هغه کسان چې په الله تعالی یې ایمان راوړی، او د هغه د شرعې تابعداري یې کړې، او خپل ایمان یې په شرک سره ندی ګډوډ کړی، یوازې د دوی لپاره به وي امن او ژغورل د عذاب نه پرته له نورو خلکو، او دوی ته به توفیق ورکړل شوی وي، الله تعالی دوی ته د هدایت لارې طرف ته توفیق ورکړی.
او دغه دلیل هغه د الله تعالی دا وینا ده: ﴿فَأَيُّ الْفَرِيقَيْنِ أَحَقُّ بِالأَمْنِ﴾هغه چې ابراهیم -علیه السلام- پرې په خپل قوم غالب شوی و تر دې چې د هغوی دلیل یې مات کړی و، همدغه زمونږ دلیل دی مونږ هغه ته توفیق ورکړی و لپاره د دلیل نیولو د خپل قوم په مقابل کې، او مونږ هغه ته دا ورکړی و، اوچتوو مونږ چا لره چې وغواړو د خپلو بندګانو نه درجې په دنیا او اخرت کې، بیشکه ستا رب چې دی -ای پیغمبره- د حکمت والا دی په خپل پیدایش او چارو کې، پوهه دی په خپلو بندګانو.
او توفیق ورکړی و مونږ هر یو ته د زکریا او یحیی او عیسی ابن مریم -علیهم السلام- نه، او هر یو د دې پیغمبرانو نه د نیکانو د ډلې څخه وو الله تعالی دوی د پیغمبرۍ لپاره غوره کړي وو.
او همدارنګه مونږ توفیق ورکړی و اسماعیل، الیسع، یونس، او لوط -علیهم السلام- ته، او هر یو د دې پیغمبرانو نه او د دوی په سر کې محمد -صلی الله علیه وسلم- دی مونږ غوره کړي وو په ټولو مخلوقاتو.
دا چې توفیق ورته ورکړی شوی و دا د الله تعالی توفیق و> رسوي دې توفیق ته چا لره چې وغواړي د خپلو بندګانو نه، او که چیرته دوی د الله تعالی سره بل څوک شریک جوړ کړی و، نو خامخا برباد شوی به و عمل د دوی؛ ځکه چې شرک باطلوونکی دی نیک عمل لره.