او نوح عليه السلام د خپلې کورنۍ او قوم هغو خلکو ته وويل چې ايمان يې راوړی و: کښتۍ ته پورته شئ، د الله په نوم به د کښتۍ تګ وي او د هغه په نوم به يې درېدل وي، بېشکه پالونکی مې له خپلو بندګانو څخه چې څوک توبه وباسي د ګناهونو بښونکی دی، پر هغوی مهربان دی او د هغه له لورېينې څخه داده چې مؤمنان يې له تباهۍ وژغورل.
د طوفان له پای ته رسېدلو وروسته الله ځمکې ته وويل: ای ځمکې! له طوفانه چې کومې اوبه درباندې دي هغه وڅښه، او آسمان ته يې وويل: ای آسمانه! بند شه او باران مه وروه، اوبه کمې شوې آن تردې چې ځمکه وچه شوه، الله کافران تباه کړل، کښتۍ په جودي نومي غره ودرېده او وويل شول: لرې والی او تباهي ده هغه قوم لره چې په کفر سره د الله له پولو اوښتونکي دي.
نوح عليه السلام خپل پالونکي ته د مرسته غوښتونکي په توګه آواز وکړ: ای زما پالونکيه! زما زوی زما له کورنۍ څخه دی چې تا يې د ژغورنې ژمنه کړې ده او ستا ژمنه داسې رښتيا ده چې په هغې کې خلاف نشته او ته ترټولو پرېکړه کوونکو زيات عادل او تر ټولو زيات پوه يې.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• بيان عادة المشركين في الاستهزاء والسخرية بالأنبياء وأتباعهم.
پر انبياء عليهم السلام او د هغوی په پيروانو د ملنډو او مسخرو کې د مشرکانو د عادت بيان.
• بيان سُنَّة الله في الناس وهي أن أكثرهم لا يؤمنون.
د خلکو په اړه د الله د سنت (لارې) بيان چې ډېری يې ايمان نه راوړي.
• لا ملجأ من الله إلا إليه، ولا عاصم من أمره إلا هو سبحانه.
د الله پر وړاندې له هغه پرته هيڅ پناه ځای نشته، او د هغه پاک ذات له امر څخه هيڅ ساتونکی نشته.