የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ

የገፅ ቁጥር:close

external-link copy
131 : 6

ذٰلِكَ اَنْ لَّمْ یَكُنْ رَّبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرٰی بِظُلْمٍ وَّاَهْلُهَا غٰفِلُوْنَ ۟

انسانانو او پیریانو ته د پيغمبرانو رالیږل د دې لپاره چې د هغوی بهانه ورکه شي او د دې لپاره چې سزا ورنه کړی شي یو کس ته په هغو ګناهونو چې دې کړی وي او حال دا چې پیغمبر ورته نه وي لیږل شوی، او دعوت ورته هم نه وي رسیدلی، نو مونږ عذاب نه ورکوو هیڅ یو امت ته د امتونو نه مګر وروسته د لیږلو د پیغمبرانو نه هغوی ته. info
التفاسير:

external-link copy
132 : 6

وَلِكُلٍّ دَرَجٰتٌ مِّمَّا عَمِلُوْا ؕ— وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا یَعْمَلُوْنَ ۟

او د هر چا لپاره د دوی نه درجې دي د هغوی د عملونو په اندازه، نو ډیر او لږ شر سره نه برابریږي، او نه پیشوا او تابعداري کوونکی، لکه څرنګه چې ندی برابر ثواب د هغو کسانو چې نیک کارونه کوي، او ندی رب ستا بې خبره د هغو کارونو نه چې دوی یې کوي، بلکې خبر دی په هغوی، هیڅ شی په هغه باندې د دوی نه پټ نشي پاتې کیدلی، او خامخا به ورله په خپلو عملونو بدلې ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
133 : 6

وَرَبُّكَ الْغَنِیُّ ذُو الرَّحْمَةِ ؕ— اِنْ یَّشَاْ یُذْهِبْكُمْ وَیَسْتَخْلِفْ مِنْ بَعْدِكُمْ مَّا یَشَآءُ كَمَاۤ اَنْشَاَكُمْ مِّنْ ذُرِّیَّةِ قَوْمٍ اٰخَرِیْنَ ۟ؕ

او ستا رب -ای پیغمبره- هغه بې حاجته دی د خپلو بندګانو نه، نو هغوی ته حاجت نه لري، او نه د هغوی بندګۍ ته ضرورت لري، او ضرر نشي ورکولی هغه ته کفر د دوی، او سره د بی حاجتۍ د الله تعالی د دوی نه بیا هم په دوی باندې مهربان دی، که چیرته وغواړي هلاکول ستاسې -ای نافرمانو بندګانو- نو ستاسو بیخ کندي به وکړي په عذاب سره د خپل طرف نه، او راپیدابه کړي ستاسو د هلاکولو نه وروسته هغه څوک چې الله تعالی یې غواړي د هغه چا نه چې په هغه ایمان راوړي او تابعداري یې کوي، لکه څرنګه چې یې تاسو پیدا کړي یاست د اولادې د بل قوم نه چې ستاسو نه مخکې وو. info
التفاسير:

external-link copy
134 : 6

اِنَّ مَا تُوْعَدُوْنَ لَاٰتٍ ۙ— وَّمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟

یقینا هغه څه چې ستاسو سره یې وعده کولی شي -ای کافرانو- د دوباره ژوند او د حساب کتاب او د سزا درکولو خامخا راتلونکي دي، او تاسو د خپل رب نه په تېښته نشئ خلاصیدلی، نو رانیوونکی دی ستاسو په تندیو باندې، او عذاب درکوونکی دی تاسو ته په خپل عذاب سره. info
التفاسير:

external-link copy
135 : 6

قُلْ یٰقَوْمِ اعْمَلُوْا عَلٰی مَكَانَتِكُمْ اِنِّیْ عَامِلٌ ۚ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۙ— مَنْ تَكُوْنُ لَهٗ عَاقِبَةُ الدَّارِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ ۟

ته ووایه -ای پیغمبره-: ای زما قومه کلک شئ تاسو په خپله طریقه او په هغه څه چې تاسو پکې یاست له کفر او ګمراهۍ څخه، نو بیشکه ما ستاسو بهانه او عذر ختم کړی دی او په تاسو مې دلیل قایم کړی په رسولو ښکاره سره، نو زه ستاسو په کفر او ګمراهۍ باندې پروا نه کوم، بلکې زه کلک ولاړ یم په هغه څه چې زه پکې یم د حق نه، او زر دی چې تاسو به پوه شئ چې چا لره ده کامیابي په دنیا کې، او چا ته به دا ځمکه پاتې کیږي، او د چا لپاره دی کور د آخرت، بیشکه شان دا دی چې هیڅکله نشي کامیابیدلی مشرکان نه په دنیا او نه اخرت کې، بلکې د دوی وروستی انجام تاوان دی، او اګر که تاسو مزې کوئ په هغو نعمتونو چې تاسو یې استعمالوئ په دنیا کې. info
التفاسير:

external-link copy
136 : 6

وَجَعَلُوْا لِلّٰهِ مِمَّا ذَرَاَ مِنَ الْحَرْثِ وَالْاَنْعَامِ نَصِیْبًا فَقَالُوْا هٰذَا لِلّٰهِ بِزَعْمِهِمْ وَهٰذَا لِشُرَكَآىِٕنَا ۚ— فَمَا كَانَ لِشُرَكَآىِٕهِمْ فَلَا یَصِلُ اِلَی اللّٰهِ ۚ— وَمَا كَانَ لِلّٰهِ فَهُوَ یَصِلُ اِلٰی شُرَكَآىِٕهِمْ ؕ— سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ ۟

او مشرکانو په الله تعالی باندې دروغ جوړ کړي داسې چې دوی ګرځولي الله تعالی لره د هغه څه نه چې پیدا کړي یې دي د فصلونو او څارویو نه برخې، نو دوی دا ګومان کړی چې بیشکه دا الله تعالی لره دي، او بله برخه د دوی بوتانو لره ده، نو هغه څه چې دوی د خپلو شریکانو لپاره خاص کړي هغو ځایونو ته نه رسیږي چې الله تعالی پکې مصرف کول روا کړي لکه فقیرانو او مسکینانو ته، او هغه چې الله تعالی ته یې خاص کړي نو د هغوی شریکانو ته ور رسیږي د بوتانو نه نو د هغوی لپاره یې مصرفوي، خبردار ډیره بده دا فیصله او تقسیم د دوی. info
التفاسير:

external-link copy
137 : 6

وَكَذٰلِكَ زَیَّنَ لِكَثِیْرٍ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ قَتْلَ اَوْلَادِهِمْ شُرَكَآؤُهُمْ لِیُرْدُوْهُمْ وَلِیَلْبِسُوْا عَلَیْهِمْ دِیْنَهُمْ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا فَعَلُوْهُ فَذَرْهُمْ وَمَا یَفْتَرُوْنَ ۟

او لکه څرنګه چې ښایسته کړی و شیطان مشرکانو ته دا د ظلم والا حکم همدغه شان ښایسته کړې وه ډیرو مشرکانو ته د هغوی شریکانو د شیطانانو نه دا خبره چې ووژني خپل بچي د ولږې د ویرې نه؛ د دې لپاره چې هلاک یې کړي د داسې یو کار په کولو سره چې هغه د یو نفس وژل دي؛ هغه چې الله تعالی یې وژل حرام کړي دي مګر په حق سره، او د دې لپاره چې ګډوډ کړي په دوی باندې دین د دوی نو نه به پیژني دوی چې کوم کار روا او کوم ناروا دی، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې دوی دا کار نه و کړی نو هیڅکله به یې نه و کړی، خو الله تعالی د خاص حکمت لپاره دا وغوښتل، نو پریږده -ای پیغمبره- دا مشرکان او دروغ جوړول د دوی په الله تعالی باندې، نو پس دا تاته څه ضرر نشي رسولی، او د دوی کار الله تعالی وسپاره. info
التفاسير:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• تفاوت مراتب الخلق في أعمال المعاصي والطاعات يوجب تفاوت مراتبهم في درجات العقاب والثواب.
لکه څرنګه چې خلک په ګناهونو او نیکوکارونو کې یو له بل سره توپير لري، همدارنګه یې په سزا او ثواب ورکولو کې یو له بل سره توپير اړین دی. info

• اتباع الشيطان موجب لانحراف الفطرة حتى تصل لاستحسان القبيح مثل قتل الأولاد ومساواة أصنامهم بالله سبحانه وتعالى.
د شیطان تابعداري انسان اړ باسې چې له فطرت څخه واوړي تر دې چې دې حد ته ورسیږي چې ناسم کار هم ورته ښایسته ښکاري، لکه: اولاد وژنه او د الله تعالی سره د بتانو برابرول. info