แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน สำหรับหนังสืออรรถาธิบายอัลกุรอานอย่างสรุป (อัลมุคตะศ็อร ฟีตัฟซีร อัลกุรอานิลกะรีม)

หมายเลข​หน้า​:close

external-link copy
119 : 6

وَمَا لَكُمْ اَلَّا تَاْكُلُوْا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللّٰهِ عَلَیْهِ وَقَدْ فَصَّلَ لَكُمْ مَّا حَرَّمَ عَلَیْكُمْ اِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ اِلَیْهِ ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا لَّیُضِلُّوْنَ بِاَهْوَآىِٕهِمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِالْمُعْتَدِیْنَ ۟

څه شی منع کوي تاسو لره -ای مومنانو- د دې نه چې تاسو خوراک وکړئ د هغې مذبوحې نه چې د الله تعالی نوم پرې یاد شوی وي، او بیشکه الله تعالی تاسو ته بیان کړي هغه څه چې په تاسو یې حرام کړي، نو په تاسو یې پريښودل فرض دي، مګر که تاسو هغه ته د ضرورت په وجه محتاج شئ، نو ضرورت چې دی ممنوع شیان روا کوي، او یقینا ډیر د مشرکینو نه خامخا لرې کوي خپل تابعدار د حق نه د هغوی د فاسدو نظرونو په سبب د ناپوهۍ له وجې نه، ځکه چې دوی روا کوي هغه څه چې الله تعالی په دوی باندې حرام کړی د مردارې او نورو نه، او حراموي هغه څه چې دوی ته الله تعالی روا کړي د بحیرې (هغه اوښه چې غوږونه ورله پرې کوي کله چې معلوم تعداد بچې وزیږوي)، او وصیله (هغه اوښه چې کله پرلپسې دوه ښځینه بچي راوړي)، او حامې (هغه اوښ دی چې کله د هغه د شا نه معلوم تعداد اوښان پیداشي) او داسې نور، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- هغه ډیر پوهه دی په تیری کوونکی باندې د هغه د پولو نه، او خامخا به ورله د دوی د تیري کولو په وجه سزا ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 6

وَذَرُوْا ظَاهِرَ الْاِثْمِ وَبَاطِنَهٗ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَكْسِبُوْنَ الْاِثْمَ سَیُجْزَوْنَ بِمَا كَانُوْا یَقْتَرِفُوْنَ ۟

او پریږدئ -ای خلکو- کول د ګناه په ښکاره او په پټه، بیشکه هغه کسان چې کوي ګناهونو لره په پټه او یا ښکاره، خامخا الله تعالی به ورله بدله ورکړي په سبب د هغو ګناهونو چې دوی کړي. info
التفاسير:

external-link copy
121 : 6

وَلَا تَاْكُلُوْا مِمَّا لَمْ یُذْكَرِ اسْمُ اللّٰهِ عَلَیْهِ وَاِنَّهٗ لَفِسْقٌ ؕ— وَاِنَّ الشَّیٰطِیْنَ لَیُوْحُوْنَ اِلٰۤی اَوْلِیٰٓـِٕهِمْ لِیُجَادِلُوْكُمْ ۚ— وَاِنْ اَطَعْتُمُوْهُمْ اِنَّكُمْ لَمُشْرِكُوْنَ ۟۠

او مه خورئ -ای مسلمانانو- د هغه څه نه چې نه وي یاد شوی نوم د الله تعالی په هغه باندې، برابره خبره ده که د بل چا نوم پرې یاد شوی وي یا نه وي یاد شوي، او یقینا د دې نه خوراک کول خامخا وتل دي د الله تعالی له تابعدارۍ نه د هغه نافرمانۍ ته، او بیشکه شیطانان خامخا وسوسې کوي خپلو دوستانو ته په اچولو د شبهاتو د دې لپاره چې ستاسو سره جګړه وکړي په خوړلو دمردارې کې، او که چیرته تاسو د هغوی خبره ومنله -ای مسلمانانو- په هغو شبهاتو کې چې هغوی یې اچوي -لپاره د حلالوالي د مردارې- نو شئ به تاسو او هغوی برابر په شرک کې. info
التفاسير:

external-link copy
122 : 6

اَوَمَنْ كَانَ مَیْتًا فَاَحْیَیْنٰهُ وَجَعَلْنَا لَهٗ نُوْرًا یَّمْشِیْ بِهٖ فِی النَّاسِ كَمَنْ مَّثَلُهٗ فِی الظُّلُمٰتِ لَیْسَ بِخَارِجٍ مِّنْهَا ؕ— كَذٰلِكَ زُیِّنَ لِلْكٰفِرِیْنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

