แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน สำหรับหนังสืออรรถาธิบายอัลกุรอานอย่างสรุป (อัลมุคตะศ็อร ฟีตัฟซีร อัลกุรอานิลกะรีม)

หมายเลข​หน้า​:close

external-link copy
138 : 6

وَقَالُوْا هٰذِهٖۤ اَنْعَامٌ وَّحَرْثٌ حِجْرٌ ۖۗ— لَّا یَطْعَمُهَاۤ اِلَّا مَنْ نَّشَآءُ بِزَعْمِهِمْ وَاَنْعَامٌ حُرِّمَتْ ظُهُوْرُهَا وَاَنْعَامٌ لَّا یَذْكُرُوْنَ اسْمَ اللّٰهِ عَلَیْهَا افْتِرَآءً عَلَیْهِ ؕ— سَیَجْزِیْهِمْ بِمَا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟

د بتانو د خادمانو او نورو د ګمان او دروغو تړلو له امله دا مشرکان وایې: دا څاروي او فصلونه حرام کړی شوي (بند کړی شوي)؛ خوراک نه کوي د دې نه مګر هغه څوک چې دوی یې غواړي، او دا څاروي دي چې حرامې کړی شوی شاګانې د دوی؛ نو سپرېدل به پرې نه کیږي، او نه پرې بار وړل کیږي؛ چې هغه بحیره، سائبه او حام دي. دا څاروي دي چې دوی پرې د حلالې پر مهال د الله تعالی نوم نه یادوي، بلکې د خپلو بتانو په نوم یې ذبحه کوي؛ دوی د دې ټولو کارونو نسبت الله تعالی ته په دروغو سره وکړ چې ګویا دا د هغه له طرف نه دي، خامخا سزا به ورکړي دوی ته الله تعالی په سبب د هغه دروغو چې دوی په الله تعالی باندې جوړول. info
التفاسير:

external-link copy
139 : 6

وَقَالُوْا مَا فِیْ بُطُوْنِ هٰذِهِ الْاَنْعَامِ خَالِصَةٌ لِّذُكُوْرِنَا وَمُحَرَّمٌ عَلٰۤی اَزْوَاجِنَا ۚ— وَاِنْ یَّكُنْ مَّیْتَةً فَهُمْ فِیْهِ شُرَكَآءُ ؕ— سَیَجْزِیْهِمْ وَصْفَهُمْ ؕ— اِنَّهٗ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ ۟

او وایې دوی: هغه بچي چې د دې سائبو او بحیرو په ګېدو کې دي؛ که چیرته ژوندي پیدا شول نو دا یوازې زمونږ نارینه و ته حلال دي، او په ښځو باندې مو حرام دي، او که چیرته مړه وزیږیدل نو بیا پکې نارینه او ښځینه ټول شریک دي(په خوړلو کې یې). زر دی چې سزا به ورکړي دوی ته الله تعالی په دې وینا د دوی هغه سزا چې دوی یې وړ دي، بیشکه الله تعالی د حکمت والا دی په خپل شریعت کې او د خپلو مخلوقاتو د چارو په برابرولو کې، باخبره دی په دوی. info
التفاسير:

external-link copy
140 : 6

قَدْ خَسِرَ الَّذِیْنَ قَتَلُوْۤا اَوْلَادَهُمْ سَفَهًا بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّحَرَّمُوْا مَا رَزَقَهُمُ اللّٰهُ افْتِرَآءً عَلَی اللّٰهِ ؕ— قَدْ ضَلُّوْا وَمَا كَانُوْا مُهْتَدِیْنَ ۟۠

په تحقیق سره هلاک شوي هغه کسان چې وژلي یې دي بچې خپل د کم عقلئ او ناپوهۍ له وجې، او حرام کړي یې دي په ځان باندې هغه څه چې ورکړي وو دوی ته الله تعالی د چارپایانو نه، په داسې حال کې چې نسبت کوونکي دي ددې کار الله تعالی ته په دروغو سره، بیشکه دوی لرې شوي د نیغې لارې نه، او ندي دوی هغې ته رسیدونکي. info
التفاسير:

external-link copy
141 : 6

وَهُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَ جَنّٰتٍ مَّعْرُوْشٰتٍ وَّغَیْرَ مَعْرُوْشٰتٍ وَّالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا اُكُلُهٗ وَالزَّیْتُوْنَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَّغَیْرَ مُتَشَابِهٍ ؕ— كُلُوْا مِنْ ثَمَرِهٖۤ اِذَاۤ اَثْمَرَ وَاٰتُوْا حَقَّهٗ یَوْمَ حَصَادِهٖ ۖؗ— وَلَا تُسْرِفُوْا ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُسْرِفِیْنَ ۟ۙ

