او ترڅو هغه منافقان څرګند شي چې کله ورته ويل کيږي د الله په لار کې وجنګېږئ او يا د مسلمانانو د لښکر په زياتولو سره دفاع وکړئ، هغوی وايي: که موږ پوهېدلئ چې هلته به جګړه وي؛ نو هرومرو به مو ستاسو پيروي کړې وای، خو موږ پوهېږو چې ستاسو او د هغوی ترمنځ به جګړه نه وي، هغوی په داسې حال کې کفر ته ډېر نېږدې دي تر هغه څه چې د هغوی پر ايمان دې دلالت وکړي، هغوی په ژبو هغه څه وايي چې په زړونو کې يې نه دي، او الله پر هغه څه ډېر پوه دی چې هغوی يې په سينو کې پټوي او پر هغو به سزا ورکړي.
او خوشحالیږی به دوی د دې سره په ډیر لوی ثواب چې د الله تعالی له طرفه یې دوی انتظار کوي، او د ثواب نه علاوه به هم دا خوشحالي ډیره لویه وي، او بیشکه الله تعالی نه بربادوي ثواب د مومنانو، بلکه پوره پوره بدلې ورله پرې ورکوي، او د هغې نه زیاتې هم ورکوي.