پرته له شکه يوازې الله دی چې دانه چوي او غلې ترې را باسي او زړی (مندکه) چوي؛ نو د خرما، انګور او نورې ونې ترې را باسي، ژوندی له مړي را باسي، ځکه انسان او ټول څاروي له نطفې را باسي او مړی له ژوندي را باسي، ځکه نطفه له انسانه، هګۍ له چرګې را باسي، هغه ذات چې دغه کار کوي، همغه الله دی چې تاسو يې پيداکړي ياست؛ نو اې مشرکانو څنګه له حقه ګرځئ سره له دې چې تاسې د هغه په زړه پورې پيدا کول وينئ.
او خاص (الله تعالی) هغه پاک ذات دی چې چووي د سهار رڼا د شپې دتیاروو نه، او خاص (الله تعالی) هغه ذات دی چې ګرځولې یې ده شپه دارام لپاره د خلکو چې په دې کې ارام وکړي د حرکت کولو نه لپاره د لټولو د اسباب د زندګۍ، د دې لپاره چې دمه شي د خپل ستړی والي د دوی نه کوم چې دوی ته رسیدلي دي په لټولو د اسبابو د زندګۍ کې په ورځ کې، او خاص (الله تعالی) هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي لمر او سپوږمۍ چې ګرځي په خپله مقرره اندازه، دا چې بیان شو د نا اشنا پیدایښت نه دا اندازه د زورور ذات ده هغه چې هیڅوک پرې نشې غالب کیدلی، پوهه دی په خپلو مخلوقاتو او په هغه څه چې دوی ته مناسب وي.
او خاص (الله تعالی) پاک او لوی ذات دی هغه چې رالیږلی یې دي د اسمان د طرف نه اوبه چې هغه د باران اوبه دي، نو مونږ را زرغون کړي په دې سره هر قسم د بوټو نه، نو مونږ را ایستلی د بوټو نه نیالګي او شنې ونې، راوباسو مونږ د دې نه دانې داسې چې سورې وي بعضو د دوی نه په بعضو نورو لکه څرنګه چې په وږو کې وي، او د کجورو د کڅوړو نه راوځې غونچکونه چې نیزدې وي وررسیږي هغه ته ولاړ او ناست، او را ایستلي مونږ باغونه د انګورو، او را ایستلي مونږ خونه او انار لره یوشان په پاڼو کې، او مختلف دي میوې د دې دواړو، وګورئ -ای خلکو- میوو د دې ته اول چې کله راښکاره شي، او ورته وګورئ کله چې پخې شي، یقینا په دغو کې -ای خلکو- ستاسو لپاره ښکاره دلیلونه دي د الله تعالی په قدرت باندې د هغه لپاره چې په الله تعالی ایمان لري، نو خاص هم دوی هغه کسان دي چې د دې دلیلونو او معجزو نه فایده اخلي.
او مشرکانو پېریان له الله سره په عبادت کې شريک کړل، کله يې چې دا باور وکړ چې هغوی ګټه او زيان رسوي، حال دا چې الله هغوی پيداکړي او له هغه پرته بل چا نه دي پيداکړي؛ نو هغه ډېر د دې وړ دی چې عبادت يې وشي، هغوی د الله لپاره داسې زامن ونيول لکه يهودو چې عزير او نصاراو چې عيسی وګرځولو او لوڼې يې ورته وګرځولې لکه مشرکانو چې پرېښتې وګرځولې، هغه پاک او سپېڅلی دی له هغه څه چې اهل باطل يې ورته بيانوي.
او خاص هغه الله تعالی پیدا کوونکی د اسمانونو او پیداکوونکی د ځمکې دی پغیر د مخکني مثال نه (په نا اشنا ډول)، څرنګه به هغه لره زوی وي او د هغه ښځه نشته؟! او حال دا چې هغه هر شی پيدا کړی دی، او هغه په هر شي باندې پوهه دی، هیڅ شی په هغه باندې پټ نشي پاتی کیدلی.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الاستدلال ببرهان الخلق والرزق (تخليق النبات ونموه وتحول شكله وحجمه ونزول المطر) وببرهان الحركة (حركة الأفلاك وانتظام سيرها وانضباطها)؛ وكلاهما ظاهر مشاهَد - على انفراد الله سبحانه وتعالى بالربوبية واستحقاق الألوهية.
دلیل نیول په دلیل د پیدایښت او رزق ورکولو (پیداکول د بوټو او د هغو لویدل او د هغو شکل او حجم بدلول او د باران راوریدل) او دلیل نیول په حرکت کولو سره (حرکت د فلک (سیارو) او د هغوی د حرکت انتظام او کنټرول)؛ او دا دواړه ښکاره دلالت کوونکي دي د الله تعالی په یووالي سره په پالنه کې او د هغه حقدار ګڼل په الوهیت (بندګۍ).