه ګرځي پرته له هغه چا چې د بې عقلۍ او بد تدبیر له امله یې پر خپل ځان تېری کړی وي او حق یې د ګمراهۍ لپاره پریښی وي، په ذلت خوښ وي، او بېشکه مونږ دی په دنیا کې خپل خلیل او پیغمبر نیولی ؤ، او یقینا هغه به په آخرت کې هرومرو له نیکانو څخه وي، هغه کسان چې څه پرې الله تعالی واجب کړي هغه یې تر سره کړي، نو لوړې درجې یې تر لاسه کړي.
آیا تاسو د یعقوب علیه السلام د مرګ پر مهال حاضر وئ چې ده له خپلو زامنو څخه پوښتنه کوله: زما له مرګه وروسته به د څه شي بندګي کوئ؟ دوی ورته په ځواب کې وویل: مونږ به د هغه یو معبود بندګي کوو چې ستا او ستا د پلرونو ابراهیم او اسماعیل او اسحاق معبود دی، چې هغه یو دی او شریک نه لري او مونږ ټول یوازې هغه ته غاړه ایښودونکي یو.
دا یو امت ؤ چې د نورو امتونو په څېر تېر شو او کوم عمل یې چې وړاندې کړی ؤ هغه ته ورسېدل، پس د هغوی لپاره د هغوی ښې او بدې کړنې دي او ستاسې لپاره ستاسو ستاسې کړنې دي او له تاسو څخه به د هغوی د کړنو پوښتنه نه کېږي او له هغوی څخه به ستاسو د کړنو پوښتنه نه کېږي او نه به یو کس د بل په ګناه نېول کېږي، بلکې هر څوک به د خپلو کړنو سزا ویني، نو تاسې دې د پخوانیو (قومونو) کړنې داسې نه مشغوله کوي چې خپلې کړنې له پامه وغورځوئ، پس هیچاته د الله تعالی له رحمت څخه وروسته له خپل نیک عمل نه پرته بل هیڅ شی ګټه نه شي رسولی.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• المؤمن المتقي لا يغتر بأعماله الصالحة، بل يخاف أن ترد عليه، ولا تقبل منه، ولهذا يُكْثِرُ سؤالَ الله قَبولها.
پرهېزګاره مومن په خپلو نېکو عملونو نه مغروره کېږي، بلکې وېرېږي چې عملونه یې رد او ونه منل شي، له دې امله له الله تعالی څخه ډېره غوښتنه کوي چې عمل یې قبول شي.
• بركة دعوة أبي الأنبياء إبراهيم عليه السلام، حيث أجاب الله دعاءه وجعل خاتم أنبيائه وأفضل رسله من أهل مكة.
د پیغمبرانو د پلار ابراهیم علیه السلام د دعاء برکت دی چې الله تعالی یې دعا ومنله او وروستی او غوره پیغمبر یې د مکې له خلکو څخه وګرځولو.
• دين إبراهيم عليه السلام هو الملة الحنيفية الموافقة للفطرة، لا يرغب عنها ولا يزهد فيها إلا الجاهل المخالف لفطرته.
د ابراهیم علیه السلام دین حق او له فطرت سره سم دین دی، چې له هغه څخه پرته له ناپوهه او له روغ فطرت څخه مخالف کس بل څوک مخ نه اړوي.
• مشروعية الوصية للذرية باتباع الهدى، وأخذ العهد عليهم بالتمسك بالحق والثبات عليه.
اولاد ته د هدایت د پیروۍ د سپارښتنې (وصیت) جواز او له دوی څخه ژمنه اخیستل چې په حق به کلک او همیشه اوسي.