بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو هیڅ کله به دفع نه کړي د هغوی نه مالونه د هغوی او اولادونه د هغوی د الله تعالی د عذاب نه هیڅ شی، د هغوی نه به عذاب دفع نه کړي، او نه به هغوی ته د الله تعالی رحمت راجلب کړي، بلکه نور به ورله هم عذاب او پښیمانتیا زیاته کړي، او دغه کسان خاص هم دوی د جهنم د اور والا دي چې تل به پکې وي.
-ای مومنانو- که چیرته تاسو ته څه نعمت درورسیږي پر دښمن برلاسی او یا په مال او اولاد کې ډیروالی، نو دوی ته پرې غم او خفګان رسیږي، او که چیرته تاسوته څه تکلیف درورسیږی لکه د دښمن غلبه په تاسو باندې او یا په مال او اولاد کې کمي، نو هغوی پدې باندې خوشحالیږی، او ستاسو په هر مصیبت باندې خوشحالیږی، او که چیرې تاسو د الله تعالی په اوامرو او د هغه په تقدیر باندې صبر وکړئ، او د هغه له غصې نه ځان وساتئ؛ نو تاسو ته د هغوی چلونه او تکلیفونه هیڅ ضرر نه شی دررسولی، بیشکه الله تعالی په هغو چلونو ښه پوهیږی چې دوی یې کوي، او دوی به ناهیلي وګرځوي.