د قیامت په ورځ به هر کس د خپل نیک عمل سره مخ شي چې ټول به ورته راوړل شي کمی به پکې نه وي، او چا چې بد عمل کړی وي ارمان به کوي چې کاشکې د ده او د هغه تر منځ لرې زمانه وای، خو څرنګه دا ارمان د ده پوره کېدلای شي! او الله تعالی تاسو له خپل ځان څخه ویروي، نو د هغه غوصې ته په ګناهونو کولو سره مه مخ کېږئ، او الله پر بندګانو ډېر مهربانه دی، ځکه دوی ویروي او ډاروي.
ورته ووایه -ای پیغمبره- که په ریښتیا د الله تعالی سره مینه کوئ نو د هغه څه په ښکاره او پټه تابعداري وکړئ چې ما راوړي، نو د الله تعالی مینه به ترلاسه کړئ، او ګناهونه به درته وبخښي او الله تعالی بخښونکی دی خپلو هغو بنده ګانو ته چې توبه وباسي، او پر دوی رحم کوونکی دی.
ورته ووایه -ای پېغمبره- د الله تابعداري وکړئ، او د هغه د پېغمبر تابعداري د اوامرو په منلو او له نواهیو څخه ځان ساتلو باندې وکړئ، که چېرې له دې وګرځېدل نو الله تعالی هغه کافران چې د ده او د ده د پېغمبر د امر مخالفت کوونکي وي نه خوښوي.
همدا یاد شوي پېغمبران او د هغوی اولادونه چې د دوی د لارو تابعداري یې کړې، همدوی نسلونه دي چې یو بل څخه را ښکته شوي د الله په یووالي او نیکو عملونو سره، یو له بل څخه د ښو اخلاقو او غوره کړنو میراث اخیستی، او الله تعالی اورېدونکی دی د بندګانو د ویناوو، پوه دی د دوی په کړنو، ځکه خو غوره کوي له دوی څخه څوک چې وغواړي، او خوښوي له دوی څخه څوک چې وغواړي.
نو کله چې حمل پوره شو او هغه څه یې وزېږول چې دده په ګېډه کې وو، په معذرت سره یې وویل -او بېشکه دې هیله لرله چې حمل به نارینه وي-: ای ربه! ما خو ښځینه وزېږوله، او الله ښه پوهه دی په هغه څه چې زېږولی یې دی، او هغه نارینه چې دې یې هیله لرله خو په قوت او پېدایښت کې د هغې ښځېنه په څېر نه دی چې دې ته ورکړل شوه، او ما ورته د مریم نوم ورکړ، او ما دا پر تا وساتله او د دې اولاده هم د شیطان (له شر څخه)؛ چې ستا د رحمت څخه شړل شوی دی.