او دا متقیان هغه کسان دي چې کله غټه ګناه وکړي، او یا کم کړي خپل ثواب په کولو د وړو ګناهونو، نو الله تعالی یاد کړي، او د الله تعالی وعید (اخطار) نافرمانو خلکو ته راپه یادکړي، او پرهیزګارانو سره د هغه وعدې هم راپه یادې کړي، نو بس غواړي د خپل رب څخه -داسې حال کې چې پښیمانه وي په خپلو ګناهونو- پټول د دوی د ګناهونو او نه رانیول د هغوی په دغو ګناهونو سره؛ ځکه چې ګناهونه نه بخښی مګر یواځې الله تعالی، او په خپلو ګناهونو همیشوالی نه کوي، او پدې هم پوهیږي چې دوی ګناهکار دي، او یقینا الله تعالی ټول ګناهونه بخښي.
دغه کسان چې د دې خایسته صفتونو والا دي، او د دې خایسته خصلتونو والا دي، ثواب د دوئ دا دی چې الله تعالی د دوی ګناهونه پټ کړي، او ورته ترې تېر شي، او دوی لره په اخرت کې جنتونه دي چې بهیږی به لاندې د ماڼیو د هغې نه ویالې، اوسیږي به دوی په دې کې تل، او ډیره خایسته ده دا بدله د هغه چا چې د الله تعالی په طاعت باندې عمل کوي.
او هر کله چې مومنان وازمایل شو په هغه څه چې دوی ته د احد په ورځ رسیدلي و، الله تعالی دوی ته د تعزیې په شکل وویل: یقینا تیرې شوې دي مخکي ستاسو نه د الله تعالی مختلفې طریقې په هلاکولو د کافرانو کې، او ګرځولی یې دی ښه انجام مومنانو لره وروسته د ازمایښت (امتحان) څخه، نو بس تاسو په ځمکه کې وګرځئ او د عبرت په نظر وګورئ چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته د دروغو نسبت کوونکو خلکو انجام څرنګه و؟ کورونه یې ړنګ شول، او بادشاهي يې هم ختمه شوه.
دا قران کریم د حق د بیان لپاره دی او ویره ورکوونکی دی ټولو خلکو لره د باطل نه، او دا ښودنه کوونکی دی د هدایت طرف ته، او منع کوونکی دی متقیانو لره؛ ځکه چې هم دوی د دې قران د هدایت او لارښودنې څخه استفاده کوي.
او تاسو مه کمزوي کیږئ -ای مومنانو- او غم مه کوئ په هغه څه چې تاسو ته د د احد د جنګ په ورځ درورسیدل؛ او دا ستاسو لپاره مناسب هم نه ده، ځکه چې تاسو د ایمان په وجه غالب او اوچت یاست، او د الله تعالی د مرستې، او د هغه د مدد د امید ساتلو په وجه تاسو غالب یاست، که چیرته تاسې په الله تعالی ایمان لرونکي یاست، او یقین کوونکي یاست د هغه په وعدو د خپلو پرهیزګارانو بندګانو سره.