او دا دین کوم چې مونږ تاته درکړی دی -ای پیغمبره- دا د الله تعالی نیغه لاره ده چې هیڅ کوږوالی پکې نشته، په تحقیق سره مونږ بیان کړي آیتونه هغه چاته چې هغه لره عقل او پوهه وي او په دې سره درک کوي؛ هغه لره د الله تعالی له طرفه.
د دوی لپاره داسې کور دی چې دوی به پکې د هر قسم تکلیف نه په امان وي او هغه جنت دی، او الله تعالی د دوی مددګار دی دا بدله ده دوی لره په سبب د هغو نیکو عملونو چې دوی کول.
او یاد کړه -ای پیغمبره- په کومه ورځ چې به الله تعالی راجمع کړي دوه وزن داره شیان د پیریانو او انسانانو نه، بیا به الله تعالی وفرمایې: ای د پیریانو ډلې، یقینا تاسو ډیر خلک ګمراه کړي و او د الله تعالی له لارې نه مو بند کړي و، او د دوی تابعداران به خپل رب ته په جواب کې ووایې: ای زمونږه ربه! فایدې اخیستلې وي هر یو زمونږ نه په خپل ملګري، نو پیرې فایده اخیستې وه د انسان نه د هغه د تابعدارۍ په وجه، او انسان فایده اخیستلې وه په حاصلولو د خپلو شهوتونو، او بیشکه مونږ راورسیدلو هغه نېټې ته چې تا مونږ لره مقرر کړې وه، نو دا ورځ د قیامت ده، الله تعالی به وفرمایې: د جهنم اور ستاسو د اوسیدو ځای دی چې تل به پکې یاست مګر چې الله تعالی وغواړي په اندازه د هغې زمانې چې دوی پکې د قبرونو نه راپاڅیږي تر ورتللو د دوی جهنم ته، نو دا هغه زمانه ده چې الله تعالی مستثنی کړې د دوی د همیشوالی نه په اور کې، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- د حکمت والا دی په خپله اندازه او تدبیر کې، پوهه دی په خپلو بندګانو، او په هغه چا چې په دوی کې د عذاب مستحق وي.
او مونږ به دوی ته د قیامت په ورځ ووایو: ای د پیریانو او انسانانو ډلې! آیا نه وو راغلي تاسو ته پیغام راړونکي (پیغمبران) ستاسو د جنس نه -نو هغوی هم د انسانانو له ډلې څخه وو- لوستله یې په تاسو باندې هغه وحې چې الله تعالی په هغوی رالیږلې وه، او ویره یې درکوله تاسو ته د ملاقات د دې ورځې چې هغه د قیامت ورځ ده؟ دوی وویل: ولې نه، مونږ نن ورځ په خپل ځان اقرار وکړ چې بیشکه ستا پیغمبرانو مونږ ته دین رارسولی و، او مونږ اقرار وکړ په ملاقات د دې ورځې، خو مونږ ستا پيغمبران دروغجن ګڼلي وو، او د دې ورځې راتګ مو دروغجن ګڼلی و. او دوکه کړی وو دوی لره ژوند دنیوي د وجې د هغه عارضي ښایست او ختمیدونکو نعمتونو نه چې په دې کې دي، او دوی اقرار وکړ په خپلو ځانونو چې دوی په دنیا کې په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو باندې کفر کوونکي وو، خو لیکن فایده ورنه کړه دوی ته نه دې اقرار او نه دې ایمان؛ ځکه چې وخت یې تیر شوی و.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• سُنَّة الله في الضلال والهداية أنهما من عنده تعالى، أي بخلقه وإيجاده، وهما من فعل العبد باختياره بعد مشيئة الله.
په لارښوونه او ګمراهۍ کې د الله تعالی کړنلاره دا ده چې دا دواړه د هغه تعالی له لورې دي، یعنې د هغه په پیدایش کې دي، او دا دواړه د بنده د کړنو څخه دي د هغه په اختیار سره وروسته د الله تعالی د خوښې نه.
• ولاية الله للمؤمنين بحسب أعمالهم الصالحة، فكلما زادت أعمالهم الصالحة زادت ولايته لهم والعكس.
د الله تعالی دوستي د مومنانو سره د هغوی د نیکو عملونو مطابق ده، پس هر څومره چې د هغوی نیک عملونه زیاتیږي همدومره ورسره د الله تعالی دوستي زیاتیږي او همدارنګه د دې برعکس.
• من سُنَّة الله أن يولي كل ظالم ظالمًا مثله، يدفعه إلى الشر ويحثه عليه، ويزهِّده في الخير وينفِّره عنه.
د الله تعالی د طریقو نه دا ده چې د هر یو ظالم سره د هغه په شان ظالم ملګری کوي، چې شر ته یې وروړاندې کوي او په هغه ورله تیزي ورکوي، او د خیر نه یې بې رغبته کوي او نفرت ورله ترې پیداکوي.