او د الله تعالی ذکر وکړئ په الله اکبر ویلو سره او په لا اله الا الله ویلو سره په هغو لږو ورځو کې؛ چی هغه: یولسم دولسم او د یارلسم د ذې الحجې دي، نو پس چا چې بېړه وکړه او له منی څخه د جمراتو د ویشتلو نه وروسته په دولسم د ذی الحجی ووتو، نو هغه ته دا جایز دي او پر هغه څه ګناه نشته؛ ځکه چې الله تعالی هغه ته دا آسانتیا ورکړې ده او څوک چې دیارلسمي ورځې ته پاتي شو، تر دې چې جمرات وولي، نو هغه ته هم دا جایز دي او په هغه باندې په دې کې څه حرج او ګناه نشته، او هغه په پوره طریقې سره ادا کړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طریقې تابعداري یې وکړه، دا ټول د هغه چا لپاره دي چې په خپل حج کې له الله تعالی څخه وویریږي او حج داسې وکړي لکه څنګه چې پرې الله تعالی امر کړی دی، او تاسو له الله تعالی څخه ووېرېرئ د هغه د حکمونو په عملی کولو سره او د هغه له نواهیو څخه په ځان ساتلو په وسیله، او باور ولرئ چې تاسو به یوازې الله تعالی ته ورګرځئ، نو پس تاسې ته به ستاسو د عملونو بدله درکوي.
او ځنې خلک دوه مخي (منافق) وي، په دنیا کې د هغوئ خبری تا په تعجب کې اچوي -اې پیغمبره-، نو ته به هغه وینې چې ډېرې ښې خبرې به کوي، تر دې چې ته به یې رښتینی خیرخواه ګڼي، مګر د هغه قصد او هدف د خپل ځان او مال ساتل وي، او الله تعالی به ګواه کوي -حال دا چې هغه به دروغجن وي- په هغه څه چې د هغه په زړه کې کوم خیر او ایمان دی، او له مسلمانانو سره به سخت جګړه مار او دښمني کوونکی وي.
او کله چې ستا نه وګرځي او لاړ شي، نو بیا په زمکه کې په ګناهونو کولو سره د فساد کوشش کوي، او فصل هم خرابوي، او څاروي هم وژني، او الله تعالی نه په زمکه کې فساد خوښوي او نه هم مفسدین.
او کله چې دغه مفسد ته -د خیرخواهۍ په طریقه- وویل شي، چې له الله تعالی نه ووېرېږه، د هغه د پولو په عزت کولو سره او د هغه له نواهیو څخه په ځان ساتلو سره، نو ځان غوښتنه او تکبر هغه حق ته له ګرځېدلو څخه بند کړي، او په ګناهونو کې نور هم ډوب شي، نو هغه سزا (بدله) چې هغه ته بسنه کوي، د جهنم اور ته داخلېدل دي او ډېر بد ځای د اوسیدلو دی د هغه ځای د اوسېدونکو له پاره.
او له خلکو نه ځنې مومن وي چې خپل ځان خرڅوي، پس د خپل رب په اطاعت کې یې لږوې، او د خپل رب په لاره کې جهاد کوي او د هغه رضا حاصلول غواړي او الله تعالی پر خپلو بندګانو بې ساری رحم کوونکی او ډېر مهربانه دی.
ای هغو کسانو چې پر الله تعالی مو ایمان راوړي او د هغه د رسول تابعداري مو کړې، په ټول اسلام کې پوره پوره ننوځئ او له هغه څخه هیڅ حکم مه پرېږدئ، (نه هغه شان) لکه څنګه چې یهود او نصاری کوي، چې پر یوه برخه د آسماني کتاب ایمان راوړي او پر ځنو یې کفر کوي او تاسو د شیطان د لارو تابعداري مه کوئ؛ ځکه چې هغه ستاسو دښمن دی، داسې دښمن چې ښکاره دښمني درسره کوي.
بیا که چېرې له تاسو څخه خطا او له حق څخه کوږوالی وشو وروسته له هغې نه چې تاسو ته ښکاره دلیلونه او معجزې راغلي دي، داسې معجزې او دلیلونه چې هیڅ شک او شبهه پکې نه شته؛ نو پس پوهه شئ چې الله تعالی ډېر غالب دی په خپل قدرت او غصه کې، حکمت والا دی په خپلو ټولو کارونو او حکمونو کې، نو پس تاسو له الله تعالی څخه ووېرېږئ او د هغه تعظیم وکړئ.
انتظار نه کوي دا د شیطان تابعداران او د حق نه اوښتونکي کسان، مګر دا چې الله تعالی راشي دوئ ته د قیامت په ورځ په داسې راتګ سره چې د الله د شان سره مناسب دی، د وریځو په سیوري کې د دې لپاره چې د دوئ ترمنځ فیصله وکړي او ملایکی به هم راشي چې له هر لوري به له دوئ څخه راچاپېره شوې وي او په دغه وخت کې به په دوئ باندې د الله تعالی فیصله وشي او الله تعالی به د دوئ له فیصلې څخه فارغ شي او د مخلوقاتو ټولې چارې او کړنې یوازې الله تعالی ته ورګرځي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• التقوى حقيقة لا تكون بكثرة الأعمال فقط، وإنما بمتابعة هدي الشريعة والالتزام بها.