نو څنګه تاسو په الله تعالی باندې کفر کوئ، وروسته له هغه چې ایمان پرې راوړ، په داسې حال کې چې له تاسې سره پر ایمان د ټینګ پاتې کېدو لوی سبب شته دی. پر تاسې د الله آیاتونه لوستل کېږي، او د هغه پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم یې تاسو ته بیانوي او چا چې د الله تعالی پر کتاب او د هغه د رسول پر سنتو (طریقو) منګولې ولګولې، نو په تحقیق سره الله تعالی دا انسان (هغې) سمې لارې ته برابر کړي دی چې کوږوالی په کې نشته.
او مضبوطې منګولې ولګوئ -اې مومنانو- په قرآن او سنت باندې، او مه کوئ هغه څه چې تاسو په اختلاف کې اچوي، او یاد کړئ نعمت د الله تعالی پر تاسو باندې هر کله چې تاسو دښمنان وئ، له اسلام نه مخکې په وړو وړو خبرو به مو له یو بل سره جګړې کولې، نو د اسلام په وجه الله تعالی ستاسو زړونه سره یوځای کړل، او تاسو د اسلام په وجه یو بل سره وروڼه شوئ، په یو بل باندې مهرباني کوونکې د یو بل خیرخواهان شوئ، او له دې نه مخکې تاسو نږدې وئ چې د کفر په وجه د جهنم اور ته ننوځئ، نو پس الله تعالی تاسو ته د اسلام په وجه د هغه نه نجات درکړ او تاسو ته یې ایمان دروښود، او لکه څنګه چې الله تعالی تاسو ته دا بیان کړل همداسې تاسو ته بیانوي هغه څه چې په هغه سره ستاسو د دنیا او آخرت حالات برابرېږي، ددې لپاره چې تاسو سمې لارې ته برابر شئ، او د استقامت په لاره لاړ شئ.
او باید له تاسو څخه -اې مومنانو- یوه ډله وي، چې ټولو هغو ښېګڼو ته بلنه کوي، چې الله تعالی یې خوښوي، او امر کوي پر هغو نیکیو چې اسلام یې ښودنه کړې او عقل یې غوره ګڼي، او له هغو بديو څخه خلک منع کوي چي اسلام ترې منع کړې او عقل یې هم بد ګڼي، او د همدې صفتونو لروونکي په دنیا او آخرت کې هراړخیزه کامیاب دي.
او هغه کسان چې مخونه يې سپین شوي وي د هغوی ځای به د نعمتونو والا جنتونو کې وي، دوئ به همیشه په دې کې وي، پداسې نعمتونو کې چي نه به ختمیږی او نه به بدلیږي.
دا آیتونه چې د الله تعالی وعدې او ګواښونه پکې دی مونږ يې په تاباندې لولو -ای پیغمبره- چې ریښتیا دي په خبرونه کې، او انصاف والا دي په حکمونو کې، او نه دی الله تعالی چې وغواړي ظلم هیڅ یو کس لره د مخلوقاتو څخه، بلکه هیچا لره سزا نه ورکوي مګر په هغه څه چې د هغوی لاسونو کړي وي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• متابعة أهل الكتاب في أهوائهم تقود إلى الضلال والبعد عن دين الله تعالى.
په خواهشاتو کې د اهل کتابو (یهودو او نصاراو) تابعداري کول انسان لاروکۍ ته راکاږي او د الله له دین څخه یي لرې کوي.
• الاعتصام بالكتاب والسُّنَّة والاستمساك بهديهما أعظم وسيلة للثبات على الحق، والعصمة من الضلال والافتراق.
په قران او سنت باندې منګولې لګول او ځان کلکول د هغې په ارشاداتو په حق باندې د ثابت پاتي کیدو غټه وسیله او له ګمراهۍ او اختلاف څخه د ځان ژغورل دي.
• الافتراق والاختلاف الواقع في هذه الأمة في قضايا الاعتقاد فيه مشابهة لمن سبق من أهل الكتاب.
هغه جداوالی او اختلاف چې په دې امت کې د عقیدی په امورو کې دی پدې کې مشابهت دی د هغو اهل کتابو سره چې مخکې تیر شوي.
• وجوب الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر؛ لأن به فلاح الأمة وسبب تميزها.
په نیکیو باندې امر کول او له بدیو څخه منع کول واجب دی؛ ځکه پدې کې د امت کامیابي ده او د دې امت د ځانګړتیا یو سبب دی.