แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน สำหรับหนังสืออรรถาธิบายอัลกุรอานอย่างสรุป (อัลมุคตะศ็อร ฟีตัฟซีร อัลกุรอานิลกะรีม)

หมายเลข​หน้า​:close

external-link copy
91 : 6

وَمَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِهٖۤ اِذْ قَالُوْا مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ عَلٰی بَشَرٍ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— قُلْ مَنْ اَنْزَلَ الْكِتٰبَ الَّذِیْ جَآءَ بِهٖ مُوْسٰی نُوْرًا وَّهُدًی لِّلنَّاسِ تَجْعَلُوْنَهٗ قَرَاطِیْسَ تُبْدُوْنَهَا وَتُخْفُوْنَ كَثِیْرًا ۚ— وَعُلِّمْتُمْ مَّا لَمْ تَعْلَمُوْۤا اَنْتُمْ وَلَاۤ اٰبَآؤُكُمْ ؕ— قُلِ اللّٰهُ ۙ— ثُمَّ ذَرْهُمْ فِیْ خَوْضِهِمْ یَلْعَبُوْنَ ۟

او مشرکانو د الله په حقه درناوی ونه کړ کله يې چې د هغه نبي محمد صلی الله عليه وسلم ته وويل: الله پر انسان هيڅ وحي نده نازله کړې، اې رسوله! ورته ووايه: څوک دی چې پر موسی يې تورات نازل کړ چې رڼا، هدایت او خپل قوم ته يې لارښوونه وه، چې يهود يې په خپلو کتابچو کې ځينې هغه برخې ښکاروي چې د هغوی د نفسي غوښتنو سره سمې دي او هغه پټوي چې ورسره مخالفې دي لکه د محمد صلی الله عليه وسلم صفت، اې عربو تاسو له قرآن څخه هغه څه زده کړل چې مخکې نه ستاسو زده وو او نه ستاسو د پخوانيو، ورته ووايه! اې رسوله! الله هغه را نازل کړ، بيا هغوی په خپله ناپوهۍ او لار ورکۍ کې پرېږده چې ملنډې وهي او مسخرې کوي، تردې چې باور يې راشي.
info
التفاسير:

external-link copy
92 : 6

وَهٰذَا كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ مُبٰرَكٌ مُّصَدِّقُ الَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ وَلِتُنْذِرَ اُمَّ الْقُرٰی وَمَنْ حَوْلَهَا ؕ— وَالَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَهُمْ عَلٰی صَلَاتِهِمْ یُحَافِظُوْنَ ۟

او دغه قرآن هغه کتاب دی چې موږ پر تا نازل کړی اې نبي! او هغه داسې مبارک کتاب دی چې د مخکېنيو اسماني کتابونو رېښتينی بلونکی دی، ترڅو د مکې خلک او د ځمکې په ختيځو او لوېديځو برخو کې خلک پرې ووېروې، چې لار ومومي او هغه کسان چې د آخرت پر ژوند ايمان لري هغوی پر دغه قرآن هم ايمان لري او پر هغه څه عمل کوي چې پکې دي او د خپلو لمونځونو ساتنه کوي د شريعت له لوري په خپلو ټاکلو وختونو کې د هغو د رکنونو، فرضونو او مستحباتو په اداء کولو سره.
info
التفاسير:

external-link copy
93 : 6

وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ قَالَ اُوْحِیَ اِلَیَّ وَلَمْ یُوْحَ اِلَیْهِ شَیْءٌ وَّمَنْ قَالَ سَاُنْزِلُ مِثْلَ مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ ؕ— وَلَوْ تَرٰۤی اِذِ الظّٰلِمُوْنَ فِیْ غَمَرٰتِ الْمَوْتِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ بَاسِطُوْۤا اَیْدِیْهِمْ ۚ— اَخْرِجُوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— اَلْیَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُوْنِ بِمَا كُنْتُمْ تَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ غَیْرَ الْحَقِّ وَكُنْتُمْ عَنْ اٰیٰتِهٖ تَسْتَكْبِرُوْنَ ۟

