او حواریینو همدا راز وویل: اې ربه! مونږ په هغه څه باور لرو کوم انجیل چې تا نازل کړی، او د عیسی علیه السلام تابعداري کوو، نو مونږ پر حق باندې له شاهدانو وګرځوې کوم چې پر تا او ستا په استازو ایمان لري.
او الله تعالی -همداسې- تدبیر ونیو دوی ته چې کله یې عیسی علیه السلام ته وویل: ای عیسی، زه ستا اخیستونکی یم پرته له مرګه، او ستا تنې او روح لره ځانته پورته کوونکی یم، او د کافرانو د پلیتیو څخه ستا پاکوونکی یم او لرې کوونکی یم ستا له دوی څخه، او ګرځوونکی یم د هغو کسانو چې پر حق دین سره یې ستا تابعداري کړې ده -چې د هغې څخه پر محمد صلی الله علیه وسلم ایمان راوړل هم دي- پورته پر کافرانو د قیامت تر ورځې پورې په دلیل او عزت سره، بیا یوازې ما ته ستا ستېدل دي د قیامت په ورځ، چې پرېکړه وکړم ستاسو تر منځ په هغه څه کې چې تاسو پکې اختلاف کولو.
پس هغه کسان چې کافر دي پر تا او په هغه حق چې تا ورته راوړی دی نو زه به ورته په دنیا کې دردناک عذاب ورکړم په وژلو، بندي کولو، خوارولو او داسې نور، او په آخرت کې په عذاب د اور سره، او نشته دوی لره مرستندوی چې له دوی عذاب لرې کړي.
او هغه کسانو چې پر تا او پر هغه حق چې تا ورته راوړی ایمان لري، او مونځ او روژه او خپلولي پالل او داسې نورې ښې کړنې یې کړي؛ نو بېشکه الله تعالی به دوی ته د عملونو ثواب پوره ورکړي چې هېڅ هم ترې کم نکړي، او دا خبره د مسیح (عیسی) د هغو تابعدارانو په اړه ده چې د محمد صلی الله علیه وسلم د رالېږلو څخه مخکې وو د کوم پېغمبر په اړه چې مسیح خپله زېری ورکړی و، او الله ظالمان نه خوښوي، او د سترو ظلمونو څخه د الله سره شریک جوړول او د هغه پېغمبران دروغجن ګڼل دي.
ای پېغمبره! که څوک د نجران د نصاراو څخه درسره د عیسی علیه السلام په اړه جګړه کوي په دې دعوه چې هغه د الله بنده ندی پس له دې چې تاته د هغه په اړه سم علم راغلی، نو ته ورته ووایه: راشئ خپل بچي او ستاسو بچي، خپلې ښځې او ستاسو ښځې، خپل ځانونه او تاسو، حاضرېدو ته راوبلو، او ټول سره راټول شو، بیا الله تعالی ته عاجزي وکړو په دعا سره چې له مونږ او تاسي څخه په دروغجنو خپل لعنت راولېږي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• من كمال قدرته تعالى أنه يعاقب من يمكر بدينه وبأوليائه، فيمكر بهم كما يمكرون.
د الله تعالی د ځواک د بشپړتیا څخه دا دي چې سزا ورکوي هغه چا ته د ده دین او دوستانو سره چل کوي، نو الله ورته تدبیر جوړوي څرنګه چې دوی چل کوي.
• بيان المعتقد الصحيح الواجب في شأن عيسى عليه السلام، وبيان موافقته للعقل فهو ليس بدعًا في الخلقة، فآدم المخلوق من غير أب ولا أم أشد غرابة والجميع يؤمن ببشريته.
د عیسی علیه السلام په اړه د سمې او واجبې عقیدې بیان او د دې بیان چې هغه د عقل سره سمون خورې او په پېدایښت کې څه نوي نه دي، پس آدم چې پرته له پلار او مور څخه پېدا شوی و له ده سخت د حېرانتیا وړ دی خو ټول یې په بشریت باور لري.
• مشروعية المُباهلة بين المتنازعين على الصفة التي وردت بها الآية الكريمة.