แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน สำหรับหนังสืออรรถาธิบายอัลกุรอานอย่างสรุป (อัลมุคตะศ็อร ฟีตัฟซีร อัลกุรอานิลกะรีม)

หมายเลข​หน้า​:close

external-link copy
143 : 6

ثَمٰنِیَةَ اَزْوَاجٍ ۚ— مِنَ الضَّاْنِ اثْنَیْنِ وَمِنَ الْمَعْزِ اثْنَیْنِ ؕ— قُلْ ءٰٓالذَّكَرَیْنِ حَرَّمَ اَمِ الْاُنْثَیَیْنِ اَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَیْهِ اَرْحَامُ الْاُنْثَیَیْنِ ؕ— نَبِّـُٔوْنِیْ بِعِلْمٍ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟ۙ

پیدا کړي یې دي ستاسو لپاره اته قسمونه؛ د ګډو نه دوه جوړې: نر او ښځه، او د وزو نه دوه، ته ووایه -ای پیغمبره- مشرکانو ته: آیا حرام کړي دي الله تعالی دا دوه نران د نرتوب له وجې نه؟ نو که چیرته یې وویل: هو، نو ته ورته ووایه: نو تاسو ښځینه ولې حراموئ؟ او که یا الله تعالی حرام کړي دواړه ښځينه د هغوی د ښځیتوب د وجه؟ نو که چیرته یې وویل: هو، نو ته ورته ووایه: نو ولې تاسو حراموئ دوه نران؟ او که یا (الله تعالی) حرام کړي هغه څه چې مشتمل دي په هغه باندې رحمونه د دواړو ښځینه و د دې وجې نه چې دا په رحم کې دي؟ نو که چیرته یې وویل: هو، نو ته ورته ووایه: نو تاسو ولې فرق کوئ په مینځ د هغه څه کې چې په رحمونو کې دي په حراموالي د نرانو د هغې کله (ځینې وختونه) او په حراموالي د ښځینه و د هغې کله (ځینې وختونه)، خبر راکړئ ماته -ای مشرکانو- په هغه څه چې تاسو پرې باور کوئ (دلیل پرې نیسئ) د صحیح علم نه که چیرته تاسو ریښتوني یاست په خپله دعوه کې چې یقینا د دې شیانو حراموالی د الله تعالی له طرفه دی. info
التفاسير:

external-link copy
144 : 6

وَمِنَ الْاِبِلِ اثْنَیْنِ وَمِنَ الْبَقَرِ اثْنَیْنِ ؕ— قُلْ ءٰٓالذَّكَرَیْنِ حَرَّمَ اَمِ الْاُنْثَیَیْنِ اَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَیْهِ اَرْحَامُ الْاُنْثَیَیْنِ ؕ— اَمْ كُنْتُمْ شُهَدَآءَ اِذْ وَصّٰىكُمُ اللّٰهُ بِهٰذَا ۚ— فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا لِّیُضِلَّ النَّاسَ بِغَیْرِ عِلْمٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟۠

او د هغو اتو قسمونو باقی شیان دا دې: دوه دانې (یوه جوړه) له اوښانو څخه، او دوه دانې (یوه جوړه) له غواګانو څخه، ته ووایه -ای پیغمبره- مشرکینو ته: آیا الله تعالی حرام کړي هغه چې حرام کړي یې دي د دوې نه د نرتوب له وجې نه، او که یا د ښځیتوب له وجې نه، او که یا د وجې د شمولیت د رحم (بچې دانې) په دې باندې؟ او که یا تاسو -ای مشرکینو- حاضر وئ -ستاسو په ګمان باندې- کله چې الله تعالی تاسو ته وصیت او حکم کاوه په حراموالي د هغه څه چې تاسو حرام کړي د دې څارویو نه؟! نو نشته هیڅوک ډیر ظلم کوونکی، او نه ډیر لوی جرم کوونکی د هغه چا نه چې جوړوي په الله تعالی باندې دروغ، نو هغه ته نسبت د حراموالي د هغه څه کوي چې نه یې وي حرام کړی؛ د دې لپاره چې ګمراه کړي خلک له نیغې لارې څخه پرته لداسې علم نه چې باور پرې کیدلی شی، بیشکه الله تعالی توفیق د هدایت نه ورکوي ظالمانو ته په سبب د دروغو جوړولو د دوی په الله تعالی باندې. info
التفاسير:

external-link copy
145 : 6

قُلْ لَّاۤ اَجِدُ فِیْ مَاۤ اُوْحِیَ اِلَیَّ مُحَرَّمًا عَلٰی طَاعِمٍ یَّطْعَمُهٗۤ اِلَّاۤ اَنْ یَّكُوْنَ مَیْتَةً اَوْ دَمًا مَّسْفُوْحًا اَوْ لَحْمَ خِنْزِیْرٍ فَاِنَّهٗ رِجْسٌ اَوْ فِسْقًا اُهِلَّ لِغَیْرِ اللّٰهِ بِهٖ ۚ— فَمَنِ اضْطُرَّ غَیْرَ بَاغٍ وَّلَا عَادٍ فَاِنَّ رَبَّكَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