نشته هیڅوک ډیر ظلم کوونکی د هغه چا نه چې جوړوي په الله تعالی باندې دروغ داسې چې وایې: بیشکه نه دی رالیږلی الله تعالی په هیڅ یو انسان باندې هیڅ شي د وحې نه، او یا داسې دروغ وایې چې: بیشکه الله تعالی ده ته وحې کړې ده، او په تحقیق سره الله تعالی ده ته هیڅ وحې نه وي کړي، او یا وایې: خامخا زه به نازل کړم د هغه قرآن په شان کوم چې الله تعالی نازل کړی، او که ته ووینې -ای پیغمبره- کله چې به رسیږي دې ظالمانو ته د مرګ سختۍ، او ملایکې اوږدوونکي وي خپلو لاسونو لره دوی ته په سزا ورکولو او وهلو سره، دوی ته به د رټنې په ډول وایې: خپلې ساګانې راوباسئ چئ مونږ یې درنه واخلو، په دې ورځ کې به رسیږي تاسو ته داسې عذاب چې تاسو به سپکوي او ذلیله کوي به مو په سبب د هغه چې تاسو تړل په الله تعالی باندې د دروغو نه په دعوه د پیغمبرۍ کې او په رالیږلو د وحې کې (په تاسو) او په رالیږلو د وحې د هغې وحې په شان چې کومه الله تعالی رالیږلې، او په سبب د لویې کولو ستاسو د ایمان راوړلو نه د هغه په ایتونو، نو که چیرته ته دا حال وویني خامخا ته به ووینې ډیر بد او قبیحه کار لره. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 6

وَلَقَدْ جِئْتُمُوْنَا فُرَادٰی كَمَا خَلَقْنٰكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّتَرَكْتُمْ مَّا خَوَّلْنٰكُمْ وَرَآءَ ظُهُوْرِكُمْ ۚ— وَمَا نَرٰی مَعَكُمْ شُفَعَآءَكُمُ الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ اَنَّهُمْ فِیْكُمْ شُرَكٰٓؤُا ؕ— لَقَدْ تَّقَطَّعَ بَیْنَكُمْ وَضَلَّ عَنْكُمْ مَّا كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ ۟۠

او دوی ته به وویل شي د دوباره راپاڅیدو (قیامت) په ورځ: او بیشکه تاسو راغلئ مونږ ته په دې ورځ کې یوازې یوازې، نه درسره مال شته او نه درسره مشري شته، لکه څرنګه چې مونږ تاسو اول ځل پیداکړی وئ پښېبله (لوڅې پښې) بربنډ ناسنته شوي،او پریښودل تاسو هغه څه چې مونږ تاسو ته درکړي د نعمتونو نه شاته ستاسو په دنیا کې که ستاسو خوښه وي او که نه وي، او مونږ نه وینو نن ورځ ستاسو سره هغه معبودان ستاسو چې تاسو به دعوه کوله چې دوی به ستاسو لپاره سپارش وکړي، او تاسو دعوه کوله چې یقینا دوی شریکان دي الله تعالی سره په بندګۍ کولو کې، بیشکه ختمه شوه رابطه ستاسو ترمنځ، او ورک شو ستاسو نه هغه چې تاسو یې دعوه کوله او ګمان مو کاوه د هغوی د سپارش نه، او د دې نه چې ګویاکې دوی الله تعالی سره شریکان دي. info
التفاسير:
ประโยชน์​ที่​ได้รับ​:
• إنزال الكتب على الأنبياء هو سُنَّة الله في المرسلين، والنبي عليه الصلاة والسلام واحد منهم.
په پیغمبرانو باندې کتابونه رالیږل د الله تعالی طریقه ده خپلو پیغمبرانو ته، او پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- یو د هغوی نه دی. info

• أعظم الناس كذبًا وفرية هو الذي يكذب على الله تعالى، فينسب أو ينفي ويثبت في حق الله تعالى أمرًا ليس عليه دليل صحيح.
په ټولو خلکو کې ډیر دروغجن او دروغ تړونکی هغه څوک دی چې په الله تعالی باندې دروغ وایې، نو هغه ته نسبت کوي یا ترې نفي کوي او یا د یو کار د ثبوت دعوه کوي د الله تعالی په حق کې داسې کار چې په هغه باندې هیڅ قسم صحیح دلیل نه وي. info

• كل أحد يبعث يوم القيامة فردًا متجردًا عن المناصب والألقاب، فقيرًا، ويحاسب وحده.
هر یو کس به د قیامت په ورځ یوازې راپاڅیږي هیڅ منصب او لقب به ورله نه وي، غریب او محتاج به وي، او یوازې به ورسره حساب کتاب کیږي. info