او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي باغونه خواره شوي (پراته) په ځمکه باندې پغیر د تنو نه، او پیداکړي یې دي ولاړ په ځمکه باندې د تنو والا، او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي کجورې، او پیداکړی یې دي فصلونه؛ مختلفې دي میوې د هغوی په شکل او خوند کې، او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پيدا کړي یې دي خونه او انار؛ پاڼې ددې دواړو یوشان دي، او خوند یې بدل دی، خورئ -ای خلکو- د دې میوو نه کله چې میوې ونیسي، او ورکړئ زکات د دې میوو په ورځ د لو کولو (ریبلو) کې، او د شرعي حد نه په خوراک او خرچ کې مه تیریږئ، نو یقینا الله تعالی نه خوښوي تیریدونکي د هغه د پولو نه په دې دواړو کې او نه په نورو شیانو کې، بلکې بد یې ګڼي، بیشکه هغه ذات چې دا ټول یې پيداکړي دي هماغه دا د خپلو بندګانو لپاره حلال کړي، نو مشرکانو لره د دې د حراموالي واک او اختیار نشته. info
التفاسير:

external-link copy
142 : 6

وَمِنَ الْاَنْعَامِ حَمُوْلَةً وَّفَرْشًا ؕ— كُلُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ وَلَا تَتَّبِعُوْا خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ ؕ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي ستاسو لپاره د چارپایانو نه هغه چې تیار وي دې ته چې بار پرې وړل کیدی شي لکه غټ اوښان، او هغه چې دې ته نه وي برابر لکه واړه اوښان او ګډې، خورئ -ای خلکو- د هغه څه نه چې الله تعالی تاسو ته درکړي د دې شیانو نه چې تاسو ته یې حلال کړي، او شیطان په پلونو مه ځئ په حلالوالي د هغه څه کې چې الله تعالی حرام کړي او په حراموالي د هغه څه کې چې الله تعالی حلال کړي لکه مشرکان چې یې کوي، بیشکه شیطان ستاسو لپاره -ای خلکو- دښمن دی؛ ښکاره ده دښمني د هغه داسې چې هغه ستاسو نه غواړي چې د الله تعالی نافرماني وکړئ په دې کار سره. info
التفاسير:
ประโยชน์​ที่​ได้รับ​:
• ذم الله المشركين بسبع صفات هي : الخسران والسفاهة وعدم العلم وتحريم ما رزقهم الله والافتراء على الله والضلال وعدم الاهتداء؛ فهذه أمور سبعة، وكل واحد منها سبب تام في حصول الذم.
الله تعالی مشرکان په اوو صفتونو سره بد یاد کړي او هغه دادې: تاوانیان، کم عقله، ناپوه، حراموونکي د هغه څه چې الله تعالی دوی ته ورکړي، په الله تعالی باندې دروغ تړل، ګمراهي او هدایت نه موندل؛ نو دا اوه شیان؛ هر یو د دې نه پوره سبب دی چې دوی پرې ملامت وګڼل شي. info

• الأهواء سبب تحريم ما أحل الله وتحليل ما حرم الله.
خواهشات سبب دی د حراموالي د هغه څه چې الله تعالی حلال کړي او د حلالوالي د هغه څه چې الله تعالی حرام کړي. info

• وجوب الزكاة في الزروع والثمار عند حصادها، مع جواز الأكل منها قبل إخراج زكاتها، ولا يُحْسَب من الزكاة.
په فصلونو او میوو کې د راټولولو پر مهال د زکات واجبوالی، سره لدې چې له زکات ورکولو څخه مخکې یې خوړل جایز دي، او دا به د زکات څخه نه حسابیږي. info

• التمتع بالطيبات مع عدم الإسراف ومجاوزة الحد في الأكل والإنفاق.
له پاکو خوړو څخه خوند اخستل پدې شرط چې اسراف او له حد څخه تیری په خوراک او خرچ کولو کې ونشي. info