ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم

رقم الصفحة:close

external-link copy
9 : 6

وَلَوْ جَعَلْنٰهُ مَلَكًا لَّجَعَلْنٰهُ رَجُلًا وَّلَلَبَسْنَا عَلَیْهِمْ مَّا یَلْبِسُوْنَ ۟

او که چیرته مونږ دوی ته لیږونکی پیغمبر پرښته ګرځولې وه نو خامخا به مونږ د سړي په شکل کې ورلیږلې وه د دې لپاره چې دوی ترې اوریدل وکولای شي او له هغې څخه اخیستل وکولای شي؛ ځکه چې دوی په دغه صورت کې دا کارونه (د خبرې اوریدل او د هغه څخه د وحې او د هدایتو اخیستل) د دې ملایک سره د هغه په خپل شکل کې نشي کولی په کوم کې چې الله تعالی پیداکړی، او که چیرته مونږ دا ملایک د سړي په شکل کې راولیږو نو په دوی به د هغه کار ګډوډ شي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 6

وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِیْنَ سَخِرُوْا مِنْهُمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠

نو که چیرته دا خلک مسخرې کوي په غوښتلو د دوی د رالیږلو د ملایک ستا سره نو یقینا مسخرې کړې وې بعضو امتونو (ډلو) مخکې ستا څخه په خپلو پیغمبرانو پورې، نو دوی لره راګیر کړل هغه عذاب چې دوی ترې انکار کاوه او په وخت د ویره ورکولو کې به يې ورپسې مسخرې کولې. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 6

قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ ثُمَّ اَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟

ته ووایه –ای پیغمبره- دې دروغجنو او مسخرو کوونکو ته: وګرځئ تاسو په ځمکه کې، بیا سوچ او فکر وکړئ چې څرنګه وو اخرې انجام د هغه چا چې د الله تعالی پیغمبرانو ته د دروغو نسبت کوونکي وو، نو بیشکه په هغوی باندې د الله تعالی عذاب راغلی و سره د هغه قوت او دفاع نه چې د دوی سره وو. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 6

قُلْ لِّمَنْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قُلْ لِّلّٰهِ ؕ— كَتَبَ عَلٰی نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ؕ— لَیَجْمَعَنَّكُمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— اَلَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

ته ورته ووایه –ای پیغمبره-: د چا لپاره ده بادشاهي او اختیار د اسمانونو او بادشاهي او اختیار د ځمکې او اختیار د هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي؟ ته ورته ووایه: بادشاهي او اختیار د دې ټولو یواځې الله تعالی لره دی، لازم کړی یې دی په خپل ځان باندې رحمت په خپلو بندګانو د مهربانۍ له مخې، نو هغوی ته په سزا ورکولو کې تیزې او تلوار نه کوي، تر دې پورې چې توبه ونه باسي نو راجمع به کړي ټولو لره د قیامت په ورځ، او دا هغه ورځ ده چې هیڅ شک پکې نشته. هغه کسان چې تاوانیان کړي یې دي خپل ځانونه په کفر کولو سره په الله تعالی باندې ایمان نه راوړي چې ځان پرې د تاوان څخه بچ کړي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 6

وَلَهٗ مَا سَكَنَ فِی الَّیْلِ وَالنَّهَارِ ؕ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

او یواځې الله تعالی لره دی اختیار او د بادشاهي د هر شي، د هغه څه چې اوسیږي او ارام کوي په شپه او ورځ کې دي، او هغه اوریدونکی دی د دوی ویناګانو لره، پوهه دی د هغوی په کارونو، او خامخا به ورله په هغې بدلې ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 6

قُلْ اَغَیْرَ اللّٰهِ اَتَّخِذُ وَلِیًّا فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَهُوَ یُطْعِمُ وَلَا یُطْعَمُ ؕ— قُلْ اِنِّیْۤ اُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ اَوَّلَ مَنْ اَسْلَمَ وَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟

ته ووایه -ای پیغمبره! مشرکانو ته هغه چې بندګي کوي د الله تعالی سره د بوتانو او نورو شیانو: ایا دا خبره عقل منې (ایا کیدای شي) چې زه ونیسم پرته له الله تعالی څخه بل څوک مددګار چې زه ورسره دوستي وکړم او مرسته ترې وغواړم؟! او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي اسمانونه او ځمکه په نا اشنا او نوې ډول چې مخکې نه وو، او د هغه څخه مخکې هیچا دغه شان نه وو پیدا کړی. او الله تعالی هغه ذات دی چې روزي ورکوي چاته چې وغواړي د خپلو بندګانو نه، او د هغه د بندګانو څخه هیڅوک داسې نشته چې هغه ته روزي ورکړي، نو هغه بی حاجته دی د خپلو بندګانو نه، او د هغه ټول بندګان هغه ته محتاج دي، ته ووایه -ای پیغمبره!-: بیشکه ماته امر کړی رب زما -پاک دی د هر قسم شریک نه- چې شم زه اول د هغه چانه چې هغه ته یې غاړه کیښودي وي د دې امت نه، او زه یې منع کړی یم چې زه د هغه چا څخه شم چې د هغه سره بل څوک شریکوي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 6

