لَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ اِنْ طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ مَا لَمْ تَمَسُّوْهُنَّ اَوْ تَفْرِضُوْا لَهُنَّ فَرِیْضَةً ۖۚ— وَّمَتِّعُوْهُنَّ ۚ— عَلَی الْمُوْسِعِ قَدَرُهٗ وَعَلَی الْمُقْتِرِ قَدَرُهٗ ۚ— مَتَاعًا بِالْمَعْرُوْفِ ۚ— حَقًّا عَلَی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
پر تاسو څه ګناه نشته کله چې تاسو هغه ښځې طلاقې کړئ چې عقد نکاح مو ورسره کړي وي، خو کوروالی (جماع) مو ورسره نه وي کړې او مهر مو هم نه وي ټاکلی، نو که په دې حال کې مو هغوی ته طلاق ورکړ، نو په تاسو باندې هغوئ ته مهر ورکول واجب نه دي، بلکې واجب داده چې يو څه مصرف (خرڅ) هغوی ته ورکړئ چې ګټه ترې واخلي، او د خپلو زړونو خفګان پرې ټکور کړي، له توان او وس سره سم، که څوک مالدار وي باید ډیر مال ورکړي او که څوک غریب وي نو لږ مال دې وکړي، او دا مال ورکول ثابت حق دی په هغه چاچې په خپلو کارونو او معاملاتو کې نیکي کوونکي وي.
التفاسير: