ووایه -ای پیغمبره- دوی ته: خاص الله تعالی قدرت لرونکی دی په دې چې راولیږي په تاسو باندې عذاب چې راشي تاسو ته د بره ستاسو نه لکه د تیږو او تندرونو او طوفانونو، او یا راشي تاسو ته ستاسو د لاندې طرف نه لکه زلزلې او په ځمکه کې ننه ایستل، او یا به ستاسو د زړونو تر منځ اختلاف پیدا کړي، نو ستاسو نه هر څوک به د خپل خواهش تابعداري وکړي، نو د یو بل سره به جنګ وکړئ، فکر وکړه (وګوره) -ای پیغمبره- څرنګه مونږ اړوو راړوو دوی ته دلیلونه او معجزې او دوی ته یې بیانوو د دې لپاره چې دوی پوهه شي چې یقینا هر هغه څه چې تا پرې راتګ کړی ریښتیا دي، او هر هغه څه چې د هغوی سره دي باطل دي.
د هر یو خبر لپاره وخت مقرر دی چې په هغه کې به کیږي، او یو انتها لرې چې هغه ته به رسیږي، او د دې خبرونو نه یو خبر ستاسو د اخري ورتګ او اخري انجام دی، نو زر دی چې تاسو به پوهه شئ په دې باندې کله چې به د قیامت په ورځ راژوندي کړی شئ.
او کله چې ووینې ته -ای پیغمبره- مشرکینو لره چې خبرې کوي زمونږ په آیتونو پسې په مسخرو او ټوکو ټکالو باندې، نو ته د دوی نه لرې شه تر دې چې دوی په نورو خبرو کې ورننوځي چې په هغو کې زمونږ په آیتونو پسې مسخرې او ټوکې نه وي، او که چیرته هیر کړي ستا څخه شیطان او ته د دوی سره کیناستلې، او بیا در په یاد شو نو په دغه وخت کې د دوی مجلس پریږده او د دې زیاتي کوونکو سره مه کینه.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• إثبات أن النومَ موتٌ، وأن الأرواح تُقْبض فيه، ثم تُرَد عند الاستيقاظ.
د دې خبرې ثبوت چې یقینا خوب هم یو قسم مرګ دی، او یقینا په دې کې ساه ګانې اخیستل کیږي، بیا بیرته د رابیداریدو په وخت کې راګرځول کیږي.
• الاستدلال على استحقاق الله تعالى للألوهية بدليل الفطرة، فإن أهل الكفر يؤمنون بالله تعالى ويرجعون لفطرتهم عند الاضطرار والوقوع في المهالك، فيسألون الله تعالى وحده.
د فطرت په دلیل سره دلیل نیول د الله تعالی د حقدار ګڼلو د الوهیت، ځکه چې کافران په الله تعالی باندې ایمان لري او خپل فطرت ته د ضرورت په وخت کې رجوع کوي او کله چې په مصیبتونو کې راګیر شي، نو په دغه وخت کې یواځې د الله تعالی څخه غواړي.
• إلزام المشركين بمقتضى سلوكهم، وإقامة الدليل على انقلاب فطرتهم، بكونهم يستغيثون بالله وحده في البحر عند الشدة، ويشركون به حين يسلمهم وينجيهم إلى البر.
پر مشرکانو د هغوی د چلند له امله الزام او د هغوی پر فطرت د بدلون دليل وړاندې کول، چې هغوی په درياب کې د سختۍ له امله يوازې له الله مرسته غواړي، خو کله يې چې هغه وساتي او وچې ته يې را وژغوري بيا شریکان ور سره نیسي.
• عدم جواز الجلوس في مجالس أهل الباطل واللغو، ومفارقتُهم، وعدم العودة لهم إلا في حال إقلاعهم عن ذلك.
د باطل پرستو او بیکارو خلکو د مجلسونو نه منع، او د هغوی مجلسونو ته نه راتګ مګر کله چې هغوی د خپلو دغو کړنو نه لاس په سر شيٍ.