แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน สำหรับหนังสืออรรถาธิบายอัลกุรอานอย่างสรุป (อัลมุคตะศ็อร ฟีตัฟซีร อัลกุรอานิลกะรีม)

หมายเลข​หน้า​:close

external-link copy
147 : 6

فَاِنْ كَذَّبُوْكَ فَقُلْ رَّبُّكُمْ ذُوْ رَحْمَةٍ وَّاسِعَةٍ ۚ— وَلَا یُرَدُّ بَاْسُهٗ عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟

نو که دوی نسبت د دروغو وکړ تاته -ای پیغمبره- او ستا تصدیق یې ونه کړ په هغه څه کې چې تا پرې راتګ کړی دی ستا د رب له طرف نه، نو ته ورته ووایه د ترغیب په ډول: رب ستاسو د پراخه رحمت والا دی، او د هغه د رحمت نه دا دي چې تاسو ته یې مهلت درکړی، او جلتي (تلوار) یې نه ده کړی تاسو ته په عذاب درکولو کې، او ته دوی ته د ویرې په ډول ووایه: بیشکه عذاب د هغه نشې ګرځیدلی د هغه قوم نه چې نافرمانیانې او ګناهونه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
148 : 6

سَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا لَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَاۤ اَشْرَكْنَا وَلَاۤ اٰبَآؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِنْ شَیْءٍ ؕ— كَذٰلِكَ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ حَتّٰی ذَاقُوْا بَاْسَنَا ؕ— قُلْ هَلْ عِنْدَكُمْ مِّنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوْهُ لَنَا ؕ— اِنْ تَتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَاِنْ اَنْتُمْ اِلَّا تَخْرُصُوْنَ ۟

زر دی چې وبه وایې مشرکان دلیل نیوونکي د الله تعالی په اراده او تقدیر باندې په صحت د شرک کولو د دوی په الله تعالی باندې: که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې شرک ونه کړو مونږ او نه زمونږ پلاران په الله تعالی باندې نو مونږ به د هغه سره شرک نه و کړی، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې مونږ حرام نه کړو هغه څه چې مونږ حرام کړي وو په خپلو ځانونو نو مونږ به نه وی حرام کړي. او دوی د دې باطل دلیل په شان دروغ ویلي وو هغو کسانو چې د دوی نه مخکې وو په خپلو پیغمبرانو او داسې یې ویلی وو: که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې مونږ دې دوی دروغجن ونه ګڼو نو مونږ به دروغجن نه و ګڼلي، او دوی همیشه په دې خپلو دروغو باندې پاتي شو تر دې چې دوی وڅاکه عذاب زمونږ هغه چې مونږ په دوی باندې رالیږلي وو، ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: آیا شته دی ستاسو سره څه دلیل چې دلالت کوي په دې خبره چې بیشکه الله تعالی ستاسو نه په دې راضي و چې تاسو د هغه سره شریک وکړئ او تاسو حلال وګڼئ هغه څه چې په تاسو یې حرام کړي دي او تاسو حرام وګڼئ هغه څه چې حلال کړي یې دي؟ نو بس صرف د دې واقع کیدل ستاسو نه دلیل د رضامندۍ د الله تعالی ندی، یقینا تاسو په دې کار کې تابعداري نه کوئ مګر د ګمان، او یقینا ګمان فایده نه ورکوي د حق نه هیڅ شي، او نه یاستئ تاسو مګر دروغ ویونکي. info
التفاسير:

external-link copy
149 : 6

قُلْ فَلِلّٰهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ ۚ— فَلَوْ شَآءَ لَهَدٰىكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟

ته ووایه -ای پیغمبره- مشرکینو ته: که چیرته ستاسو سره دلیل نه وي مګر دا بیکاره دلیلونه نو بیشکه د الله تعالی سره غوڅ (فیصله کوونکی) دلیل دی چې ستاسو نه پرې بهانې ختموي هغه چې تاسو یې وړاندی کوئ، او باطلوي په دې سره ستاسو هغه شبهې چې تاسو پورې تعلق لرئ، نو که چیرته الله تعالی غوښتلی وی توفیق درکول تاسو ټولو ته د حق طرف ته -ای مشرکینو- نو خامخا به یې تاسو ته توفیق درکړی و. info
التفاسير:

external-link copy
150 : 6

قُلْ هَلُمَّ شُهَدَآءَكُمُ الَّذِیْنَ یَشْهَدُوْنَ اَنَّ اللّٰهَ حَرَّمَ هٰذَا ۚ— فَاِنْ شَهِدُوْا فَلَا تَشْهَدْ مَعَهُمْ ۚ— وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَالَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ وَهُمْ بِرَبِّهِمْ یَعْدِلُوْنَ ۟۠

ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته هغوی چې حراموي هغه څه چې الله تعالی حلال کړي، او دا دعوه کوي چې ګویا کې خاص الله تعالی هغه ذات دی چې دا یې حرام کړي: حاضر کړئ تاسو ګواهان خپل هغوی چې دا ګواهي کوي چې بیشکه الله تعالی حرام کړي دا شیان چې کوم تاسو حرام کړي، نو که چیرته دوی دا ګواهي ورکړه پغیر د پوهې نه (پغیر د څه دلیل نه) په دې خبره چې الله تعالی دا حرام کړي نو ته د دوی تصدیق مه کوه -ای پیغمبره- په دې ګواهۍ کې؛ ځکه چې دا د دروغو ګواهي ده، او ته تابعداري مه کوه د خواهشاتو د هغو کسانو چې خپل خواهشات فیصله کوونکي ګرځوي، نو یقینا دوی دروغ ګڼلي وو زمونږ آیتونه کله چې دوی حرام کړي وو هغه څه چې الله تعالی دوی ته حلال کړي وو، او ته تابعداري مه کوه د هغو کسانو چې په آخرت ایمان نه لري، او دوی په خپل رب باندې شرک کوي نو بل څوک ورسره برابروي، او څنګه تابعداري د هغه چا کیدلی شي چې دا یې طریقه وي د خپل رب سره؟! info
التفاسير:

external-link copy
151 : 6

قُلْ تَعَالَوْا اَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَیْكُمْ اَلَّا تُشْرِكُوْا بِهٖ شَیْـًٔا وَّبِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا ۚ— وَلَا تَقْتُلُوْۤا اَوْلَادَكُمْ مِّنْ اِمْلَاقٍ ؕ— نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَاِیَّاهُمْ ۚ— وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ ۚ— وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكُمْ وَصّٰىكُمْ بِهٖ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟

ته ووایه -ای پیغمبره- خلکو ته: راشئ چې ولولم په تاسو باندې هغه څه چې الله تعالی حرام کړی، حرام کړی یې دي په تاسو باندې دا چې تاسو شریک جوړ کړئ د هغه سره څه شی د هغه له مخلوقاتو څخه، او دا یې حرام کړي چې تاسو نافرماني وکړئ د خپلو پلرونو، بلکې په تاسو باندې واجب دي نیکي کول د هغوی سره، او دا یې حرام کړي چې تاسو ووژنئ بچي خپل د ولږې له وجې نه، لکه څرنګه چې به د جاهلیت والاو کول، مونږ روزي درکوو تاسو ته او هغوی ته هم، او حرام کړی یې دی دا چې تاسو نزدې شئ فحشاو بدو کارونو ته هغه چې ښکاره وي د دې نه او یا پټ وي، او دا یې حرام کړي چې تاسو ووژنئ یو نفس لره چې کوم الله تعالی حرام کړي وژل د هغه مګر په حق سره، لکه زنا کول وروسته له واده کولو څخه، او ګرځیدل کفر ته وروسته له اسلام منلو نه، دا بیان شوي شیان په دې سره الله تعالی تاسو ته مضبوط حکم کړی د دې لپاره چې تاسو یاد کړئ د الله تعالی نه د هغه اوامر او نواهي. info
التفاسير:
ประโยชน์​ที่​ได้รับ​:
• الحذر من الجرائم الموصلة لبأس الله؛ لأنه لا يُرَدُّ بأسه عن القوم المجرمين إذا أراده.
ځان ساتل د هغو جرمونو نه چې هغه انسان د الله تعالی عذاب ته رسوي؛ ځکه شان دا دی چې نشي ګرځول کیدلی عذاب د هغه د قوم مجرمانو نه کله چې هغه وغواړي. info

• الاحتجاج بالقضاء والقدر بعد أن أعطى الله تعالى كل مخلوق قُدْرة وإرادة يتمكَّن بهما من فعل ما كُلِّف به؛ ظُلْمٌ مَحْض وعناد صرف.
دلیل نیول په قضا او قدر وروسته د دې نه چې الله تعالی هر مخلوق ته قدرت او اراده ورکړې چې په دې سره هغه کولی شي هغه څه چې دا پرې مکلف شوی وي؛ خالص ظلم دی او خالص ضد دی.(دلته هدف د جبریه و پر عقیدې رد دی چې هغوی انسان مجبور او مکلف د هغه څه په کولو بولي چې په قضا او قدر کې ورته لیکلي وي ) او پدې باور دي چې انسان لره اختیار او اراده نشته، نو لدی بیان څخه وروسته خالص ظلم او ضد دی چې څوک بیا هم دا باور ولري چې انسان لره اراده نشته) info

• دَلَّتِ الآيات على أنه بحسب عقل العبد يكون قيامه بما أمر الله به.
آیتونه په دې دلالت کوي چې انسان د هغه د عقل په اندازه د الله ج د اوامرو په په پرځای کولو مکلف دی. info

• النهي عن قربان الفواحش أبلغ من النهي عن مجرد فعلها، فإنه يتناول النهي عن مقدماتها ووسائلها الموصلة إليها.
بدکاریو ته له نږدې کيدو څخه منع کول ډیر اغیزمن دي یوازې له بدکاریو څخه د منع کولو نه، ځکه چې پدې کې نه یوازې له بدکارۍ څخه منع کول کیږي بلکه ټول هغه مقدماتي کارونه او وسائل چې انسان بدکارۍ ته رسوي ترې منع کیږي. info