او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې الله تعالی مضبوط لوظ واخیست د اهل کتابو له علماو نه چی یهود او نصاری دي؛ خامخا به تاسو بیانوئ خلکو ته د الله تعالی کتاب، او نه به پټوئ کوم هدایت چې په دې کې وي، او نه به پټوي هغه څه چې دلالت کوي په پیغمبرۍ د محمد -صلی الله علیه وسلم- ، نو نه و ( د دوی جواب) مګر دا چې لوظ یې مات کړ، او هیڅ نظر یې ورته ونه کړ، نو بس دوی حق پټ کړ او باطل یې ښکاره کړ، او د الله تعالی لوظ یې په ډیر ناڅیزه قیمت باندې بدل کړ، لکه شهرت او مال چې کیدای شی دوی یې حاصل کړي، نو بس ډیر بد دی دا قیمت چې دوی یې بدلوي د الله تعالی په لوظونو.
او خاص یو الله تعالی لره دی د بل چا د پاره نشته اختیار د آسمانونو او ځمکو او د هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي په پیدایښت او تدبیر کې، او الله تعالی په هر شی باندې قادر دی.
یقینا له نشت نه د اسمانونو او ځمکو په پیدا کولو کې پرته له مخکنۍ بیلګې څخه او یو بل پسې د شپې او ورځې تګ راتګ او په هغه توپير چې د دوی په اوږدوالی او لنډوالي کې دی؛ خامخا ښکاره دلیلونه دي د سالم عقل خاوندانو لپاره، ښودنه کوي دوی ته د دنیا په پیداکوونکي چې یواځې د عبادت مستحق دی.
او دا هغه کسان دی چې یادوي الله تعالی په هر حال کې، د ودریدو په حال کې، د کیناستلو په حال کې، او د څملاستلو په حال کې، او خپل سوچ د اسمانونو او ځمکو په پیدایښت کې په کار اچوي؛ او وایې: ای ربه! تا ندي پیداکړي دا لوی مخلوق بې فایدي، ته له عبث کار نه پاک یې، نو بس مونږ وساته د جهنم له اور نه په توفیق راکولو د نیکو کارونو او په ځان ساتلو له ګناهونو څخه.
نو پس ته چې څوک داخل کړې اور ته -ای ربه- له خپلو بندګانو څخه نو یقینا هغه تا سپک کړ او رسوا دې کړ، او نشته ظالمانو لره د قیامت په ورځ څوک مرستندوی چې د الله تعالی له عذاب او سزا څخه یې وژغوري.
ای ربه زمونږه! او راکړې مونږ ته هغه چې وعده دې کړې مونږ سره ستا د پیغمبرانو په ژبه، له هدایت او کامیابۍ څخه په دنیا کې، او ته مونږ مه رسوا کوه د قیامت په ورځ په ننویستلو د جهنم اور ته، ته کریم يې -ای ربه- د وعدې خلاف نه کوې.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• من صفات علماء السوء من أهل الكتاب: كتم العلم، واتباع الهوى، والفرح بمدح الناس مع سوء سرائرهم وأفعالهم.
د اهل کتابو د بدو عالمانو له ځانګړتیاوو څخه ځنې یې عبارت دي له: د علم پټول، د خواهشاتو پیروي کول او د خپلو ناوړه رازونو او کړنو سره سره د خلکو په ستاینه خوشحاله کیدل.
• التفكر في خلق الله تعالى في السماوات والأرض وتعاقب الأزمان يورث اليقين بعظمة الله وكمال الخضوع له عز وجل.
په اسمانونو او زمکه کې د الله تعالی په مخلوقاتو کې فکر کول او د وخت اوختل راوختل انسان ته د الله تعالی پر لوی والي باور ورپه برخه کوي او په پوره توګه هغه ته تسلمیږي.
• دعاء الله وخضوع القلب له تعالى من أكمل مظاهر العبودية.
د الله تعالی نه دعا غوښتل او هغه ته د زړه عاجزي کول د پوره بندګۍ نښه ده.