আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
116 : 3

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَنْ تُغْنِیَ عَنْهُمْ اَمْوَالُهُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُهُمْ مِّنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو هیڅ کله به دفع نه کړي د هغوی نه مالونه د هغوی او اولادونه د هغوی د الله تعالی د عذاب نه هیڅ شی، د هغوی نه به عذاب دفع نه کړي، او نه به هغوی ته د الله تعالی رحمت راجلب کړي، بلکه نور به ورله هم عذاب او پښیمانتیا زیاته کړي، او دغه کسان خاص هم دوی د جهنم د اور والا دي چې تل به پکې وي. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 3

مَثَلُ مَا یُنْفِقُوْنَ فِیْ هٰذِهِ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا كَمَثَلِ رِیْحٍ فِیْهَا صِرٌّ اَصَابَتْ حَرْثَ قَوْمٍ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَاَهْلَكَتْهُ ؕ— وَمَا ظَلَمَهُمُ اللّٰهُ وَلٰكِنْ اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟

مثال د هغه څه چې دا کافران یې خرچ کوي د نیکیو په لارو کې، او هغه چې دوی یې د ثواب انتظار کوي؛ د هغه باد په شان دي چې هغه کې سخته یخني وي او د داسي یو قوم فصل او کښت ته ورسیږي چې د ګناهونو او نورو نافرمانیو له امله یې په خپلو ځانونو ظلم کړی وي، نو پس د هغوی فصل تباه شي، او حال دا چې هغوی ترې د ډیر خیر طمع لرله، نو لکه څرنګه چې دې باد دا فصل تباه او هلاک کړ او هیڅ فایده يې ترې وانه خسته، همدا رنګه کفر د دوی د هغو نیکو اعمالو ثواب بربادوي چې دوی یې امید لري، او الله تعالی په دوی ظلم ندی کړی -الله تعالی ډیر لوی دی لدې کار څخه- بلکه دوی په خپلو ځانونو ظلم کړی په سبب د کفر کولو د دوی په الله تعالی باندې او په سبب د تکذیب د دوی د الله تعالی د پیغمبرانو. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 3

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا بِطَانَةً مِّنْ دُوْنِكُمْ لَا یَاْلُوْنَكُمْ خَبَالًا ؕ— وَدُّوْا مَا عَنِتُّمْ ۚ— قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَآءُ مِنْ اَفْوَاهِهِمْ ۖۚ— وَمَا تُخْفِیْ صُدُوْرُهُمْ اَكْبَرُ ؕ— قَدْ بَیَّنَّا لَكُمُ الْاٰیٰتِ اِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟

ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې! تاسو له مومنانو پرته بل څوک ملګری او رازدار مه نیسئ، چې تاسو ورته خپل رازونه وايئ او خپل خاص احوال ورته ورښایئ، نو پس هغوی چې دي تاسو ته په ضرر در اړولو کې کمی نه کوي او ستاسو د حالاتو په خرابولو کې هم کمی نه کوي، ارزو لري د هغه څه چې تاسو ته ضرر دررسوي او په تاسو باندې مشقت کیږی، په تحقیق سره بدي او د ښمني د هغوئ په ژبو راښکاره شوي، چې ستاسو په دین پسې خبرې کوي، او ستاسو تر منځ دښمني اچوي، او ستاسو رازونه ښکاره کوي، او هغه کینه چې هغوی یې په سینو کې پټه ساتي ډیره زیاته ده، مونږ بیان کړل -ای مومنانو- تاسو ته ښکاره دلیلونه په هغه څه باندې چې ستاسو پکې خیر او مصلحت دی په دنیا او اخرت کې، که چیرته تاسو پوهیږئ په هغه څه چې تاسو ته د خپل رب له طرف نه نازل شوي. info
التفاسير:

external-link copy
119 : 3

هٰۤاَنْتُمْ اُولَآءِ تُحِبُّوْنَهُمْ وَلَا یُحِبُّوْنَكُمْ وَتُؤْمِنُوْنَ بِالْكِتٰبِ كُلِّهٖ ۚ— وَاِذَا لَقُوْكُمْ قَالُوْۤا اٰمَنَّا ۖۗۚ— وَاِذَا خَلَوْا عَضُّوْا عَلَیْكُمُ الْاَنَامِلَ مِنَ الْغَیْظِ ؕ— قُلْ مُوْتُوْا بِغَیْظِكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟

خبردار شئ تاسو -ای مومنانو- تاسو مینه کوئ د دغه قوم سره، او د هغوی لپاره خیر غواړئ، حال داچې هغوی ستاسو سره مینه نه کوي، او ستاسو لپاره خیر هم نه غواړي، بلکه ستاسو سره بغض او کینه کوي، او تاسو په ټولو اسماني کتابونو ایمان لرئ، چی په هغه کې د هغوی اسماني کتابونه هم دي، او حال دا چې هغوی په هغه کتاب ایمان نه لري کوم چې ستاسو په پیغمبر باندې نازل شوی دی، او کله چې ستاسو سره مخ شي نو هغوی په خپلو ژبو باندې وایې: مونږ تصدیق کوو ستاسو د دین، او کله چې د یو بل سره ځان له شی نو چیچي د خپلو نوکانو سرونه د غم او د غصې له امله، په سبب د هغه یووالي چې تاسو پرې یاست، او ستاسو د کلمې د یووالي له امله، او په سبب د عزت د اسلام، او د هغه ذلیل حالت په وجه چې هغوی پکې دي. ته ووایه -ای پیغمبره- دغه قوم ته: پاتې شئ په هغه حالت کې چې تاسو پرې یاست، تر دې چې مړه شئ د غم او غصی له وجې، بیشکه الله تعالی پوهه دی په هغه څه چې په سینو کې دي د ایمان او کفر نه، او د خیر او شر نه. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 3

اِنْ تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ ؗ— وَاِنْ تُصِبْكُمْ سَیِّئَةٌ یَّفْرَحُوْا بِهَا ؕ— وَاِنْ تَصْبِرُوْا وَتَتَّقُوْا لَا یَضُرُّكُمْ كَیْدُهُمْ شَیْـًٔا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِمَا یَعْمَلُوْنَ مُحِیْطٌ ۟۠

-ای مومنانو- که چیرته تاسو ته څه نعمت درورسیږي پر دښمن برلاسی او یا په مال او اولاد کې ډیروالی، نو دوی ته پرې غم او خفګان رسیږي، او که چیرته تاسوته څه تکلیف درورسیږی لکه د دښمن غلبه په تاسو باندې او یا په مال او اولاد کې کمي، نو هغوی پدې باندې خوشحالیږی، او ستاسو په هر مصیبت باندې خوشحالیږی، او که چیرې تاسو د الله تعالی په اوامرو او د هغه په تقدیر باندې صبر وکړئ، او د هغه له غصې نه ځان وساتئ؛ نو تاسو ته د هغوی چلونه او تکلیفونه هیڅ ضرر نه شی دررسولی، بیشکه الله تعالی په هغو چلونو ښه پوهیږی چې دوی یې کوي، او دوی به ناهیلي وګرځوي. info
التفاسير:

external-link copy
121 : 3

وَاِذْ غَدَوْتَ مِنْ اَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِیْنَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې ته د ورځې په اول کې د مدینې منورې څخه احد ته د کافرانو د جنګ لپاره ووتلې، کله چې تا تیارول مومنان په خپلو ځایونو کې د جنګ لپاره، نو پس هر یو کس ته دې خپل ځای ورښوده، او الله تعالی اوریدونکی دی ستاسو د ویناګانو، پوهه دی ستاسو په کارونو. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• نَهْي المؤمنين عن موالاة الكافرين وجَعْلهم أَخِلّاء وأصفياء يُفْضَى إليهم بأحوال المؤمنين وأسرارهم.
د مسلمانانو منع کول د کافرانو له دوستئ څخه او د هغوی نه خاص ملګري او رازداران جوړول چی د مسلمانانو ټول احوال او رازونه ورته بیانوي. info

• من صور عداوة الكافرين للمؤمنين فرحهم بما يصيب المؤمنين من بلاء ونقص، وغيظهم إن أصابهم خير.
د کافرانو د دښمنۍ یو صورت دا دی چې د مسلمانانو په مصیبتونو او نقصان خوشحالیږي، او دوی ته په خیر رسیدلو باندې غصه کیږي. info

• الوقاية من كيد الكفار ومكرهم تكون بالصبر وعدم إظهار الخوف، ثم تقوى الله والأخذ بأسباب القوة والنصر.
د کافرانو د چلونو او دوکو څخه بچ کیدل په صبر سره وي او د هغوی په مخ کې د ویرې په نه ښکاره کولو سره، او بیا د الله تعالی څخه ویریدل او د قوت او کامیابئ په اسبابو عمل کولو سره وي. info