یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا بِطَانَةً مِّنْ دُوْنِكُمْ لَا یَاْلُوْنَكُمْ خَبَالًا ؕ— وَدُّوْا مَا عَنِتُّمْ ۚ— قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَآءُ مِنْ اَفْوَاهِهِمْ ۖۚ— وَمَا تُخْفِیْ صُدُوْرُهُمْ اَكْبَرُ ؕ— قَدْ بَیَّنَّا لَكُمُ الْاٰیٰتِ اِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟
ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې! تاسو له مومنانو پرته بل څوک ملګری او رازدار مه نیسئ، چې تاسو ورته خپل رازونه وايئ او خپل خاص احوال ورته ورښایئ، نو پس هغوی چې دي تاسو ته په ضرر در اړولو کې کمی نه کوي او ستاسو د حالاتو په خرابولو کې هم کمی نه کوي، ارزو لري د هغه څه چې تاسو ته ضرر دررسوي او په تاسو باندې مشقت کیږی، په تحقیق سره بدي او د ښمني د هغوئ په ژبو راښکاره شوي، چې ستاسو په دین پسې خبرې کوي، او ستاسو تر منځ دښمني اچوي، او ستاسو رازونه ښکاره کوي، او هغه کینه چې هغوی یې په سینو کې پټه ساتي ډیره زیاته ده، مونږ بیان کړل -ای مومنانو- تاسو ته ښکاره دلیلونه په هغه څه باندې چې ستاسو پکې خیر او مصلحت دی په دنیا او اخرت کې، که چیرته تاسو پوهیږئ په هغه څه چې تاسو ته د خپل رب له طرف نه نازل شوي.
التفاسير: