ته ووایه -ای پیغمبره!- دې دروغ ګڼوونکو مشرکانو ته: بیشکه ښودنه کړې ماته رب زما سمې لارې ته چې هغه لار د داسې دین ده چې برابر دی په مصلحتونو د دنیا او اخرت، او هغه دین د ابراهیم -علیه السلام- دی چې مایل دی د حق طرف ته، او هغه هیڅکله له مشرکانو څخه نه و.
ووایه -ای پیغمبره-: بیشکه لمونځ زما او قرباني زما خاص الله تعالی لره او خاص د هغه په نوم دي، نه د بل چا په نامه، او زما ژوند او مرګ، دا ټول خاص الله تعالی لره دي چې یواځې همدا پالوونکی د مخلوقاتو دی، او نشته بل چا لره څه برخه په دې کې.
او خاص الله تعالی پاک ذات دی هیڅ شریک ورله نشته، او نشته بل څوک لایق د بندګۍ په حق سره پرته له هغه، او په دې توحید چې پاک دی د شرک نه ماته الله تعالی امر کړی، او یقینا زه الله تعالی ته اول غاړه اېښودونکی یم لدې امت څخه.
ووایه -ای پیغمبره-: دې مشرکینو ته: آیا پرته له الله تعالی نه زه ولټوم (وغواړم) رب او خاص هغه پاک ذات پالوونکی د هر یو شي دی؟! نو پس هغه پالوونکی د ټولو هغو معبودانو دی چې تاسو یې پرته له هغه نه بندګي کوئ، او نه شي بارولی یو بې ګناه کس د بل چا ګناه، بیا خاص ستاسو رب ته ورګرځیدل ستاسو دي د قیامت په ورځ نو خبر به درکړي تاسو ته په هغه څه چې تاسو پکې اختلاف کړی و په دنیا کې د دین د کارونو نه.
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې ګرځولي یاست تاسو وروسته راتلونکي د هغه چا نه چې مخکې ستاسو څخه وو په ځمکه کې؛ لپاره د ابادولو د ځمکې، او پورته کړي یې دي ځینې ستاسو څخه په پیدایښت، رزق او نورو شیانو کې د ځینو نورو له پاسه په درجو سره؛ د دې لپاره چې ازمیښت وکړي په تاسو باندې په هغو نعمتونو کې چې تاسو ته یې درکړي، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- زر حساب والا دی، نو پس هر هغه شی چې راتلونکی وي نو هغه نیږدې دی، او یقینا الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه وباسي د هغه د بندګانو نه مهربانه دی په هغه باندې.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• أن الدين يأمر بالاجتماع والائتلاف، وينهى عن التفرق والاختلاف.
بیشکه دین امر کوي په یووالي او اتفاق باندې، او منع کوي د جدايۍ او اختلاف نه.
• من تمام عدله تعالى وإحسانه أنه يجازي بالسيئة مثلها، وبالحسنة عشرة أمثالها، وهذا أقل ما يكون من التضعيف.
د الله تعالی د پوره عدل او احسان څخه دا دي چې هغه په بدۍ باندې د هغې په شان بدله ورکوي، او په نیکۍ باندې لس چنده بدله ورکوي، او دا هغه کمه اندازه د څو برابره کولو ده.
• الدين الحق القَيِّم يتطَلب تسخير كل أعمال العبد واهتماماته لله عز وجل، فله وحده يتوجه العبد بصلاته وعبادته ومناسكه وذبائحه وجميع قرباته وأعماله في حياته وما أوصى به بعد وفاته.
حق او برابر دین دا غواړي چې ټول عملونه د بنده او د هغه ټول اهتمامات خاص الله تعالی لره شي، نو پس خاص الله تعالی ته بنده قصد کوي په خپل لمانځه، عبادت، د عبادت په طریقو، قربانۍ او ټولو صدقو او اعمالو کې په خپل ژوند کې او هغه چې وصیت یې پرې کړی وي د خپل مرګ نه وروسته.