دا اوختل او مخ اړول له حق څخه ځکه دي چې دوی به دعوه لرله چې دوی ته به د قیامت په ورځ اور نه رسي پرته له لږو ورځو، بیا به جنت ته داخل شي، نو همدې له ځان څخه جوړ شوي ګومان او دروغو او باطلو خبرو په دوکه کې واچول نو په الله تعالی او د هغه پر دین زړور شول.
نو څرنګه به وي حال او پښیمانتیا د دوی؟ زر دی چې ډېره بده به وي، کله چې مونږ دوی لره را غونډ کړو د حساب لپاره په هغه ورځ چې هېڅ شک پکې نشته چې د قیامت ورځ ده، او ور به کړل شي هر نفس ته بدله د عمل د ده څومره چې وړ وي، پرته له ظلم او نیکیو کمولو، یا ګناهونو زیاتولو.
او ستا د قدرت له ځینو نښو څخه دا دي چې بېشکه ته شپه په ورځ کې ننباسې نو د ورځې وخت اوږد شي، او ورځ په شپه کې ننباسې نو د شپې وخت اوږد شي، او ژوندی له مړي څخه را وباسې، په شان د راویستلو د مومن له کافر څخه، او فصل له تخم (دانې) څخه، او مړی له ژوندي را وباسې؛ لکه کافر له مومن څخه، او هګۍ له چرګې څخه، او پراخه روزي ورکوې چاته چې وغواړې پرته له حساب او شمېر.
ورته ووایه -ای پېغمبره-: که چېرې تاسو پټ کړئ هغه څه چې ستاسو په سینو کې دي له هغه څه څخه چې تاسو ترې منع شوي یاست لکه د کافرانو سره دوستي کول، او یا یې ښکاره کړئ، الله پرې پوهېږي، او هېڅ شی ترې نشي پټېدلای، او پوهېږي په هغه څه چې په آسمانونو کې دي او ځمکه کې دي، او الله تعالی په هر څه واکمن دی، هېڅ یې نه شي عاجز کولی.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• أن التوفيق والهداية من الله تعالى، والعلم - وإن كثر وبلغ صاحبه أعلى المراتب - إن لم يصاحبه توفيق الله لم ينتفع به المرء.
بېشکه توفیق او هدایت د الله لخوا دی، او علم -که هر څومره ډېر هم شي او خاوند یې لوړو مرتبو ته ورسي- خو چې د الله تعالی توفیق ورسره نه وي سړی ترې هېڅ ګټه نشي اخیستلای.
• أن الملك لله تعالى، فهو المعطي المانع، المعز المذل، بيده الخير كله، وإليه يرجع الأمر كله، فلا يُسأل أحد سواه.
بېشکه پاچاهي د الله تعالی ده، هماغه ورکوونکی او منع کوونکی دی، عزت ورکوونکی او ذلت ورکوونکی، د ده په لاس کې ټول خیر دی، او همده ته ټول کارونه ورګرځي، نو له ده پرته له بل چا غوښتنه نه کېږي.
• خطورة تولي الكافرين، حيث توعَّد الله فاعله بالبراءة منه وبالحساب يوم القيامة.
کافرانو سره د دوستۍ ننګونه، ځکه چې الله تعالی یې کوونکی په بېزارۍ او د قیامت په ورځ د حساب څخه ویروي.