او ایا برابر دی هغه څوک چې هغه مړ و مخکې د الله تعالی د هدایت نه هغه ته-د هغه کفر او ناپوهۍ او ګناهونو له وجې چې دا پکې و- نو مونږ راژوندی کړ ده لره په هدایت کولو سره ایمان او علم او طاعت ته -: د هغه چا سره چې هغه د کفر او جهل او ګناهونو په تیارو کې وي د هغو نه نشي راوتلی، په تحقیق سره ګډې وډې شوې وې په هغه باندې لارې، او لوې لارې په هغه باندې تیاره شوې وې؟! لکه څرنګه چې ښایسته شوي دې مشرکینو ته هغه شرک او د مردارې خوړل او په باطل باندې جګړه کول چې دوی پکې دي؛ همدا رنګه ښایسته شوي کافرانو ته هغه ګناهونه چې دوی کول عاقبت دا دی چې دوی ته به بدله ورکړی شي په دې کارونو باندې د قیامت په ورځ په دردناک عذاب سره. info
التفاسير:

external-link copy
123 : 6

وَكَذٰلِكَ جَعَلْنَا فِیْ كُلِّ قَرْیَةٍ اَكٰبِرَ مُجْرِمِیْهَا لِیَمْكُرُوْا فِیْهَا ؕ— وَمَا یَمْكُرُوْنَ اِلَّا بِاَنْفُسِهِمْ وَمَا یَشْعُرُوْنَ ۟

او لکه څرنګه چې د مشرکینو سردارانو په مکه کې خلک د الله د لارې څخه بند کړي و ، همدغه شان مونږ په هر یو کلي کې مشران او غټ خلک پيدا کړي چې کوي خپل چلونه کوي د خلکو په رابللو سره د شیطان لارې ته او په جګړه کولو د پیغمبرانو او د هغوی د تابعدارنو سره، حال دا دی چې د دوی چل او دوکه د دوی په خپلو ځانونو باندې راګرځي، لیکن دوی په دې نه پوهیږي د دوی د ناپوهۍ او د خواهشاتو د تابعدارۍ له وجې نه. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 6

وَاِذَا جَآءَتْهُمْ اٰیَةٌ قَالُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ حَتّٰی نُؤْتٰی مِثْلَ مَاۤ اُوْتِیَ رُسُلُ اللّٰهِ ؔۘؕ— اَللّٰهُ اَعْلَمُ حَیْثُ یَجْعَلُ رِسَالَتَهٗ ؕ— سَیُصِیْبُ الَّذِیْنَ اَجْرَمُوْا صَغَارٌ عِنْدَ اللّٰهِ وَعَذَابٌ شَدِیْدٌۢ بِمَا كَانُوْا یَمْكُرُوْنَ ۟

او کله چې راشي د کافرانو مشرانو ته یوه معجزه د هغو معجزو نه چې الله تعالی یې په خپلو بندګانو رالیږي، دوی وایې: مونږ ایمان نه راړو تر هغه چې راکړي مونږ ته الله تعالی په شان د هغه چې ورکړی یې دی پیغمبرانو ته د پیغمبرۍ او رسالت نه، نو الله تعالی په هغوی باندې رد وکړ، چې بیشکه هغه ښه پوهه دی په هغه چا چې د هغه د پیغمبرۍ لایق وي او د هغې د ادا کولو وړ وي، نو ځانګړی کوي یې په پیغمبرۍ او رسالت سره. خامخا وبه رسیږي دې سرکښانو ته خواري او سپکوالی د وجې د لویي کولو د دوی د حق نه، او سخت عذاب به ورته ورسیږي د دوی د چلونو او دوکو له وجې نه. info
التفاسير:
ประโยชน์​ที่​ได้รับ​:
• الأصل في الأشياء والأطعمة الإباحة، وأنه إذا لم يرد الشرع بتحريم شيء منها فإنه باق على الإباحة.
اصل په شیانو او خوراکونو کې اباحت (رواوالی) دی، او یقینا شان دا دی چې په شرع کې د یو شي د حراموالي باره کې څه نه وي راغلي نو دا به په خپل اباحت باندې پاتي کیږي. info

• كل من تكلم في الدين بما لا يعلمه، أو دعا الناس إلى شيء لا يعلم أنه حق أو باطل، فهو معتدٍ ظالم لنفسه وللناس، وكذلك كل من أفتى وليس هو بكفء للإفتاء.
ټولو هغه چا چې په دین کې یې په بې علمۍ سره خبرې کړي دي، او یا یې خلک داسې یو شي ته رابللي چې هغه نه پوهیږي چې دا حق دی او که باطل، نو دا کس تیری کوونکی دی او ظالم دی په خپل ځان باندې او په نورو خلکو باندې، او همدا رنګه هر هغه چا چې فتوا ورکړه او هغه د فتوې ورکولو وړ نه و. info

• منفعة المؤمن ليست مقتصرة على نفسه، بل مُتَعدِّية لغيره من الناس.
د مسلمان فایده یوازې د هغه په ځان پورې نه ده منحصره، بلکې نورو خلکو ته هم رسیدونکې ده. info