قُلْ اِنِّیْۤ اَخَافُ اِنْ عَصَیْتُ رَبِّیْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

ته ووایه –ای پیغمبره-: بیشکه زه ویریږم که چیرته زه د الله تعالی نافرماني وکړم په کولو د هغه څه سره چې په مایې حرام کړي د شرک او نورو ګناهونو نه، او یا په پریښودلو د هغه څه سره چې ما ته یې پرې امر کړی د ایمان او نورو نیکیو نه، چې ما لره به د قیامت په ورځ ډیر لوی عذاب راکړي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 6

مَنْ یُّصْرَفْ عَنْهُ یَوْمَىِٕذٍ فَقَدْ رَحِمَهٗ ؕ— وَذٰلِكَ الْفَوْزُ الْمُبِیْنُ ۟

د چا نه چې الله تعالی دغه عذاب د قیامت په ورځ لرې کړي، نو بیشکه دا کامیاب شو د الله تعالی په خاص رحمت باندې، او دا خلاصیدل د دې عذاب نه همدا ښکاره کامیابي ده چې هیڅ کامیابي ورسره نشي برابریدلی. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 6

وَاِنْ یَّمْسَسْكَ اللّٰهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهٗۤ اِلَّا هُوَ ؕ— وَاِنْ یَّمْسَسْكَ بِخَیْرٍ فَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

او که تاته درورسیږي –ای بنی ادم- د الله تعالی له طرفه یو مصیبت نو نشته څوک دفع کوونکی د دې مصیبت ستانه مګر الله تعالی دی، او که چیرته تاته درورسیږي د الله تعالی نه څه خیر نو نشته هیڅ څوک بندوونکی دې خیر لره ستا نه، او نشته څوک واپس کوونکی د الله تعالی مهربانۍ لره، نو پس هغه په هر څه باندې قادر ذات دی هیڅ شی یې نشې عاجز کولی. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 6

وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهٖ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْخَبِیْرُ ۟

او هغه غالب دی په خپلو بندګانو ذلیلوونکی دی هغوی لره، اوچت دی په هغوی باندې د هر اړخه هغه ذات دی چې هیڅ شی یې نشي عاجز کولی، او هیڅوک پرې نشي غالب کیدلی، ټول هغه ته غاړه کیښودونکي دي، د خپلو بندګانو نه اوچت دی لکه څرنګه چې د هغه د شان سره مناسب وي، او د حکمت والا دی په خپل پیدایښت، کار جوړولو او شرع کې، په هر شي باندې خبردار دی هیڅ شی پرې پټ نشي پاتی کیدلی. info
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• بيان حكمة الله تعالى في إرسال كل رسول من جنس من يرسل إليهم؛ ليكون أبلغ في السماع والوعي والقبول عنه.
د الله تعالی د حکمت بیانیدل په رالیږلو د هر یو پیغمبر کې د هغه چا د جنس نه چې دا ورته رالیږل کیږي، د دې لپاره چې ډیر موثر وي په اوریدلو کې، پوهه حاصلولو کې او د هغه نه په قبلولو کې. info

• الدعوة للتأمل في أن تكرار سنن الأوّلين في العصيان قد يقابله تكرار سنن الله تعالى في العقاب.
رابلل دې خبرې ته چې یقینا د پخوانیو امتونو چلونه او طریقې تکرارول په نافرمانۍ کې کیدای شي مخامخ شي د تکرارولو د طریقو د الله تعالی په سزا ورکولو کې. info

• وجوب الخوف من المعصية ونتائجها.
واجب دي ویریدل د ګناه او د هغې د نتیجې نه. info

• أن ما يصيب البشر من بلاء ليس له صارف إلا الله، وأن ما يصيبهم من خير فلا مانع له إلا الله، فلا رَادَّ لفضله، ولا مانع لنعمته.
یقینا کوم شر چې انسانانو ته رسیږي د هغه د بچ کولو او اړولو والا هیڅوک نشته مګر یواځې الله تعالی دی، او هغه چې دوی ته کوم خیر رسیږي نو نشته څوک بندوونکی دې لره مګر الله تعالی دی، نو نشته څوک رد کوونکی د هغه مهربانۍ لره، او نشته څوک منع کوونکی د هغه نعمتونو لره. info