Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Kilniojo Korano sutrumpinto aiškinimo vertimas į puštūnų k.

Puslapio numeris: 143:128 close

external-link copy
125 : 6

فَمَنْ یُّرِدِ اللّٰهُ اَنْ یَّهْدِیَهٗ یَشْرَحْ صَدْرَهٗ لِلْاِسْلَامِ ۚ— وَمَنْ یُّرِدْ اَنْ یُّضِلَّهٗ یَجْعَلْ صَدْرَهٗ ضَیِّقًا حَرَجًا كَاَنَّمَا یَصَّعَّدُ فِی السَّمَآءِ ؕ— كَذٰلِكَ یَجْعَلُ اللّٰهُ الرِّجْسَ عَلَی الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

نو پس الله تعالی چې چاته اراده وکړي چې توفیق ورکړي د هدایت لارې ته نو د هغه سینه پراخه کړي او د اسلام قبلولو ته یې اماده کړي، او چاته چې وغواړي چې ذلیل یې کړي او د هدایت توفیق ورنه کړي نو د هغه سینه تنګه کړي د منلو د حق نه، لکه څرنګه چې ده بند کړی دی حق لدې څخه چې د ده زړه ته لار ومومي پداسې ډول یې بند کړی لکه څرنګه چې دی پخپله اسمان ته له ختلو څخه عاجز دی، او لکه څرنګه الله تعالی د ګمراه حال داسې تنګ ګرځولی همداسې به عذاب هغه چاته ورکړي چې په الله تعالی ایمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
126 : 6

وَهٰذَا صِرَاطُ رَبِّكَ مُسْتَقِیْمًا ؕ— قَدْ فَصَّلْنَا الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّذَّكَّرُوْنَ ۟

او دا دین کوم چې مونږ تاته درکړی دی -ای پیغمبره- دا د الله تعالی نیغه لاره ده چې هیڅ کوږوالی پکې نشته، په تحقیق سره مونږ بیان کړي آیتونه هغه چاته چې هغه لره عقل او پوهه وي او په دې سره درک کوي؛ هغه لره د الله تعالی له طرفه. info
التفاسير:

external-link copy
127 : 6

لَهُمْ دَارُ السَّلٰمِ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَهُوَ وَلِیُّهُمْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

د دوی لپاره داسې کور دی چې دوی به پکې د هر قسم تکلیف نه په امان وي او هغه جنت دی، او الله تعالی د دوی مددګار دی دا بدله ده دوی لره په سبب د هغو نیکو عملونو چې دوی کول. info
التفاسير:

external-link copy
128 : 6

وَیَوْمَ یَحْشُرُهُمْ جَمِیْعًا ۚ— یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ قَدِ اسْتَكْثَرْتُمْ مِّنَ الْاِنْسِ ۚ— وَقَالَ اَوْلِیٰٓؤُهُمْ مِّنَ الْاِنْسِ رَبَّنَا اسْتَمْتَعَ بَعْضُنَا بِبَعْضٍ وَّبَلَغْنَاۤ اَجَلَنَا الَّذِیْۤ اَجَّلْتَ لَنَا ؕ— قَالَ النَّارُ مَثْوٰىكُمْ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اِلَّا مَا شَآءَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ ۟

او یاد کړه -ای پیغمبره- په کومه ورځ چې به الله تعالی راجمع کړي دوه وزن داره شیان د پیریانو او انسانانو نه، بیا به الله تعالی وفرمایې: ای د پیریانو ډلې، یقینا تاسو ډیر خلک ګمراه کړي و او د الله تعالی له لارې نه مو بند کړي و، او د دوی تابعداران به خپل رب ته په جواب کې ووایې: ای زمونږه ربه! فایدې اخیستلې وي هر یو زمونږ نه په خپل ملګري، نو پیرې فایده اخیستې وه د انسان نه د هغه د تابعدارۍ په وجه، او انسان فایده اخیستلې وه په حاصلولو د خپلو شهوتونو، او بیشکه مونږ راورسیدلو هغه نېټې ته چې تا مونږ لره مقرر کړې وه، نو دا ورځ د قیامت ده، الله تعالی به وفرمایې: د جهنم اور ستاسو د اوسیدو ځای دی چې تل به پکې یاست مګر چې الله تعالی وغواړي په اندازه د هغې زمانې چې دوی پکې د قبرونو نه راپاڅیږي تر ورتللو د دوی جهنم ته، نو دا هغه زمانه ده چې الله تعالی مستثنی کړې د دوی د همیشوالی نه په اور کې، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- د حکمت والا دی په خپله اندازه او تدبیر کې، پوهه دی په خپلو بندګانو، او په هغه چا چې په دوی کې د عذاب مستحق وي. info
التفاسير:

external-link copy
129 : 6

وَكَذٰلِكَ نُوَلِّیْ بَعْضَ الظّٰلِمِیْنَ بَعْضًا بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟۠

