الله نوح عليه السلام ته وويل: ای نوحه! له کښتۍ ښکته شه، په سلامتۍ، امن، د الله لخوا پرتا، د هغو مؤمنانو پر اولادو چې په کښتۍ کې درسره دي، له تا وروسته راځي د ډېرو پېرزوينو سره، هلته د هغوی له اولادونو څخه نور امتونه دي چې کافران دي، ژر به د دغه دنيا په ژوند کې ګټه ورکړو او هغه څه به ورکړو چې ژوند پرې وکړي، بيا به زموږ لخوا په آخرت کې دردوونکې سزا ومومي.
د نوح عليه السلام دغه کيسه د پټو(غیبو) له خبرونو څخه ده ای رسوله! له دغې وحې مخکې چې موږ درته کړې ده نه ته پرې پوهېدې او نه دې قوم پرې پوهېده؛ نو د قوم پر کړاو او د هغوی پر درواغ ګڼلو دې له زغم څخه کار واخله لکه نوح عليه السلام چې زغم کړی و، بېشکه مرسته او برلاسي هغه چا لره دي چې د الله حکمونه مني او له نواهيو څخه يې ځانونه ساتي.
او د عاد قوم ته مو د هغوی ورور هود عليه السلام ولېږلو، هغه ورته وويل: ای زما قومه! يوازې د الله عبادت وکړئ او له هغه سره هيڅوک مه شريکوئ، تاسو لره له هغه پاک ذات پرته بل هيڅوک د عبادت وړ نشته او تاسو په دغه دعوی کې چې هغه لره شريک شته يوازې درواغجن ياستی.
ای زما قومه، زه له تاسو پر هغه څه چې د پالونکي لخوا مې درته رسوم بدله نه غواړم، زما بدله يوازې پر هغه الله ده چې پيداکړی يې يم؛ نو آيا پردې نه پوهېږئ او کوم څه ته مو چې رابولم هغه ومنئ؟!.
او ای زما قومه، له الله بښنه وغواړئ، بيا هغه ته توبه وباسئ له خپلو ګناهونو څخه چې تر ټولو لويه يې شرک دی، پردې به بدله درکړي د زيات باران په ورولو سره، په عزت کې به مو زياتوالی راولي د اولادونو او مالونو په زياتوالي سره، له هغه څه مخ مه اړوئ چې ورته رابولم مو، که نه زما له بلنې څخه په مخ اړولو، له الله څخه په انکار او د هغه څه په درواغ ګڼلو چې زه ورسره راغلی یم له ګناه کوونکو څخه به شئ.
قوم يې وويل: ای هوده! موږ ته له کوم داسې څرګند دليل سره نه يې راغلی چې پر تا مو ايمان راوړونکي وګرځوي، نه ستا له دليل څخه په خالي وينا د خپلو معبودانو د عبادت پرېښودونکي يو او نه تا لره ايمان راوړونکي په هغه څه چې دعوی يې لرې چې ته رسول یې.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• لا يملك الأنبياء الشفاعة لمن كفر بالله حتى لو كانوا أبناءهم.
انبياء د هغه چا د سپارښت واک نلري چې پر الله يې کفر کړی وي که څه هم زامن يې وي.
• عفة الداعية وتنزهه عما في أيدي الناس أقرب للقبول منه.
د بلونکي له هغه څه څخه ځان ساتل او لرې کېدل چې له خلکو سره دي د هغه وينا زياته د منلو وړ ګرځوي.