او همدوی صبر کوونکي دي د طاعاتو په کولو او د بدیو په پرېښودلو، او په هغه ازمیښتونو چې دوی ته رسي، او همدوی ريښتیني دي په ویناګانو او کړنو خپلو کې، او همدوی منونکي دي د الله تعالی په بشپړ منلو سره، او همدوی د الله په لار کې د خپلو مالونو خیراتوونکي دي، او همدوی بخښنه غوښتونکي دي په آخره برخه د شپې کې؛ ځکه په دغه وخت کې دعا منلو ته ډېره نږدې ده، او زړه هم د مشغولتیا څخه خالي وي.
الله تعالی ګواهي ورکړې چې هماغه یوازې په حق سره لمانځل شوی دی پرته له بل چا، ځکه چې شرعي او کوني نښې د الله تعالی په الوهیت دلالت کوي، او پر دې ملائکو هم ګواهي ورکړې ده، او د علم خاوندانو هم پدې ګواهي ورکړې چې توحید خلکو ته بیانوي او ورته بلنه ورکوي، نو په لویه ګواهۍ سره ګواهي ورکوي چې د الله توحید (یووالی) دی او هغه په مخلوقاتو او شریعت کې په عدل او انصاف ولاړ دی، نشته لائق د عبادت پرته لده چې برلاسی دی او هېڅوک پرې برلاسه کیدلای نشي، د حکمت خاوند دی په پېدایښت د مخلوق تدبیر او شریعت کې.
بېشکه د الله تعالی په نزد منل شوی دین اسلام دی، چې یوازې یو الله ته د بندګۍ او تسلیمېدلو غاړه ایښودل دي. او په ټولو پېغمبرانو ایمان لرل دي تر محمد صلی الله علیه وسلم پورې، چې پرې د پېغمبرۍ سلسله ختمه شوې ده، او د هغه د شریعت پرته بل شریعت د منلو وړ ندی، او یهودو او نصاراو په دین کې اختلاف ونکړ او ګڼې ډلې او فرقې نه شوې مګر وروسته له هغه چې پر دوی د علم راتللو په وجه پرې حجت قائم شو، د کینې او په دنیا د حرص له کبله، او څوک چې د الله تعالی په هغو آیتونو کافر شو چې په خپل پېغمبر یې نازل کړي، نو بېشکه الله تعالی زر حساب والا دی له هغه چا څخه چې کفر یې کړی او د ده پېغمبران یې دروغجن ګڼلي دي.
که چېرې دوی تا سره شخړه کوي -ای پېغمبره- د هغه حق په اړه چې پر تا نازل شوی، نو ته په ځواب کې ورته ووایه: ما او هغو کسانو چې زما تابعداري کړې ده الله ته مو غاړه ایښودې ده، او ووایه ته -ای پېغمبره- د کتاب خاوندانو او مشرکانو ته: آیا تاسو هم الله تعالی ته غاړه ايښودې ده په اخلاص او د هغه څه تابعدارۍ سره چې ما راوړي؟ نو که غاړه یې کیښودله او ستا د شریعت تابعداري یې وکړه نو د هدایت لار یې ونیوله، او که له اسلام څخه يې مخ واړاوه نو نشته پر تا مګر دا چې ته ورسوې دوی ته هغه څه چې ته پرې رالېږل شوی یې، او نور کار یې د الله سره دی، او هغه ښه لېدونکی دی د بندګانو، او زر دی چې هر کارمن ته به د هغه د کړنې بدله ورکړي.
دا په دې صفتونو د ستایل شوي خلکو عملونه برباد شوي نو دوی ترې ګټه نشي پورته کولی نه په دنیا او نه په آخرت کې، ځکه دوی په الله ایمان نه لري، او نه دوی لره څوک مرستندویان شته چې دوی له عذاب څخه بچ کړي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• من أعظم ما يُكفِّر الذنوب ويقي عذاب النار الإيمان بالله تعالى واتباع ما جاء به الرسول صلى الله عليه وسلم.
هغه ستر کار چې ګناهونه رژوي او د اور له عذاب څخه ساتنه کوي په الله تعالی ایمان راوړل او د هغه څه چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم راوړي تابعداري کول دي.
• أعظم شهادة وحقيقة هي ألوهية الله تعالى ولهذا شهد الله بها لنفسه، وشهد بها ملائكته، وشهد بها أولو العلم ممن خلق.
لویه ګواهي او حقیقت د الله تعالی الوهیت دی، لدې کبله الله تعالی پخپله ګواهي کړیده او ملائکو یې هم او د مخلوقاتو څخه اهل علم هم دا ګواهي کړیده.
• البغي والحسد من أعظم أسباب النزاع والصرف عن الحق.
سر کښي او کینه د اختلاف او د حق څخه د اوختلو ستر لامل دی.