ته ووایه -ای پیغمبره- زه نه موم په هغه څه کې چې ما ته یې الله تعالی وحې کړې د څه شي نه حرام؛ مګر هغه چې مړ شوی وي پغیر د حلالولو (ذبحه کولو) نه، او یا بهیدونکې وینه وي، او یا د خنزیر غوښه وي نو یقینا دا پلیت دی حرام دی، او یا حلال شوی (ذبحه شوی) وي پغیر د (یادولو ) د نوم د الله تعالی نه لکه د بتانو لپاره ذبحه شوی وي، نو څوک چې مجبور شو د ضرورت له وجې نه خوراک کولو ته د دې حرام شوو شیانو نه د ډیرې ولږې له وجې نه چې نه وي طلب ګار د خوند اخیستلو په دې خوراک سره، او نه وي تیریدونکی د ضرورت د اندازې نه نو نشته هیڅ ګناه پده باندې په دې خوراک کې، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- بخښنه کوونکی دی د ضرورت والا ته که چیرته ترې خوراک وکړي، مهربانه دی په دې باندې. info
التفاسير:

external-link copy
146 : 6

وَعَلَی الَّذِیْنَ هَادُوْا حَرَّمْنَا كُلَّ ذِیْ ظُفُرٍ ۚ— وَمِنَ الْبَقَرِ وَالْغَنَمِ حَرَّمْنَا عَلَیْهِمْ شُحُوْمَهُمَاۤ اِلَّا مَا حَمَلَتْ ظُهُوْرُهُمَاۤ اَوِ الْحَوَایَاۤ اَوْ مَا اخْتَلَطَ بِعَظْمٍ ؕ— ذٰلِكَ جَزَیْنٰهُمْ بِبَغْیِهِمْ ۖؗ— وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟

او مونږ حرام کړي وو په یهودیانو باندې هغه څه چې ګوتې یې له یو بل څخه نه وي جلا لکه: اوښ او شتر مرغ، او حرام کړې مو وې پر دوی باندې وازدې د غواګانو او ګډو مګر هغه چې نښتې وي د دوی په شاګانو پورې، او یا بار کړي وي د دوی کولمو، او یا ګډې وې د هډوکو سره لکه د لم او اړخونو، او بیشکه مونږ بدله ورکړه دوی ته د دوی دظلم له وجې نه په حراموالي د دغو شیانو په دوی باندې، او بیشکه مونږ ریښتیا ویونکي یو په ټولو هغه شیانو کې چې خبر پرې ورکوو. info
التفاسير:
ประโยชน์​ที่​ได้รับ​:
• في الآيات دليل على إثبات المناظرة في مسائل العلم، وإثبات القول بالنظر والقياس.
په دې آیتونو کې په علمي مسألو کې د مناظرې د ثبوت دلیل دی، او د خبرې ثبوت په نظر او قیاس سره. info

• الوحي وما يستنبط منه هو الطريق لمعرفة الحلال والحرام.
وحې او د هغې نه چې کوم استنباط کیږي خاص همدغه لار ده لپاره د پیژندلو د حلال او حرام. info

• إن من الظلم أن يُقْدِم أحد على الإفتاء في الدين ما لم يكن قد غلب على ظنه أنه يفتي بالصواب الذي يرضي الله.
یقینا د ظلم نه داده چې یو کس اقدام او جرأت کوي په فتوا ورکولو په دین کې تر هغې چې د دې په ګمان باندې نه وي غالب چې دا په سمه طریقه فتوا ورکوي کوم چې الله تعالی پرې راضي کیږي او خوشحالیږي. info

• من رحمة الله بعباده الإذن لهم في تناول المحرمات عند الاضطرار.
د الله تعالی د رحمت نه په خپلو بندګانو باندې دا دي چې هغوی ته یې د اړتیا پر مهال د حرامو څیزونو د خوړلو اجازه ورکړې ده. info