وَاِنْ طَلَّقْتُمُوْهُنَّ مِنْ قَبْلِ اَنْ تَمَسُّوْهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِیْضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ اِلَّاۤ اَنْ یَّعْفُوْنَ اَوْ یَعْفُوَا الَّذِیْ بِیَدِهٖ عُقْدَةُ النِّكَاحِ ؕ— وَاَنْ تَعْفُوْۤا اَقْرَبُ لِلتَّقْوٰی ؕ— وَلَا تَنْسَوُا الْفَضْلَ بَیْنَكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
او که چیري تاسو هغه ښځې طلاقی کړئ چې نکاح مو ورسره تړلې وي او مهر مو هم ورته ټاکلی وي، خو کوروالی مو ورسره نه وي کړی، نو په تاسو باندې د ټاکل شوي مهر څخه نیم مهر ورکول واجب دي، مګر دا چې هغوی (هغه مهر) تاسې ته وبښي -که چېرې بالغې وي- او یا خاوندان هغوی ته ټاکل شوی مهر پوره وسپاري، او دا چې تاسو یو بل ته په حقونو کې بښنه وکړئ د الله تعالی وېرې او تابعدارۍ ته ډېر نږدې (کار) دی، او -ای خلکو- پر یو بل باندې مهرباني کول، او یو بل ته په حقونو کې بښنه کول مه پرېږدئ، بېشکه الله تعالی هغه چارې چې تاسې یې ترسره کوئ، ویني، نو په نیکیو کې هڅه وکړئ چې د الله تعالی ثواب حاصل کړئ.
التفاسير: