የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ

የገፅ ቁጥር:close

external-link copy
94 : 2

قُلْ اِنْ كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الْاٰخِرَةُ عِنْدَ اللّٰهِ خَالِصَةً مِّنْ دُوْنِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: که چېرې جنت په آخرت کې یوازې ستاسو لپاره وي او بل څوک له تاسو پرته نه شي ورتللای؛ نو بیا خو تاسو د مرګ غوښتنه وکړئ؛ چې دا ستره درجه په بېړه ترلاسه کړئ او د دنیا له ستړیاوو او غمونو آرام شئ، که چېرې تاسو په خپلو دې دعوه کې رښتوني یاست. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 2

وَلَنْ یَّتَمَنَّوْهُ اَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالظّٰلِمِیْنَ ۟

او کله به هم دوی د مرګ هیله ونه کړي؛ له دې کبله چې دوی په ژوند کې پر الله تعالی کفر کړی دی، د هغه پیغمبران يې درواغجن ګڼلي، کتابونه یې تحریف کړي دي او الله تعالی پر دوی او نورو ظالمانو ښه پوه دی، او زر دی چې هر چا ته د هغې د کړنې بدله ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 2

وَلَتَجِدَنَّهُمْ اَحْرَصَ النَّاسِ عَلٰی حَیٰوةٍ ۛۚ— وَمِنَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا ۛۚ— یَوَدُّ اَحَدُهُمْ لَوْ یُعَمَّرُ اَلْفَ سَنَةٍ ۚ— وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهٖ مِنَ الْعَذَابِ اَنْ یُّعَمَّرَ ؕ— وَاللّٰهُ بَصِیْرٌ بِمَا یَعْمَلُوْنَ ۟۠

اې پیغمبره! ته به هرومرو یهودیان په ژوند باندې تر نورو خلکو زیات حریصان بیامومې که هر څومره یې سپک ژوند هم وي، بلکې د هغو مشرکانو څخه هم دوی پر ژوند ډېر حریصان دي چې په قیامت او حساب باور نه لري، او حال دا چې دوی په قیامت او حساب باور هم لري؛ خو دوی هر یو خوښوي چې زرو کالو ته یې عمر ورسي او دا اوږد عمر دوی د الله تعالی له عذاب څخه لرې کولای نه شي که هر څومره وي او الله تعالی د دوی د کړنو څارونکی او لیدونکی دی، هیڅ هم ترې پټ نه دي او د ټولو سزا به ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 2

قُلْ مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِّجِبْرِیْلَ فَاِنَّهٗ نَزَّلَهٗ عَلٰی قَلْبِكَ بِاِذْنِ اللّٰهِ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ وَهُدًی وَّبُشْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟

ته -ای پېغمبره- هغو یهودانو ته ووایه چې وایي: (د ملائکو له ډلې څخه جبریل زمونږ دښمن دی): څوک چې د جبریل سره دښمني کوي نو همدا جبریل دی چې قرآن یې د الله تعالی په حکم سره ستا زړه ته راوړی دی، چې تصدیقونکی دی د هغه اسماني کتابونو چې مخکې تېر شوي دي؛ لکه تورات انجیل، او د خېر لارښوونکی دی، او مومنانو ته زېرې ورکونکی دی چې الله تعالی دوی ته کوم نعمتونه چمتو کړي دي، نو څوک چې په دې صفتونو کس سره دښمني لري هماغه ګمراه دی. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 2

مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِّلّٰهِ وَمَلٰٓىِٕكَتِهٖ وَرُسُلِهٖ وَجِبْرِیْلَ وَمِیْكٰىلَ فَاِنَّ اللّٰهَ عَدُوٌّ لِّلْكٰفِرِیْنَ ۟

څوک چې د الله او د هغه د پرښتو دښمن وي، او د هغو دوه نږدو پرښتو چې جبریل او میکائیل دي دښمن وي؛ نو بېشکه الله تعالی ستاسو او نورو کافرانو دښمن دی، او الله تعالی چې د چا دښمن شو نو هغه په ښکاره تاوان کې دی. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 2

وَلَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ ۚ— وَمَا یَكْفُرُ بِهَاۤ اِلَّا الْفٰسِقُوْنَ ۟

ای پیغمبره! مونږ تا ته ښکاره نښې در لیږلي دي چې ستا د نبوت او تا ته د راغلې وحې په رښتېنولی دلالت کوي او په دې ښکاره او واضحو دلائلو نه کافر کېږي مګر هغه خلک چې د الله تعالی له دین څخه وتلي وي. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 2

اَوَكُلَّمَا عٰهَدُوْا عَهْدًا نَّبَذَهٗ فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

او د یهودیانو له بدو حالاتو څخه دا دی چې کله هم دوی د محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت د ایمان لرلو ژمنه وکړي -چې تورات هم په دې دلالت کوي- نو یوه ډله له دوی څخه ژمنه ماتوي، بلکې زیات یهودیان د الله تعالی لخوا پر رالېږل شوي کتاب رښتونی باور نه لري؛ ځکه چې ایمان په ژمنه وفا کولو ته سړی هڅوي. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 2

وَلَمَّا جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِیْقٌ مِّنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ ۙۗ— كِتٰبَ اللّٰهِ وَرَآءَ ظُهُوْرِهِمْ كَاَنَّهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ؗ

او کله چې دوی ته محمد صلی الله علیه وسلم د الله له لوري د پیغمبر په توګه راغی او له تورات سره سم یې د پېغمبر صفات وړاندې کړل، نو یوې ډلې ترې مخ واړولو او بې پرواهۍ سره یې شاګانو ته وغورځولو، د هغه جاهل د حالت په څېر چې د حق او هدایت څخه ګټه نه پورته کوي او نه پرې پروا لري. info
التفاسير:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• المؤمن الحق يرجو ما عند الله من النعيم المقيم، ولهذا يفرح بلقاء الله ولا يخشى الموت.
رښتینۍ مؤمن د الله تعالی تل پاتې نعمتونو هیله لري، نو ځکه د الله تعالی ملاقات ته خوشالېږي او له مرګ څخه نه وېرېږي. info

• حِرص اليهود على الحياة الدنيا حتى لو كانت حياة حقيرة مهينة غير كريمة.
د دنیا پر ژوند د یهودیانو حرص، که څه هم ډېر سپک، ذلیل او بې عزته ژوند وي. info

• أنّ من عادى أولياء الله المقربين منه فقد عادى الله تعالى.
څوک چې د الله تعالی نږدې دوستانو سره دښمني کوي، نو (داسې ده) لکه چې له الله تعالی سره دښمني کوي. info

• إعراض اليهود عن نبوة محمد صلى الله عليه وسلم بعدما عرفوا تصديقه لما في أيديهم من التوراة.
د محمد - صلی الله عليه وسلم - له نبوت څخه د يهودو مخ اړول وروسته له هغه و چې د هغه تصديق يې له هغوی سره په شته تورات کې وپېژانده. info

• أنَّ من لم ينتفع بعلمه صح أن يوصف بالجهل؛ لأنه شابه الجاهل في جهله.
څوک چې له خپل علم څخه ګټه نه پورته کوي، نو سمه ده چې جاهل (ناپوهه) وبلل شي؛ ځکه چې دا کس په نا پوهۍ کې جاهل ته ورته دی. info