قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ

صفحہ نمبر:close

external-link copy
101 : 3

وَكَیْفَ تَكْفُرُوْنَ وَاَنْتُمْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ اٰیٰتُ اللّٰهِ وَفِیْكُمْ رَسُوْلُهٗ ؕ— وَمَنْ یَّعْتَصِمْ بِاللّٰهِ فَقَدْ هُدِیَ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟۠

نو څنګه تاسو په الله تعالی باندې کفر کوئ، وروسته له هغه چې ایمان پرې راوړ، په داسې حال کې چې له تاسې سره پر ایمان د ټینګ پاتې کېدو لوی سبب شته دی. پر تاسې د الله آیاتونه لوستل کېږي، او د هغه پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم یې تاسو ته بیانوي او چا چې د الله تعالی پر کتاب او د هغه د رسول پر سنتو (طریقو) منګولې ولګولې، نو په تحقیق سره الله تعالی دا انسان (هغې) سمې لارې ته برابر کړي دی چې کوږوالی په کې نشته. info
التفاسير:

external-link copy
102 : 3

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ حَقَّ تُقٰتِهٖ وَلَا تَمُوْتُنَّ اِلَّا وَاَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟

ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري مو کړې ده، له خپل رب څخه په حقه ووېرېږئ، او هغه داسې چې د هغه د حکمونو تابعداري وکړئ او د هغه له نواهیو څخه ځان وساتئ، او د هغه د نعمتونو شکر پرځای کړئ، او په خپل دین باندې ټینګې منګولې ولګوئ، تر دې چې تاسو ته مرګ راشي او تاسې په دې باندې (ټینګ) یئ. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 3

وَاعْتَصِمُوْا بِحَبْلِ اللّٰهِ جَمِیْعًا وَّلَا تَفَرَّقُوْا ۪— وَاذْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ كُنْتُمْ اَعْدَآءً فَاَلَّفَ بَیْنَ قُلُوْبِكُمْ فَاَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهٖۤ اِخْوَانًا ۚ— وَكُنْتُمْ عَلٰی شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَاَنْقَذَكُمْ مِّنْهَا ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اٰیٰتِهٖ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟

او مضبوطې منګولې ولګوئ -اې مومنانو- په قرآن او سنت باندې، او مه کوئ هغه څه چې تاسو په اختلاف کې اچوي، او یاد کړئ نعمت د الله تعالی پر تاسو باندې هر کله چې تاسو دښمنان وئ، له اسلام نه مخکې په وړو وړو خبرو به مو له یو بل سره جګړې کولې، نو د اسلام په وجه الله تعالی ستاسو زړونه سره یوځای کړل، او تاسو د اسلام په وجه یو بل سره وروڼه شوئ، په یو بل باندې مهرباني کوونکې د یو بل خیرخواهان شوئ، او له دې نه مخکې تاسو نږدې وئ چې د کفر په وجه د جهنم اور ته ننوځئ، نو پس الله تعالی تاسو ته د اسلام په وجه د هغه نه نجات درکړ او تاسو ته یې ایمان دروښود، او لکه څنګه چې الله تعالی تاسو ته دا بیان کړل همداسې تاسو ته بیانوي هغه څه چې په هغه سره ستاسو د دنیا او آخرت حالات برابرېږي، ددې لپاره چې تاسو سمې لارې ته برابر شئ، او د استقامت په لاره لاړ شئ. info
التفاسير:

external-link copy
104 : 3

وَلْتَكُنْ مِّنْكُمْ اُمَّةٌ یَّدْعُوْنَ اِلَی الْخَیْرِ وَیَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَیَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

او باید له تاسو څخه -اې مومنانو- یوه ډله وي، چې ټولو هغو ښېګڼو ته بلنه کوي، چې الله تعالی یې خوښوي، او امر کوي پر هغو نیکیو چې اسلام یې ښودنه کړې او عقل یې غوره ګڼي، او له هغو بديو څخه خلک منع کوي چي اسلام ترې منع کړې او عقل یې هم بد ګڼي، او د همدې صفتونو لروونکي په دنیا او آخرت کې هراړخیزه کامیاب دي. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 3

وَلَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ تَفَرَّقُوْا وَاخْتَلَفُوْا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْبَیِّنٰتُ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟ۙ

او مه کیږئ تاسو -ای مومنانو- د هغو اهل کتابو په شان چې جدا شوی وو نو پس ځان له ځان له ډلې شوي وو، او په خپل دین کې ئې اختلاف پیداکړی وو وروسته ددې نه چې دوئ ته د الله تعالی له طرفه ښکاره ښکاره دلیلونه راغلی وو، او دغه ذکر شوي کسان د دوئ لپاره د الله تعالی له طرفه غټ عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 3

یَّوْمَ تَبْیَضُّ وُجُوْهٌ وَّتَسْوَدُّ وُجُوْهٌ ۚ— فَاَمَّا الَّذِیْنَ اسْوَدَّتْ وُجُوْهُهُمْ ۫— اَكَفَرْتُمْ بَعْدَ اِیْمَانِكُمْ فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ ۟

دا غټ عذاب به په دوئ باندې د قیامت په ورځ وي، هر کله چې سپین شي مخونه د مومنانو د خوشحالۍ او نیکبختۍ له امله، او تور شي مخونه د کافرانو د غم او مصیبت له امله، نو پس هغه کسان چې په دغه لویه ورځ يې مخونه تور شوي وي د رټنې په شکل به ورته وویل شي: آیا تاسو کفر کړی و د الله په توحید او په هغه اقرار چې ستاسو څخه يې اخیستی و چې د هغه سره به په عبادت کې هیڅ شی نه شریکوئ، ستاسو د تصدیق او اقرار څخه وروسته؟! نو پس وڅکئ د الله تعالی هغه عذاب چې تاسو ته يې ستاسو د کفر له امله تیار کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 3

وَاَمَّا الَّذِیْنَ ابْیَضَّتْ وُجُوْهُهُمْ فَفِیْ رَحْمَةِ اللّٰهِ ؕ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

او هغه کسان چې مخونه يې سپین شوي وي د هغوی ځای به د نعمتونو والا جنتونو کې وي، دوئ به همیشه په دې کې وي، پداسې نعمتونو کې چي نه به ختمیږی او نه به بدلیږي. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 3

تِلْكَ اٰیٰتُ اللّٰهِ نَتْلُوْهَا عَلَیْكَ بِالْحَقِّ ؕ— وَمَا اللّٰهُ یُرِیْدُ ظُلْمًا لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟

دا آیتونه چې د الله تعالی وعدې او ګواښونه پکې دی مونږ يې په تاباندې لولو -ای پیغمبره- چې ریښتیا دي په خبرونه کې، او انصاف والا دي په حکمونو کې، او نه دی الله تعالی چې وغواړي ظلم هیڅ یو کس لره د مخلوقاتو څخه، بلکه هیچا لره سزا نه ورکوي مګر په هغه څه چې د هغوی لاسونو کړي وي. info
التفاسير:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• متابعة أهل الكتاب في أهوائهم تقود إلى الضلال والبعد عن دين الله تعالى.
په خواهشاتو کې د اهل کتابو (یهودو او نصاراو) تابعداري کول انسان لاروکۍ ته راکاږي او د الله له دین څخه یي لرې کوي. info

• الاعتصام بالكتاب والسُّنَّة والاستمساك بهديهما أعظم وسيلة للثبات على الحق، والعصمة من الضلال والافتراق.
په قران او سنت باندې منګولې لګول او ځان کلکول د هغې په ارشاداتو په حق باندې د ثابت پاتي کیدو غټه وسیله او له ګمراهۍ او اختلاف څخه د ځان ژغورل دي. info

• الافتراق والاختلاف الواقع في هذه الأمة في قضايا الاعتقاد فيه مشابهة لمن سبق من أهل الكتاب.
هغه جداوالی او اختلاف چې په دې امت کې د عقیدی په امورو کې دی پدې کې مشابهت دی د هغو اهل کتابو سره چې مخکې تیر شوي. info

• وجوب الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر؛ لأن به فلاح الأمة وسبب تميزها.
په نیکیو باندې امر کول او له بدیو څخه منع کول واجب دی؛ ځکه پدې کې د امت کامیابي ده او د دې امت د ځانګړتیا یو سبب دی. info