الله تعالی تاسو په هغو قسمونو نه محاسبه کوي چې پرته له قصد نه ستاسو پر ژبو باندې راځي؛ لکه: نه په الله قسم دی، هو په الله قسم دی. پس په داسې قسم باندې کفاره او څه سزا نشته، خو تاسو سره په هغه څه حساب کوي چې قصدا یې کوئ له دغو قسمونو نه، او الله تعالی د خپلو بندګانو د ګناهونو بښوونکی او صبر کوونکی دی چې په بېړه سزا نه ورکوي، صبر ناک دې په تلوار سره سزا نه ورکوي.
هغه کسان چې قسمونه کوي له خپلو ښځو سره د جماع کولو نه انتظار د یوې مودې چې د څلورو میاشتو نه نه اوړي، چې د قسم کولو د میاشتې نه شروع کېږی او هغه ته (ایلاء) ویل کېږي، نو که چېرې له خپلو ښځو سره جماع کولو ته راوګرځېدل، وروسته له قسم کولو نه په دغو څلورو میاشتو کې او یاد له دې څخه کمه موده کې؛ نو پس الله تعالی بښوونکی دی، هغه ګناهونه ورته بښي کوم چې له دوی څخه شوي دي، او مهربانه دی په هغوی، ځکه چې کفاره یې ورته د قسم د ماتولو لپاره جایز کړې ده.
او که چېرې دوی د طلاق کولو قصد او اراده وکړي چې هیڅکله به خپلو ښځو سره جماع نه کوي او له خپل قسم څخه به نه ګرځي، نو بېشکه الله تعالی د دوی د ویناګانو اوریدونکی دی چې یو له هغو نه طلاق دی، د هغوی په حالاتو او مقصدونو خبر دی، او د هغو له مخې به دوی ته جزا ورکوي.
او طلاقی کړل شوې ښځې دې انتظار وکړي تر راتګ د درې حیضونو، په دې موده کې به بل چا سره نکاح نه کوي، او دوی ته جایز نه ده چې پټ کړي هغه حمل چې الله تعالی پیداکړي وي د دوئ په بچي دانۍ کې، که چېرې دوی رښتینې وي په ایمان لرلو کې په الله تعالی او په ورځ د آخرت، او خاوندان د دوی چې طلاق یې ورته ورکړی دی ډیر حقدار دي چې بېرته خپلو ښځو ته د عدت په موده کې رجوع وکړي، که چیرته دوی په دې رجوع سره هدف مینه او محبت وي او لرې کول د هغه حسد او کینې وي چې د طلاق په وجه د دې دواړو ترمنځ واقع شوی ؤ، او ښځو ته هم هغه شان حقوق دي لکه څنګه چې د دوی د خاوندانو دي، په هغه طریقه چې خلکو کې رواج وي، او سړي د ښځو نه اوچت دي په فضیلت کې، له وجې د اداره کولو د کور او له وجې د طلاق نه، او الله تعالی زورور دی هيڅ شی ورباندې نه شي غالب کېدلی، په خپلو حکمونو او کارونو کې حکمت والا دی.
نو که چېرې خاوند درېیم طلاق ورکړ، نو بیا یې ورسره نکاح جایز نه ده، تر هغو چل له بل سړي سره په صحیح توګه، او رغبت سره چې د بېرته پرېښودلو هدف یې نه وي، نکا وکړي او په دې نکاح کې ورسره کوروالی (جماع) وکړي. نو که چېرې بیا دویم خاوند طلاقه کړه او یا مړ شو؛ نو په دې ښځه او لومړي خاوند څه ګناه نشته چی بېرته له یو بل سره په نوي عقد او مهر باندې نکاح وکړي، که چېرې د دوی دواړو غالب ګمان دا وي چې دوی به له یو بل سره په شرعي طریقه ژوند تېروي، او دا شریعت احکام دي، الله تعالی یې هغو خلکو ته بیانوي چې د الله تعالی احکام او پولې پېژني؛ ځکه چې هم دوی به له دې څخه ګټه پورته کوي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• بيَّن الله تعالى أحكام النكاح والطلاق بيانًا شاملًا حتى يعرف الناس حدود الحلال والحرام فلا يتجاوزونها.
الله تعالی د نکاح او طلاق احکام په پوره توګه روښانه کړي د دې لپاره چې خلک د حلال او حرامو پولې وپېژني او تجاوز ترې ونه کړي.
• عظَّم الله شأن النكاح وحرم التلاعب فيه بالألفاظ فجعلها ملزمة، وألغى التلاعب بكثرة الطلاق والرجعة فجعل لها حدًّا بطلقتين رجعيتين ثم تحرم عليه إلا أن تنكح زوجا غيره ثم يطلقها، أو يموت عنها.
الله د نکاح شان لوی ښودلی او په هغې کې يې په الفاظو لوبې ناروا بللي دي او هغه الفاظ يې لازموونکي ګرځولي دي او په ډېر طلاق ورکولو او رجعت کولو سره يې لوبې لغوه کړې دي او په دوو رجعي طلاقو يې حد ورته ټاکلی دی، چې بيا وروسته تر دې مېرمن حراميږي، مګر دا چې له بل مېړه سره نکاح وکړي، بيا يې هغه طلاقه کړي او يا ترې مړ شي.
• المعاشرة الزوجية تكون بالمعروف، فإن تعذر ذلك فلا بأس من الطلاق، ولا حرج على أحد الزوجين أن يطلبه.
د ښځې او خاوند کورنی ژوند به د شرعی مطابق په ښې طریقې سره وي، نو که چېرې دا کار ناشونی شو، نو بیا طلاق ورکول څه پروا نه کوي، او بیا په دې کې څه ګناه نه شته چې یو له دوی نه د طلاق غوښتنه وکړي.