او څرنګه چې مونږ دوستان ګرځولي وو سرکښه د پیریانو نه، او مسلط کړي مو وو په بعضو خلکو د دې لپاره چې ګمراه یې کړي، (همدارنګه) دوست جوړوو هر یو ظالم بل ظالم لره چې تیزي ورکوي په شر باندې، او لرې کوي یې د خیر نه، او د هغه نه یې بې رغبته کوي؛ دا بدله ده د دوی لپاره د هغو ګناهونو په وجه چې دوی کولې. info
التفاسير:

external-link copy
130 : 6

یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ اَلَمْ یَاْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنْكُمْ یَقُصُّوْنَ عَلَیْكُمْ اٰیٰتِیْ وَیُنْذِرُوْنَكُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا ؕ— قَالُوْا شَهِدْنَا عَلٰۤی اَنْفُسِنَا وَغَرَّتْهُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا وَشَهِدُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ اَنَّهُمْ كَانُوْا كٰفِرِیْنَ ۟

او مونږ به دوی ته د قیامت په ورځ ووایو: ای د پیریانو او انسانانو ډلې! آیا نه وو راغلي تاسو ته پیغام راړونکي (پیغمبران) ستاسو د جنس نه -نو هغوی هم د انسانانو له ډلې څخه وو- لوستله یې په تاسو باندې هغه وحې چې الله تعالی په هغوی رالیږلې وه، او ویره یې درکوله تاسو ته د ملاقات د دې ورځې چې هغه د قیامت ورځ ده؟ دوی وویل: ولې نه، مونږ نن ورځ په خپل ځان اقرار وکړ چې بیشکه ستا پیغمبرانو مونږ ته دین رارسولی و، او مونږ اقرار وکړ په ملاقات د دې ورځې، خو مونږ ستا پيغمبران دروغجن ګڼلي وو، او د دې ورځې راتګ مو دروغجن ګڼلی و. او دوکه کړی وو دوی لره ژوند دنیوي د وجې د هغه عارضي ښایست او ختمیدونکو نعمتونو نه چې په دې کې دي، او دوی اقرار وکړ په خپلو ځانونو چې دوی په دنیا کې په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو باندې کفر کوونکي وو، خو لیکن فایده ورنه کړه دوی ته نه دې اقرار او نه دې ایمان؛ ځکه چې وخت یې تیر شوی و. info
التفاسير:
Šiame puslapyje pateiktų ajų nauda:
• سُنَّة الله في الضلال والهداية أنهما من عنده تعالى، أي بخلقه وإيجاده، وهما من فعل العبد باختياره بعد مشيئة الله.
په لارښوونه او ګمراهۍ کې د الله تعالی کړنلاره دا ده چې دا دواړه د هغه تعالی له لورې دي، یعنې د هغه په پیدایش کې دي، او دا دواړه د بنده د کړنو څخه دي د هغه په اختیار سره وروسته د الله تعالی د خوښې نه. info

• ولاية الله للمؤمنين بحسب أعمالهم الصالحة، فكلما زادت أعمالهم الصالحة زادت ولايته لهم والعكس.
د الله تعالی دوستي د مومنانو سره د هغوی د نیکو عملونو مطابق ده، پس هر څومره چې د هغوی نیک عملونه زیاتیږي همدومره ورسره د الله تعالی دوستي زیاتیږي او همدارنګه د دې برعکس. info

• من سُنَّة الله أن يولي كل ظالم ظالمًا مثله، يدفعه إلى الشر ويحثه عليه، ويزهِّده في الخير وينفِّره عنه.
د الله تعالی د طریقو نه دا ده چې د هر یو ظالم سره د هغه په شان ظالم ملګری کوي، چې شر ته یې وروړاندې کوي او په هغه ورله تیزي ورکوي، او د خیر نه یې بې رغبته کوي او نفرت ورله ترې پیداکوي. info