څرنګه به الله پر ده او د ده پر پېغمبر د ایمان راوړلو وس ورکړي هغه قوم ته چې پس په الله له ایمان راوړلو او په دې خبره شاهدي ورکولو چې هغه څه چې پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم راوړي حق دي، او ښکاره دلیلونه د دې په صحت ورته راغلي؟! او الله پر ده د ایمان وس نه ورکوي هغه ظالم قوم ته چې د هدایت په بدل کې بې لارېتوب غوره کوي.
پرته له شکه هغه کسان چې وروسته له ايمانه يې کفر کړی او پر کفر يې تر هغه دوام کړی چې مرګ يې وليد؛ نو هېڅلکه به له هغوی د مرګ د ليدلو پرمهال توبه ونه منل شي، د وخت د تېرېدلو له امله، او همدوی الله ته له رسوونکې نېغې لارې څخه لار ورکي دي.