نو چاچې د دلیل له ښکاره کېدلو وروسته پر الله تعالی دروغ وتړل، چې یقینا هغه څه چې یعقوب علیه السلام پر ځان حرام کړي وو د الله تعالی له لوري نه ؤ حرام شوي؛ نو پس همدغه خلک پر خپلو ځانونو ظلم کوونکي دي، چې د دلیل له ښکاره کېدو وروسته هم حق پرېږدي.
ته ورته ووایه -اې پیغمبره- چې اې اهل کتابو (یهودو او نصاراوو) تاسو ولې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ریښتنولې له دلیلونو څخه انکار کوئ؟ حال دا چې ځنې داسی دلیلونه دي چې هغه په تورات او انجیل کې هم راغلي دي. او الله تعالی ستاسو په ټولو چارو احاطه کوونکی او شاهد دی او هرو مرو به د هغو بدله درکوي.
ته ورته ووایه -اې پیغمبره-: چې اې اهل کتابو (یهودو او نصاروو) تاسو ولې د الله تعالی له دین څخه هغه څوک منع کوئ چې ایمان یې پرې راوړی وي، چې په دې سره تاسو د الله دین ته له حق نه د باطل په طرف کوږوالی غواړئ او پر حق ولاړ خلک له هدایت نه ګمراهۍ ته اړوئ او تاسې پر دې ګواه یئ چې همدا حق دین دی، تصدیق کوونکی د هغه څه دی چې ستاسو په کتابونو کې دي؟! او الله تعالی نه دی بی خبره له هغه کفر نه چې تاسو یې کوئ او د هغه له لارې نه خلک بندوئ او خامخا به پرې جزا درکوي.
اې هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري مو کړې ده، که چېرې تاسو د یوې ډلې د اهل کتابو (یهودو او نصارو) تابعداري وکړئ په هغه څه کې چې دوی یې وايي او تاسو د هغوی رایه چې پرې باور لري، ومنئ؛ تاسې به له ایمان څخه وروسته بېرته کفر ته ستانه کړي، ځکه چې په دوی کې کېنه او ګمراهي ده.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• كَذِبُ اليهود على الله تعالى وأنبيائه، ومن كذبهم زعمهم أن تحريم يعقوب عليه السلام لبعض الأطعمة نزلت به التوراة.
پر الله او د هغه پر پیغمبرانو د یهودیانو دروغ تړل، چې له هغو دروغو څخه: د دوی ګمان چې یعقوب -علیه السلام- چې کوم خواړه پر ځان حرام کړي وو، هغه په تورات کې وو.
• أعظم أماكن العبادة وأشرفها البيت الحرام، فهو أول بيت وضع لعبادة الله، وفيه من الخصائص ما ليس في سواه.
د عبادت په ځایونو کې غوره او عزتمند ځای بیت الله دی، هغه لومړنی کور دی چې د الله د عبادت له پاره پر زمکه جوړ شوی دی، په هغه کې داسې ځانګړتیاوې (خاصیتونه) دي چې له هغه پرته په نورو ځایونو کې نه شته.
• ذَكَرَ الله وجوب الحج بأوكد ألفاظ الوجوب تأكيدًا لوجوبه.
الله تعالی د حج د فرضیت حکم په کلکو الفاظو بیان کړی دی، د هغه د فرضیت د تاکید له پاره.