د بتانو د خادمانو او نورو د ګمان او دروغو تړلو له امله دا مشرکان وایې: دا څاروي او فصلونه حرام کړی شوي (بند کړی شوي)؛ خوراک نه کوي د دې نه مګر هغه څوک چې دوی یې غواړي، او دا څاروي دي چې حرامې کړی شوی شاګانې د دوی؛ نو سپرېدل به پرې نه کیږي، او نه پرې بار وړل کیږي؛ چې هغه بحیره، سائبه او حام دي. دا څاروي دي چې دوی پرې د حلالې پر مهال د الله تعالی نوم نه یادوي، بلکې د خپلو بتانو په نوم یې ذبحه کوي؛ دوی د دې ټولو کارونو نسبت الله تعالی ته په دروغو سره وکړ چې ګویا دا د هغه له طرف نه دي، خامخا سزا به ورکړي دوی ته الله تعالی په سبب د هغه دروغو چې دوی په الله تعالی باندې جوړول.
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي باغونه خواره شوي (پراته) په ځمکه باندې پغیر د تنو نه، او پیداکړي یې دي ولاړ په ځمکه باندې د تنو والا، او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي کجورې، او پیداکړی یې دي فصلونه؛ مختلفې دي میوې د هغوی په شکل او خوند کې، او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پيدا کړي یې دي خونه او انار؛ پاڼې ددې دواړو یوشان دي، او خوند یې بدل دی، خورئ -ای خلکو- د دې میوو نه کله چې میوې ونیسي، او ورکړئ زکات د دې میوو په ورځ د لو کولو (ریبلو) کې، او د شرعي حد نه په خوراک او خرچ کې مه تیریږئ، نو یقینا الله تعالی نه خوښوي تیریدونکي د هغه د پولو نه په دې دواړو کې او نه په نورو شیانو کې، بلکې بد یې ګڼي، بیشکه هغه ذات چې دا ټول یې پيداکړي دي هماغه دا د خپلو بندګانو لپاره حلال کړي، نو مشرکانو لره د دې د حراموالي واک او اختیار نشته.
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي ستاسو لپاره د چارپایانو نه هغه چې تیار وي دې ته چې بار پرې وړل کیدی شي لکه غټ اوښان، او هغه چې دې ته نه وي برابر لکه واړه اوښان او ګډې، خورئ -ای خلکو- د هغه څه نه چې الله تعالی تاسو ته درکړي د دې شیانو نه چې تاسو ته یې حلال کړي، او شیطان په پلونو مه ځئ په حلالوالي د هغه څه کې چې الله تعالی حرام کړي او په حراموالي د هغه څه کې چې الله تعالی حلال کړي لکه مشرکان چې یې کوي، بیشکه شیطان ستاسو لپاره -ای خلکو- دښمن دی؛ ښکاره ده دښمني د هغه داسې چې هغه ستاسو نه غواړي چې د الله تعالی نافرماني وکړئ په دې کار سره.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• ذم الله المشركين بسبع صفات هي : الخسران والسفاهة وعدم العلم وتحريم ما رزقهم الله والافتراء على الله والضلال وعدم الاهتداء؛ فهذه أمور سبعة، وكل واحد منها سبب تام في حصول الذم.
الله تعالی مشرکان په اوو صفتونو سره بد یاد کړي او هغه دادې: تاوانیان، کم عقله، ناپوه، حراموونکي د هغه څه چې الله تعالی دوی ته ورکړي، په الله تعالی باندې دروغ تړل، ګمراهي او هدایت نه موندل؛ نو دا اوه شیان؛ هر یو د دې نه پوره سبب دی چې دوی پرې ملامت وګڼل شي.
• الأهواء سبب تحريم ما أحل الله وتحليل ما حرم الله.
خواهشات سبب دی د حراموالي د هغه څه چې الله تعالی حلال کړي او د حلالوالي د هغه څه چې الله تعالی حرام کړي.
• وجوب الزكاة في الزروع والثمار عند حصادها، مع جواز الأكل منها قبل إخراج زكاتها، ولا يُحْسَب من الزكاة.
په فصلونو او میوو کې د راټولولو پر مهال د زکات واجبوالی، سره لدې چې له زکات ورکولو څخه مخکې یې خوړل جایز دي، او دا به د زکات څخه نه حسابیږي.
• التمتع بالطيبات مع عدم الإسراف ومجاوزة الحد في الأكل والإنفاق.
له پاکو خوړو څخه خوند اخستل پدې شرط چې اسراف او له حد څخه تیری په خوراک او خرچ کولو کې ونشي.