بیا يې راولیږله پر تاسې- وروسته له درد او تنګستیا څخه -د زړه سکون او باور، پدې سره یې ستاسو پر یوه ډله چې- هغوی هغه کسان وو چې د الله تعالی په وعدو یې باور و- پرکالي راوسته؛ د هغه امن او سکون له امله چې د دوی په زړونو کې و، او بله داسې یوه ډله وه چې هغوی ته امن او پرکالي نه وه رسیدلې، او دا هغه منافقان و چې یواځې د خپل ځان د ژغورلو سوچ او فکر ورسره و، نو بس د دوی په زړونو کې بې ثباتي او ویره وه، ګمانونه یې کول په الله تعالی بد ګمانونه، چې یقینا الله تعالی د خپل پیغمبر مرسته نه کوي او د خپلو خاصو بندګانو ملاتړ هم نه کوي، په شان د ګمان د جاهلیت والاو هغوی چې د الله عزت یې نه و کړی څرنګه چې د هغه له شان سره مناسب و، د خپلی ناپوهۍ له وجی، دا منافقان وایې مونږ لره جنګ ته د وتلو باره کې څه واک او اختیار نشته، او که چیرته وی نو مونږ به نه وی وتلي، ته جواب ورکړه دوی ته -ای پیغمبره-: بیشکه واک او اختیار د نصرت او غلبې ټول د الله تعالی سره دی، هغه چې څه وغواړي کوی يې، او فیصله کوي څرنګه چې وغواړي، او الله تعالی هغه ذات دی چې ستاسو د وتلو تقدیر یې لیکلی و. او دا منافقان په خپلو سینو کې پټوي د شک او بد ګمان نه هغه څه چې تاته یې نه ښکاره کوي، کله چې وایې دوی: که چیرته مونږ لره جنګ ته په وتلو کې څه واک وی مونږ به پدې ځاې کې نه و مړه شوي، ته ورته ووایه -ای پیغمبره- که چیرته تاسو په خپلو کورونو کې وئ او د جنګ او مرګ له ځایونو څخه لرې هم وئ؛ نو خامخا راوتلي به و ستاسو څخه هغه څوک چې الله تعالی ورته مرګ لیکلی و د خپل مرګ ځای ته، او دا کار الله تعالی نه و مقرر کړی مګر د دې لپاره چې وازموي هغه نیتونه او مقصدونه چې ستاسو په سینو کې دي، او پدې سره هغه څه جلا کړي چې په دې زړونو کې کوم ایمان او نفاق دی، او الله تعالی ښه پوه دی په هغه څه چې د خپلو بندګانو په سینو کې دي، په هغه باندې لده څخه هیڅ شی پټ نه پاتی کیږی.
ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، تاسو مه کیږئ په شان د کافرانو له منافقانو څخه، کله چې هغوی د روزۍ د لاسته راوړلو او یا د جهاد لپاره سفر وکړي بیا مړه شي او یا ووژل(شهیدان) شي نو وایي : که چیرته دوی زمونږ سره و او وتلې نه وو، او جهاد یې نه و کړی، نو دوی به نه مړه شوي و او نه به وژل شوي (شهیدان شوي) وو، الله تعالی د دوی په زړونو کې دا عقیده اچولې وه چې په زړونو کې یې نوره هم پښیمانتیا او خفګان زیات شي او یوازې الله تعالی مړه کول او ژوندي کول کوي په خپلې خوښې سره، د هغه تقدیر د چا کیناستل (پاتی کیدل د سفر یا غزا نه) بندولی نه شي او د چا وتل (سفر کول د تجارت یا وتل غزا ته) یې رامخکې کولی نه شي، او الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی، ستاسو د عملونو څخه هیڅ شی په هغه باندې پټ نشي پاتې کیدلی، او خامخا به درله پري بدله درکړي.
او که چیرته ووژل شئ تاسو د الله تعالی په لار کې او یا په خپل مرګ مړه شئ -ای مومنانو- بخښنه به وکړي الله تعالی تاسو ته بخښنه لویه، او په تاسو به د خپل طرف نه خاص رحمت وکړي، چې هغه رحمت ډیر غوره دی لدې دنیا څخه او د هغو ختمیدونکو نعمتونو څخه چې دا خلک یې په دې دنیا کې راټولوي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الجهل بالله تعالى وصفاته يُورث سوء الاعتقاد وفساد الأعمال.
د الله تعالی په اړه ناخبري او د هغه په صفتونو ناپوهې انسان ته ناوړه عقیده او غلطې کړنې ورپه برخه کوي.