ته ووایه -ای پیغمبره-: ای زما قومه کلک شئ تاسو په خپله طریقه او په هغه څه چې تاسو پکې یاست له کفر او ګمراهۍ څخه، نو بیشکه ما ستاسو بهانه او عذر ختم کړی دی او په تاسو مې دلیل قایم کړی په رسولو ښکاره سره، نو زه ستاسو په کفر او ګمراهۍ باندې پروا نه کوم، بلکې زه کلک ولاړ یم په هغه څه چې زه پکې یم د حق نه، او زر دی چې تاسو به پوه شئ چې چا لره ده کامیابي په دنیا کې، او چا ته به دا ځمکه پاتې کیږي، او د چا لپاره دی کور د آخرت، بیشکه شان دا دی چې هیڅکله نشي کامیابیدلی مشرکان نه په دنیا او نه اخرت کې، بلکې د دوی وروستی انجام تاوان دی، او اګر که تاسو مزې کوئ په هغو نعمتونو چې تاسو یې استعمالوئ په دنیا کې.
او مشرکانو په الله تعالی باندې دروغ جوړ کړي داسې چې دوی ګرځولي الله تعالی لره د هغه څه نه چې پیدا کړي یې دي د فصلونو او څارویو نه برخې، نو دوی دا ګومان کړی چې بیشکه دا الله تعالی لره دي، او بله برخه د دوی بوتانو لره ده، نو هغه څه چې دوی د خپلو شریکانو لپاره خاص کړي هغو ځایونو ته نه رسیږي چې الله تعالی پکې مصرف کول روا کړي لکه فقیرانو او مسکینانو ته، او هغه چې الله تعالی ته یې خاص کړي نو د هغوی شریکانو ته ور رسیږي د بوتانو نه نو د هغوی لپاره یې مصرفوي، خبردار ډیره بده دا فیصله او تقسیم د دوی.
او لکه څرنګه چې ښایسته کړی و شیطان مشرکانو ته دا د ظلم والا حکم همدغه شان ښایسته کړې وه ډیرو مشرکانو ته د هغوی شریکانو د شیطانانو نه دا خبره چې ووژني خپل بچي د ولږې د ویرې نه؛ د دې لپاره چې هلاک یې کړي د داسې یو کار په کولو سره چې هغه د یو نفس وژل دي؛ هغه چې الله تعالی یې وژل حرام کړي دي مګر په حق سره، او د دې لپاره چې ګډوډ کړي په دوی باندې دین د دوی نو نه به پیژني دوی چې کوم کار روا او کوم ناروا دی، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې دوی دا کار نه و کړی نو هیڅکله به یې نه و کړی، خو الله تعالی د خاص حکمت لپاره دا وغوښتل، نو پریږده -ای پیغمبره- دا مشرکان او دروغ جوړول د دوی په الله تعالی باندې، نو پس دا تاته څه ضرر نشي رسولی، او د دوی کار الله تعالی وسپاره.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• تفاوت مراتب الخلق في أعمال المعاصي والطاعات يوجب تفاوت مراتبهم في درجات العقاب والثواب.
لکه څرنګه چې خلک په ګناهونو او نیکوکارونو کې یو له بل سره توپير لري، همدارنګه یې په سزا او ثواب ورکولو کې یو له بل سره توپير اړین دی.
• اتباع الشيطان موجب لانحراف الفطرة حتى تصل لاستحسان القبيح مثل قتل الأولاد ومساواة أصنامهم بالله سبحانه وتعالى.
د شیطان تابعداري انسان اړ باسې چې له فطرت څخه واوړي تر دې چې دې حد ته ورسیږي چې ناسم کار هم ورته ښایسته ښکاري، لکه: اولاد وژنه او د الله تعالی سره د بتانو برابرول.